لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین وايي د پاکستان اقتصاد د پرمختګ په ځای د ۱۹۹۰د لسیزې وخت ته په شا تللی دی


څېړونکي وايي د موجود حکومت په وخت کې د تېلو په شمول د یو شمېر بنیادي ضرورتونو شیان ګران شوي دي
څېړونکي وايي د موجود حکومت په وخت کې د تېلو په شمول د یو شمېر بنیادي ضرورتونو شیان ګران شوي دي

د پاکستان اقتصاد دا وخت د ۱۹۹۰ لسېزې حال ته بېرته تللی دی او د ملک قرضي او واجبات د قامي پېداوار یا جي ډي پي د ۱۰۰ فیصد نفسیاتي حد نه اوړېدلي دي او د جون د میاشت د اخېره پورې د قرضو دغه شرح د ۱۰۶ فیصد حد ته رسېدلې چې له امله د پاکستان اقتصاد دا مهال د ۱۹۹۰ د لسېزې صورتحال تصویر وړاندې کوي.

خو د خزانې وزارت د ترجمان وېنا ده چې ملک د مالیاتي توله يا بېلنس اف پېمنټ د کرونا وایرس د وبا نه وړاندې سرپلس یا د ضرورت نه زیات و، د ټېکس په امدن کې د ۱۷ فیصدي په حساب سره زیاتوالی روان و خو د کرونا وایرس د ملک اقتصاد ته سخت زیان ورسوولواو حکومت کوښښ کوي چې اقتصاد په خپلو پښو ودروي.

بلخوا څیړونکي نظر لري چې په تېرو دوو کالو کې نه صرف د ملک قرضې زیاتې شوي دي بلکې د ملک اقتصاد هم پرله پسې په کښته روان دی. څیړونکي وايي موجوده حکومت البته مالياتي خساره د ۲۰ ارب ډالر نه درې ارب ډالر ته کمه کړه چې مثبته اشاره ده خو د دې نه علاوه نور ټول انډیکېټرز یا نخښې منفي دي.

د اقصادي چارو خبریال زیشان حېدر د پاکستان د موجوده اقتصاد په اړه وي او ای ډیوه ته وویل کله چې د جي ډي پي او د قرض شرح ۵۰ ۵۰ فیصد نوي نو د اقتصاد دپاره محفوظ حالت ګڼل کیږي خو دا چې د پاکستان دغه شرح د ۱۰۶ فیصد حد ته رسېدلې ده دا د تشویش وړ صورتحال دی.

زیشان حیدر وویل د وزیراعظم عمران خان حکومت وايي چې تېرو حکومتونو درنې قرضې اخیستې دي او دا حکومت هغه پخوانۍ قرضې بېرته ادا کوي خو زیشان حېدر زیاته کړه څومره په تندۍ چې دا حکومت قرضې اخلي نو په دوو کلونو کې د پنځو کلونو نه ووتل. زیشان حېدر زیاته کړه که چېرې موجوده حکومت د قرض اخیستلو رفتار پرځای وساتلو نو په پنځو کلونو کې به د قرضو شرح د جي ډي پي ۲۰۰ فیصد ته ورسېږي.

زیشان حېدر وویل د موجوده حکومت په دور کې جي ډي پي کښته تللي او داسې څه امدن یې ترلاسه نکړی شو چې قرضې پرې بېرته اده کړي بلکې د قرضو ادا کوولو دپاره یې نورې قرض اخیستي دي. هغه زیاته کړه که چېرې دا صورتحال دوام لري نو اقتصادي حالات به نور خراب شي.

په اقتصادي حالاتو نظر ساتونکی بل خبریال فدا حسین وايي حکومت ته نه دي پکار چې د خپلو کمزورو پټوولو په خاطر هر څه د کرونا وبا په کاته کې واچوي.

فداحسین وویل حکومت دا حد مقرر کړی و چې د جي ډي پي د ۸۵ فیصد نه زیاتې قرضې به نه اخلي. هغه وویل حکومت هڅې بهانه کوي چې د کرونا وایرس له امله اقتصاد خراب شوی دی. هغه حقیقت دا دی چې د دې حکومت د راتګ سره اقتصادي صورتحال خراب شوی دی، د تېلو او ګېس او نورو شیانو قیمتونه یې زیات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG