لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: د ټېکنالوجۍ په یو شمېر اهمو برخو کې امریکا د چین نه وروسته ده


فېنټم فور نومې ډرون چې چینايي کمپنۍ تیار کړی دی
فېنټم فور نومې ډرون چې چینايي کمپنۍ تیار کړی دی

د امریکې د حکومت یو شمېر موجوده او پخوانيو چارواکو او د غیر حکومتي کمپنو ځینو مشرانو او ماهرینو خبرداری کړی چې د ټېکنالوجۍ په ګڼ شمېر اهمو برخو د ترقۍ په لړ کې امریکا د چین نه وروسته پاتې شوې ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ټېکنالوجۍ په مد کې د امریکې په مقابل کې د چین د پرمختګ په اړه خبرداری د جمعې په ورځ په واشنګټن کې په یوه غونډه کې څرګند کړی شو.

ماهرینو دا هم وویل چې امریکا د دې غیر یقيني صورتحال سره هم مخامخ ده چې په مستقبل کې یې بل کوم ملک د مواصلاتو او د ايي ټي په مد کې برترۍ دپاره مشکلات راولاړولی شي؟

د واشنګټن د دغې غونډې بندبست د سپېشل کمپېټېټیو سټډيز پراجېکټ، اېس سي اېس پي، د عنوان دلاندې شوی و چې مشري یې د ګوګل کمپنۍ پخوانی مشر اېرېک شمېډ کوي. د دغې پراجېکټ مقصد دا خبره یقیني کول دي چې د موجوده وخت نه واخلې تر د ۲۰۳۰ پورې د ټېکنو اقتصاد یا د ټېکنالوجۍ او اقتصاد په مشترکه مېدان کې امریکا مقابله وګټي.

جېک سولېون
جېک سولېون

د وي او ای رپورټ وايي د غونډې د ګډون والو د اکثریت احساس دا و چې په دغه مد کې د امریکې بریا د خطر سره مخامخ ده.
د غونډې نه وړاندې اېس سي اېس پي، په خپل رپورټ کې د هغه صورتحال خاکه وړاندې کړه چې که چېرې د ټېکنالوجۍ په مېدان کې چین رهبر شي نو څه به کېږي؟

رپورټ وايي که د امریکې په ځای چین د ټېکنالوجۍ په مېدان کې مخکي کېږي او د کربونو ډالرې پېسې ګټي نو بیا به دا مفکوره وړاندې کوي چې جمهوریت نا بلکې امریت د حکومت غوره نظام دی.

اېس سي اېس پي په رپورټ کې دا خبر داری هم شوی دی چې چېرې چین په انټرنېټ برتری ترلاسه کړي نو امریکا به د ټېکنالوجۍ په مد کې په شا لاړه شي او چین به د مایکرو الېکټرانکس او نورې ټېکنالوجۍ رابطې د منقطع کولو اختیار هم ولري.

غونډې ته وېنا کې د وایټ هاوس د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون ومنله چې د ټېکنالوجۍ په ترقي کې امریکا د چین سره ځان برابر ساتلو په لړ کې د مشکلاتو سره مخامخ ده. هغه وویل چین د ټېکنالوجۍ په مېدان کې د امريکې نه مخکې د تللو عزم لري او د دې دپاره بې حده وسایل استعمالول هم غواړي.

سولېون وویل د صدر جوبایډن حکومت د ټېکنالوجۍ په مد کې د چین د ارادو نه خبر دی او په دې لړ کې اقدامات کوي. سولېون په دې لړ کې د چېپس اېکټ نومې قانون ذکر وکړو چې دلاندې يې امریکې حکومت په هېواد کې د مایکرو چېپ تیارولو دپاره د ۵۰ بېلین ډالر بېلې کړي دي. هغه وویل د دې دلارې به امریکا د مستقل د ټېکنالوجۍ په دې مد کې خپله برتري بحال وساتي.

د امریکې د پوځ پخواني جرنېل او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د قامي سلامتیا پخواني مشیر اېچ ار مېک ماسټر د واشنګټن کانفرنس ته وویل که څه هم امریکا د ټېکنالوجۍ په مد کې پرمختګ کوي خو رفتار يې کم دی او پکار ده چې چټک کړی شي.

د انټرنېټ فایو جي ټېکنالوجۍ په ترقۍ کې هم امریکا او نور مغربي ملکونه د چین نه وروسته پاتې دي
د انټرنېټ فایو جي ټېکنالوجۍ په ترقۍ کې هم امریکا او نور مغربي ملکونه د چین نه وروسته پاتې دي

د وي او ای رپورټ وايي چین دا شکایت کوي چې امریکا په ټېکنالوجۍ کې د پرمختګ په لړ کې د چین لاره نېسي.
د چین د خارجه وزارت ترجمانې ماو نېګ تېره هفته یوې خبري غونډې ته وویل امریکا چې څه کوي دا د ساینس او ټېکنالوجۍ جارحیت دی. چینايي ترجمانې زیاته کړه چې امریکا د نورو ملکونو ترقۍ مخه نېسي.

هغې زیاته کړه چې داسې ښکاري چې امریکا غواړي چې چین او نور ملکونه دې د صنعتي ترقۍ په لړۍ کې همېشه لاندې ولاړ وې خو دا تعمیري خبره نه ده.

د انټرنېټ فایو جي ټېکنالوجۍ په ترقۍ کې هم امریکا او نور مغربي ملکونه د چین نه وروسته پاتې دي. د چين هواوی نومي کمپنۍ د حکومتي مرسته په سبب د جي فایو د نېټ ورک د الاتو په تیارولو کې په نړیواله کچه غلبه ترلاسه کړې ده.

د دې تشویش په سبب چې د هواوی الات د استعمالولو دلارې به د انټرنېټ نظام د امنیت او د جاسوسۍ د خطر سره مخامخ شي امریکې او ځینو نورو ملکونو د هواوی الات د نصب کولو نه ډډه وکړه، که څه هم په نتیجه کې یې د فایو جي ټېکنالوجۍ استعمال په دغو ملکونو کې وځنډېدو.

د واشنګټن د غونډې منتظیم او دګوګل پخواني مشر شمېډ وویل د فایو جي په لړ کې چې څه وشول پکار نه دي چې اینده هم وشي.
شمېډ وویل دا به ګرانه وي چې په ټېکنالوجۍ کې امریکا د چین نه مخکې پاتې شي. هغه زیاته کړه چین په ارټېفېشل انټېلېجنس یا مصنوعي ذهانت او په نورې ټېکنالوجۍ کې د پرمختګ دپاره هر ممکن کوښښ کوي.

په چین کې د امریکې پخواني سفیر جان هنټسمېن وویل امریکایان په عمومي کچه د دې نه نه دي خبر چې په ځينې ټېکنالوجۍ کې چين د امریکې نه څومره مخکې دی. هنټسمېن چې اوس د فورډ موټر کمپنۍ وایس چيرمېن دی وویل په ټېکنالوجۍ کې چين د ترقۍ یو یو مثال په بجلۍ چلېدونکي موټرې دي چې چين پکې د امریکې نه لږ تر لږه پېنځه کاله مخکې دی.

هغه وویل امریکا به په ځینو برخو کې ځان د چين کچې ته بیايي او په ځینو کې به په چین خپله بالادستي قایم ساتي. هغه په دې خبره ټینګار وکړو چې د چین ولس سره دې تجارتي تعلقات وساتل شي.

هغه وویل چین نه د لېرې کېدو په نتیجه کې تاوتریخوالی، غلط فهمۍ او په نړیواله کچه بې ثباتي پېدا کېدلی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال باب ګارور د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG