لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مزار شریف کې چاودنې لږ تر لږه 10 کسان وژلي 


د افغانستان د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې د شیعه ټولنې په یو جومات کې چاودنې لږ تر لږه 10 کسان وژلي او 40 نور کسان یې زخمیان کړي دي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه چاودنه د مزارشریف ښار په سه دوکان جومات کې په داسې مهال وشوه چې خلکو لمونځ کولو.

د مزار شریف د مرکزي هسپتال ډاکټر غوث الدین انوري وویل په چاودنه کې زخمیان او وژل شوي کسان خلکو په شخصي موټرو اېمبولانسونو کې هسپتال ته راوړل.

هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په کابل کې هم د سړک په غاړه بم چاودنه کې دوه ماشومان زخمیان شول. رپورټ وايي چاودنې د افغانستان اقلیتي شیعه ټولنه په هدف کړې ده.

ای پي وايي هېڅ یوې ډلې نه د مزارشریف او نه هم د کابل د چاودنې مسولیت منلی دی خو په چاودنو کې د داعش خراسان ډلې د ککړتیا نخښې نخښانې لیدل کېږي.

داعش خراسان د دې نه مخکې هم په افغانستان کې د یو شمېر داسې حملو ذمه واري منلې ده چې پکې شیعه مسلمانان په هدف شوي دي.

د کابل د پویس ترجمان خالد ځدران په ټویټر خپل پېغام کې وویل د کابل چاودنه د ښار په مغربي برخه کې شوې چې اکثریت ابادي یې د شیعه مسلمانانو ده.

د کابل په دغه سیمه دوه ورځې وړاندې چاودنو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او 17 کسان زخمیان شوي دي.

ای پي وايي داعش خراسان ډلې په کابل کې او په خاصه توګه په دشت برچي سیمه کې وړاندې هم په شیعه ټولنې حملې منلي دي.

تېر کال د می په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې په دشت برچي کې دوو بم چاودنو د 60 نه زیات ماشومان ووژل.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG