لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ پابندي په ځای وساتله


د فېس بک د څارنې ډلې په ټرمپ د بندیز بحال ساتلو حمایت کړی دی. د فېس بک د دغې ډلې په نظر په فېس بک د پوسټونو د لارې ټرمپ په کانګرس حمله راپارولې وه
د فېس بک د څارنې ډلې په ټرمپ د بندیز بحال ساتلو حمایت کړی دی. د فېس بک د دغې ډلې په نظر په فېس بک د پوسټونو د لارې ټرمپ په کانګرس حمله راپارولې وه

فېس بک د جمعې په ورځ وویل د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ اکاونټ به د نورو دوو کلونو دپاره معطل وي.

د سږ کال د جنورۍ په شپږمه نېټه د امریکې په کانګرس د حملې وروسته فېس بک په ټرمپ پابندي ولګوله. د سوشل میډیا د دې کمپنۍ دریځ وو چې ټرمپ په کانګرس حمله راپارولې وه. په کانګرس د حملې په مهال پېنځه کسان مړه شوي دي.

په ټرمپ بندیز په ځای ساتلو په اړه د فېس بک نایب صدر نېک کلېګ د جمعې په ورځ په خپل پېغام کې وویل د دوو کلونو پورته کېدو نه پس به ماهرین کتنه کوي چې ایا د ولس تحفظ ته خطر کم شوی دی او که نا؟

د فېس بک د څارنې ډلې په ټرمپ د بندیز بحال ساتلو حمایت کړی دی. د فېس بک د دغې ډلې په نظر په فېس بک د پوسټونو د لارې ټرمپ په کانګرس حمله راپارولې وه.

د فېس بک د فېصلې په ځواب کې ټرمپ په یو بیان کې وویل دا هغه د ۷۵ مېلین نه د زیاتو خلکو د رای بې سپکاوی دی چې د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې یې هغه ته ووټونه ورکړي دي. هغه وویل پکار نه ده چې د هغه خاموشه کوونکي او سېنسر کوونکي د احتساب نه بچ شي. "بالااخر مونږ به ګټوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG