لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: د موسمي بدلون څخه اغېزمن پاکستان ته پکار ده چې د ځنګلونو رقبه 25 فيصدو پورې سېوا کړي


د وي او اې ډیوه سره خبرو کې ډاکټر انعام الله وويل، د پښتونخوا د کروندې جوګه 46 فیصده ځمکه د اوبو لاندې یعني نهري ده، 54فیصده باراني ده. د موسم د بدلون سره په نهري ځمکو اثر غورځېدلی دی، خو وایي زیات منفي اثر یې په باراني ځمکو شوی دی
د وي او اې ډیوه سره خبرو کې ډاکټر انعام الله وويل، د پښتونخوا د کروندې جوګه 46 فیصده ځمکه د اوبو لاندې یعني نهري ده، 54فیصده باراني ده. د موسم د بدلون سره په نهري ځمکو اثر غورځېدلی دی، خو وایي زیات منفي اثر یې په باراني ځمکو شوی دی

د چاپيريال یا موسمیاتو کار پوهان وايي، پاکستان په هغو هيوادونو کې شامل دی چېرته چې د موسمي بدلون منفي اثرات مخې ته راغلي دي. ورسره د پوهانو په خبره، په پاکستان کې د ځنګلونو رقبه څلور نیم فیصده ده، پکار ده چې د ځنګلونو رقبه د نړیوال معیار مطابق کم نه کم 25 فیصدو ته زیاته کړی شي.

کارپوهان وایي پاکستان د پخوا نه په هاغو هیوادونو کې شامل وو، چرته چې بارانونه کم کيږي. د دوي د څیړنو تر مخې پاکستان کې د کال په سر اوسطً 450 ملي میټره بارانونه کیږي. خو داسې علا قې هم شته چرته چې په کال کې د 250 ملي میټرو نه هم کم بارانونه کيږي.

ماهرین وایي د موسم بدلون سره د باران مقدار کې فرق نه دی راغلی خو وختونه یې بدل شوي دي.

پېښور کې د زرعي پوهنتون د موسمیاتي بدلون کار پوه پروفېسر ډاکټر انعام الله وايي، "مسله د موسمي بدلون داده چې پخوا 30, 40 يا 50 کاله مخکې د کله نه چې د دې موسمي بدلون دا تذکره شورو شوې ده. نو هاغه وخت کې به د موسمونو د باران کومې میاشتې چې وې. نو هغه جدا وې. اوس جدا شوې دي. هغې کې لږ کمی بیشی راغلی دی. نو په دې وجه زمونږه ایګریکلچر چې کوم دی، نو هغې نه متاثره کیدل شورو شوي دي."

د وي او اې ډیوه سره خبرو کې ډاکټر انعام الله وويل، د پښتونخوا د کروندې جوګه 46 فیصده ځمکه د اوبو لاندې یعني نهري ده، 54فیصده باراني ده. د موسم د بدلون سره په نهري ځمکو اثر غورځېدلی دی، خو وایي زیات منفي اثر یې په باراني ځمکو شوی دی.

د موسمونو د څارنې پوهان هم په دې نظر دي چې د تیرو 25 کلنو د بارانونو، په غرونو د واورو وریدو، ناڅاپي سیلابونو او ګرمۍ کې د اضافې د معلوماتو او شمېرو په اساس دوي وایي واضحه بدلون ښکاري.

د موسمیاتو د محکمې ډپټي ډایریکټر ډاکټر محمد فهیم وايي، "د ګرمۍ څپه داسې راشي، چې د هغې دورانیه چې دی، هغه ډیره زیاته وي. اول به هم دا څیزونه وو. خو هغه به داسې وو چې دوه ورځې به ګرمي وه. نو بیا به ورپسې هواګانې اوچلیدی یا باران به اوشو. نو هغې سره به لږ ډیر موسم ښه شو. خو اوس د یو څو کالو نه مونږ دا ګورو. چې د تودوالي د څپي دورانیه سیوا شوې ده. نو دا ټول څیزونه چې دی نو دا د موسمیاتو بدلون یا اقلیمي بدلون طرف ته اشارې کوي".

ډاکټر محمد فهیم زیاته کړه، ناڅاپي ګرمۍ کې د اضافې په وجه غرونو کې د واورو ویلي کیدو عمل تیز شي او د سیلابونو ذریعه جوړیږي. پوهان وایي د موسمیاتو د منفي اثراتو نه د بچ کیدو یوه لار ځنګلات دي خو پاکستان کې ځنګلونه هم کم دي.

پروفیسر ډاکټر انعام الله وايي، "نو اول خو زمونږ په ملک کې ځنګلات کم دي، نړيوال کوم مقدار چې دی دا د هغې نه ډېر کم دی. نړیوال مقدار دادی چې یو ملک کې به آب و هوا خوشګواره وي. که چیرې په هغې کې 25 فيصده ونې بوټي وي. او که دا باقي ونې بوټي نه وي، نو هم خېر دی. اوس په پاکستان کې د څلورو نه واخلې تر څلور نیم فیصده پورې ونې بوټي دي."

نوموړي وويل، پاکستان کې دغه څلور نیم فیصده ځنګلونو کې پخپله شوي شنه واښه هم شمېرلی شي. حالانکې د ځنګلونو تعریف کې صرف د پنځو میټرو نه لویې قد ونې راځي.

هغه زياته کړه، د څیړنو تر مخې کېنېډا کې د یو تن په سر 11،500 ونې دي. هند کې 28 اونې او پاکستان کې فقط د بنده په سر شپږ ونې دي او د ځنګلونو د کم نه کم مقدار یعني 25 فیصده رقبې ته د رسولودپاره به پاکستان ته ډېر محنت کول وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG