لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان مستونګ سيمه کې چاودنې پینځه کسان وژلي


 د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار ميرضيا لانګو د يادې پېښې غندنه کړې ،او په صوبه کې یې د ترهګريزو پېښو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده
د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار ميرضيا لانګو د يادې پېښې غندنه کړې ،او په صوبه کې یې د ترهګريزو پېښو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده

د مستونګ ضلعې مرستياله کمشنره فريده ترين وایي،چاودنه دمستونګ د تحصيل دشت په کابو نومي سيمه کې شوې ده چې پکې د پينځوؤ تنو د وژل کیدو او دریوؤ تنو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې فريده ترين وايي " تېره ورځ د کابو سيمې يو شپارس کلن ځوان لادرکه شوی و او نن د هغه مړی په ياده سيمه کې غورځول شوی و، چې کله د هغه خپلوان او امنيتي ځواکونه يادې سيمې ته رسېدلي په هم دې وخت چاودنه شوې ده."

د فريده ترين په خبره د مړو اؤ ټپيانو اوچتولو لپاره امنتي ځواکونه په ګڼ شمېر سيمې ته رسېدلي او ټپيان د درملنې لپاره کوټې ته لېږل شوي دي.

هغه وايي د چاودنې په اړه نور معلوامات را غونډوي، په خبره يې د چاودنې هدف د ايف سي عسکر وؤ او هغوي بچ شوي دي۔

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار ميرضيا لانګو د يادې پېښې غندنه کړې ،او په صوبه کې یې د ترهګريزو پېښو پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده .

رسنيو ته په لېږل شوي سرکاري خبر پاڼه کې د يادې پېښې تر شا د بهرنيو قوتونو لاس بلل شوی، او ویل شوي چې " د بهرنيو قوتونو په لمسون کېدونکې ترهګري به له مينځه وړو، بزدل دښمن به په پخپلو موخو کې کامياب نه شي، دښمن او داسې پېښې زموږ د پرمخ تګ په لاره کې و خند جوړېدو ته نه پرېږدو."

د يادې چاودنې ذمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کومې ډلې نه ده منلې۔

مستونګ د بلوچستان سر ښار کوټې ته څېرمه پرته ضلعه ده چې پکې وخت ناوخته پر امنتي ځواکونو وسلوال بريدونه او چاودنې کېږي،

د داسې بريدونو ذمه واري زياتره وخت بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې مني۔

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیله بیلو برخو په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا کې په داسې حال کې دبریدونو اؤ ترهګریزو پېښو لړۍ چټک شوې چې دپاکستان دحکومت اؤ تحریک طالبان ترمینځ ډزبندي هم روانه ده.

اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په اړه خپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د تېرې ستمبر په مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوې وې.

څيړنيزې ادارې ويلي د ستمبر په مياشت کې په ټول هېواد کې 42 ترهګریز بريدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست د میاشتې په پرتله پکې 35 فيصده اضافه شوې ده.

د رپورټ ترمخه په قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه شوې ده.

په ياد رپورټ کې ويل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي اهلکارو په ګډون 40 کسان وژل شوي او ټول 77 کسان پکې ټپيان شوي چې پکې 19 امنیتي اهلکار هم شامل وو.

د رپورټ ترمخه په رېکارډ کړل شوو بريدونو کې د امنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف وو.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG