لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرين: د پاکستان نيمايي ابادي ښځې دي خومناسب جمهوري حق نه لري


ځيني ښځينه راۍ کارونکې وايي د جمهوري عمل په اړه د ښځو د پوهې د کمې ترڅنګ سياسي ګوندونه هم د ټاکنو په مهم کې يوازې په سړو زور اچوي  او د ښځو ووټونو ته زيات اهميت نه ورکوي
ځيني ښځينه راۍ کارونکې وايي د جمهوري عمل په اړه د ښځو د پوهې د کمې ترڅنګ سياسي ګوندونه هم د ټاکنو په مهم کې يوازې په سړو زور اچوي  او د ښځو ووټونو ته زيات اهميت نه ورکوي

په خېبر پښتونخوا کې ښځې وايي چې د تعليم او پوهې د کمي ترڅنګ په سړو د دوی د انحصار له وجې په ټاکنو کې د سړو په مقابل کې نه یوازې د دوی د ووټونو شرح کمه وي بلکې زياتره مېرمنې د خپلې خوښې اميدوار ته ووټ هم نشي ورکولې چې له وجې يې جمهوري حق متاثره کېږي۔

ماهرين وايي د پاکستان نيمايي ابادي ښځې دي او د دوی ته خپل جمهوري حق په سمه توګه نه ترلاسه کېدو له وجې جمهوريت کمزورې کېږي او په جمهوري نظام سواليه نشان ګرځي۔

په خېبر پښتونخوا کې ښځې وايي چې په انتخباتو کې د دوی د راۍ اچولو د شرحې کمي لوی علتونه د زنانو د تعليم او د سیاسي پوهې کمی، د ټولنې دود ستور او نرواکي ده۔ دوی وايي د معاشرې زياتره مېرمنې په سړو انحصار کوي چې له امله يې اکثره ښځې يا خو په جمهوري عمل کې برخه وانخلي او يا د کورنۍ په خوښه رای په کارولو مجبوره وي.


ماروخ ظاهرپه ممندو ضلع کې د جينکو د کالج مشره ده، وايي اکثر ښځې د ووټ د اهمیت نه ناخبره وي " هغوی وايي که مونږه ووټ ورکړو او که ور نه کړو د هغې نه هيڅ فرق نه پرېوازي، زياتره کورنۍ که تاسو وګورۍ په هغې کې ښځې په سړو انحصار کوي او چې سړي ورته څنګه وايي هم هغه شان کار کوي او چې سړي ورته کومه پارټي ياده کړي هغوی هم هغه پارټۍ له ووټ ورکوي."

د الېکشن کمېشن شمېرې ښيي چې په پاکستان د ووټرانو مجموعي شمېره 12 کروړه او څه باندې 85 زره ده چې د ښځينه راۍ کارونکو شمېر پکې 5 کروړه او څه باندې 93 لکه مخې ته راغلې ده۔

ځيني ښځينه راۍ کارونکې وايي د جمهوري عمل په اړه د ښځو د پوهې د کمې ترڅنګ سياسي ګوندونه هم د ټاکنو په مهم کې يوازې په سړو زور اچوي او د ښځو ووټونو ته زيات اهميت نه ورکوي.

ماليحه سېد د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون زده کوونکې، وايي " که مونږه وګور نو چې کوم سياسي ګوندونه دي هغوی په سړو زيات فوکس کوي او د هغوی دپاره کمپاين زيات کېږي چې راشي او ووټ دې کاسټ کړي، هغوی ښځو ته هغه شان توجو نه ورکوي چې دوی دې هم راشي او راۍ دې وکاروي، بل که موږه وګورو نو مور او پلار هم خپلو لوڼو باندې زور نه اچوري چې ووټ ته لاړې شي څنګه چې په هلکانو زور اچوي."

د کمېشن د شمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې د ووټرانو مجموعي شمېره 2 کروړه او څه باندې 19 لکه مخې ته راغلې چې د ښځو شمېر پکې 99 لکه او څه کم 84 زره ريکارډ شوی دی۔

ماهرين وايي که څه هم په کاعذونو کې ښځو ته د راۍ کارولو اختيار وکړل شوی خو په عملي توګه زياتره مېرمنې ترې بې برخې دي چې له وجې يې د ښځو خود مختاري او جمهوري نظام متاثره کېږي.


پېښور پوهنتون کې د صنفي زده کړو د څانګې استاذ ډاکټر درويش اپريدی وايي " نو چې 50 فيصده ابادي راۍ اچولو نه محرومه وي او د هغوی خپل مشکلات وي نو هغه به هم نه حل کېږي، دا په جمهوريت او د جمهوري عمل په صحت پښتنه راوچتوي او چې ښځه په عوامي دايره کې نه خکاري نو د دې سره هغه د نارواکۍ او رجعت پسندۍ چې کوم سوچ دی هغه نور هم پياوړی کېږي."

د پاکستان پارلېمنټ په کال 2017 کې د ټاکنو قانون منظور کړی دی چې مخه په کومه حقله يا پولنګ سټيشن کې چې د ښځو د ووټونو شرحه د 10 فيصده نه کمه وي نو په هغې کې به دوباره انتخبات کولی شي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG