لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک د پاکستاني پوځ سره تړلي اکاونټونه د "بې باوره چلند" په سر لرې کړل


د پاکستاني پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور. د پوځ ترجمان په خپلو ورستیو خبري غونډو کې د "ففت جنریشن وارفیر" یا د پنځم دور د جنگ ذکر کړی دی چې اشاره یې د جنگ داسې غیر روایتي میدان ته ده چې پکې په سوشل میډیا د معلوماتو خپریدل او د معلوماتو ځواب ورکول شامل دي
د پاکستاني پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور. د پوځ ترجمان په خپلو ورستیو خبري غونډو کې د "ففت جنریشن وارفیر" یا د پنځم دور د جنگ ذکر کړی دی چې اشاره یې د جنگ داسې غیر روایتي میدان ته ده چې پکې په سوشل میډیا د معلوماتو خپریدل او د معلوماتو ځواب ورکول شامل دي

د سماجي رابطې ویب پاڼې فېس بک ویلي ١٠٣ هغه پاڼي، گروپونه او اکاونټونه یې لرې کړې دی چې د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانگې ايي ایس پي ار د کارکونکو سره تړلي وو.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه فېس بک د فېس بک تر څنگ د اسنټگرام هغه پاڼې او اکاونټونه هم لرې کړې دي چې د پاکستان د پوځ، پاکستاني سیاسیت او سیاسي مشرانو او د هندوستان د حکومت په اړه به یې معلومات خپرول.

د فېس بک د سایبر سکیورټي یا د انټرنیټ د تحفظ څانگې مشر نتېنیل گلېشر په یو بیان کې د لرې کړی شویو ١٠٣ پاڼو، اکاونټونو او گروپونو په اړه وویل چې دا په پاکستان کې میشته د یو جال برخه وه چې په "مربوط ډول په فېس بک او انسټگرام په بې باوره رېښتونې چلند کې ککړ وو."

ښاغلي گېشیر په خپل بیان کې وویل که څه هم په دغو هلو ځلو کې ککړو خلکو خپل شناخت خفیه ساتلی و خو "زمونږ تحقیقاتو وموندله چې دې (جال) سره د پاکستانی پوځ د ايي اېس پي ار کارکونکي تړلي وو."

رویټرز وايي ايي اېس پي ار د فېس بک په څرگندونو د تبصرې خواست ته ځواب وه نه ویلو.

رویټرز وايي فېس بک په پاکستان کې د اکاونټونو په اړه اعلان په داسې حال کې کړی دی چې په نړیواله کچه د فشار سره مخامخ دی، په دې سبب چې د سماجې روابطو په دې پاڼه سیاسي ډلې د خپل شناخت د خفیه ساتلو ترڅنگ خپل پېغامونه خپروي.

رویټرز وايي کوم ٢۴ پاڼې، ٥٧ اکاونټونه او اووه گرپونه چې لرې کړی شوې دي د دوی د فالورز شمېره دوه اشاریه اته میلینه وه. د نسټگرام ١٥ اکاونټونه تړل شوې دي.

فېس بک د هندوستان د کانگرس گوند سره تړلې ٦٨٧ پاڼې هم لرې کړې دي. د فېس بک ښاغلي گلېشر په تړل شویو پاڼوې باندې د "غیررېښتونې" چلند الزام ولگوولو.

د څېړنې ادارې اټلانټ کاونسل وویل په پاکستان کې کومې پاڼې، اکاونټونه او گروپونه تړل شوي دي د پاکستان به یې دفاع او په هندوستان به یې ټکونه کول چې د ايي ایس پي ار د تگلارې سره سمون خوري.

د پاکستان د پوځ ترجمان په خپلو ورستیو خبري غونډو کې د "ففت جنریشن وارفیر" یا د پنځم دور د جنگ ذکر کړی دی چې اشاره یې د جنگ داسې غیر روایتي میدان ته ده چې پکې په سوشل میډیا د معلوماتو خپریدل او د معلوماتو ځواب ورکول شامل دي.

رویټرز وايي په تېرو دوو کلونو په پاکستان کې هغو خبریالانو او فعالانو ته دکړې ورکړی شوي دې چې په سوشل میډیا یې په پوځ تنقید کړی. رویټرز وايي په کال ٢٠١٧ کې چې کوم درې کسان تښتول شوي وو خبري ادارې ته وویل دوي د پوځ استخباراتي ادارې بوتللي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG