لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگالیان نن د پاکستان نه د گټې او خپلواکۍ ورځ نمانځي


نن په بنگله دیش کې د خپلواکۍ او بریا ورځ د شهیدانو او د اذادۍ د مبارزینو په یاد کې په ډیر احترام سره نمان​ځل کیږي. بنگالیان وايي په 16م دسمبر یې د قبضه گر پوځ نه اذادي په زور واخستله، او اوس هر کال دا ورځ د بریا د ورځې په توگه نمانځل کیږي.

په 16م دسمبر کال 1971 کې پاکستانی جنرل امیرعبدالله خان نیازي هندوستاني جنرل جگجیت سنگ اروړه ته په پلټن میدان کې سلامي شو، پاکستان دوه ټوټې شوی او بنگله دېش ترې ځانله جدا ملک جوړ شو.

په واشنگټن کې د وي او ای بنگله څانگې سپین روبی خبریال سرکار کبير الدين وايي هغه ورځ ورته ډېره ښه یاده شي چې د پاکستان جنرل سلامي شو:

"د یو بنگالي په هیڅ دا زما لپاره د خوشحالۍ ورځ وه خو په عیني حال کې ما ليدل چې یو پاکستانی جنرل سلامي کیدلو، دا یو ښه منظر نه وو خو مونږ خوشحاله وو، مو جشن کولو"

سرکار کبیر الدين د جنرل نیازي د سلامي کیدلو په ورځ په پاکستان کې د ریډیو پاکستان او پاکستان ټي وي سره خبریال او د 35 کالو عمر یې وو. او د اذادۍ یو کال ورستو ډهاکې ته لاړولو، هغه وايي:

"زه چې ډهاکې ته لاړم نو شیخ مجيب الرحمان دخوشحالۍ نه په دواړه مخه ښکل کړم"

​سرکار وايي چې هندوستان تقسيمیدلو نو دې په مغربي بنگال کولکته کې وو او د درې کالو په عمر کې د خپل پلار سره ډهاکه ته لاړلو، ډهاکه په هغه ورځو کې د شرقي پاکستان دارلخلافه وه.

بنگالیان وايي په 1947 کې د پاکستان برخه جوړیدل یوه غلطه فیصله او د پاکستان نه بیا اذادي گټل یوه ښه فیصله وه، د کبيرالدين په خیال هر بنگالي اذادي غوښتله:

"مونږ سیاسي او اقتصادي ازادي غوښتله"

رپورټونه وايي د وسني پاکستان مشرانو به د بنگال په وسایلو په لاهور کې سړکونه، او ادارې جوړولی خو بنگالیان یې شاته ساتل، هغو ته یې نه د سیاست حق ورکوو او نه د اقتصادي پرمختگ.

ډېر ورستو د نوي یم په لسیزه کې د پاکستان په ډان ورځپاڼه کې د خپور شوي حمودالرحمان کمیشن د رپورټ ځيني برخو کې ویل شوي وو چې دهغه وخت د نیم پاکستان (بنگال) د پوځ کمانډر او مارشل لايي منتظم جنرل نیازي په خپله د مشرقي پاکستان څخه مغربي پاکستان ته د پان پاڼې په لا قانونه توگه رسولې.

نن پاکستاني مطبوعاتو ددې ورځ په حقله هیڅ خبرونه نه دي خپاره کړي.

د سرکار کبيرالدين سره د ډیوه د خبریال رحمان بونيري مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

سرکار کبيرالدين مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:55 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG