لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک د یهودو هولوکاسټ نه انکاري مواد په خپرولو بندیز لګولی


FILE - Facebook, Inc. CEO Mark Zuckerberg.
FILE - Facebook, Inc. CEO Mark Zuckerberg.

د ګل په ورځ د سماجي رابطو وېب پاڼې فېس بک اعلان کړی، د کرکې په اړه خپله تګلاره تازه کوي او په هغه ټولو پوسټونو به بندیز لګوي چې د یهودیانو هولوکاسټ نه انکار کوي او یا یې تحریفوي/ ګډوډوي.

د فېس بک مشر یا چېف اېګزیکټیو مارک زکربرګ په فېس بک په خپل یو پوسټ کې لیکلي: ٫٫ مونږ د ډیرې مودې راهسې داسې پوسټونه لري کړي، چې د هولو کاسټ په شمول د کرکې/ نفرت او ډله ایزې وژنې ستاینه کوي.٬٬

زکربرګ زیاته کړې د یهودیانو پرضد تعصب (اېنټي سېمیټېزم) زیاتیدو وروسته یې کمپنۍ د دغه شان موادو د مخنیوي لپاره د تګلارې غځولو فیصله کړې. نوموړي زیاته کړې، ٫٫ که خلک په فېس بک هولو کاسټ لټوي، مونږ به تاسو د سمو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره مستند/ باوري سرچینو ته وړاندې کوو.٬٬

د فېس بک لخوا دغه اعلان د جرمني پرضد د یهودیانو په اړه د معلوماتو په حقله یوې غونډې یا کانفرنس وروسته شوی. په دغه کانفرنس کې د نو ډیناېنګ اټ ( NoDenayingIt#)په نامه یو مهم هم چلیدلی.

یوې غیردولتي ادارې اېنټي دیفېمېشن لیګ (د سپکاوي پرضد ډلې) په فېس بک ویلي، چې د ټولنیزو رسنیو دغه لوې کمپنۍ لخوا، ٫‌٫ اخیر هغه ګامونه پورته شول چې مونږ یې د یوې لسیزې راهسې غوښته کوله: د فېس بک نه د هولوکاسټ انکاري مواد لرې کړۍ.٬٬ دغه ډلې (ای ډي اېل) دا هم ویلي ٫٫ دوي له پکار ده چې اوس شفاف/ پاک پاتې شي او دغه ګامونه مستند کړي کوم چې د کرکې ډک مواد د خپل پلېټ فارم نه لرې کولو لپاره اخستل شوي.٬٬

د یهودو نړیوال کانګرس صدر رونلډ اېس لوډر هم د دغه ګام هرکلی کړی او ویلې يې دي، ٫٫‌٫ د دغه مهم ګام٬٬ پورته کولو وروسته فېس بک دا وښودله چې د هولو کاسټ نه انکار د یهودیانو پرضد تعصب یو شکل دی. ٫٫نو ځکه دغه د نفرت نه ډکې وینا کې راځي.٬٬

په امریکا کې د یهودیانو کمېټۍ (امیرېکن جېوش کمیټي) هم دغه شان غبرګون ښودلی، او د دوي مشر ډیوډ هارېس دغه فیصله ٫٫ ژوره او مهمه٬٬ بللې. نوموړي ویلي، ٫٫ د جرمني نازي رژیم لخوا ترسره شوي کار کې نور هیڅ شک وه نه شي، او نه دې د فېس بک په شان لوې پلېټ فارم د یهودو پرضد تعصب کونکو لخوا په تاریخ کې د بدلون لپاره وکارول شي.٬٬

د اندازو تر مخه په هولو کاسټ کې شپږ مېلینه (شپېته لکه) یهودیان وژل شوي وو.

مارک زکربرګ، چې پخپله هم یهودي دی، په کال ۲۰۱۸م کې وروسته د هغې د نیوکو لاندې راغلی وو چې په یوه مرکه کې یې ویلي وو چې د هولوکاسټ انکاري مواد زړه ماتونکی وي، خو هغه نه ګڼي چې دغه دې د فېس بک نه لرې یا ډیلیټ کړل شي.

د فېس بک لخوا دا تازه اعلان د هغه ګامونو لړۍ ده، چې تر مخه یې د نومبر په ۳مه نېټه په امریکا کې د صدارتي انتخاباتو وړاندې د فېس بک نه د درغو، د کرکې او سرغړونکي مواد ډیلیټ یا لرې کیږي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG