لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور برید کې د وژل شوي شرافت الله زوی وایي دپلار مرګ یې ملا ماته کړه


د شرافت الله په مړینه د هغه څلور لوڼه او دوه زامن یتیمان او یوه ښځه کونډه  شوه اؤ دا مهال نه یوازې دهغه په کور بلکې په ټول چم محلت د ویر څادر خور دی
د شرافت الله په مړینه د هغه څلور لوڼه او دوه زامن یتیمان او یوه ښځه کونډه  شوه اؤ دا مهال نه یوازې دهغه په کور بلکې په ټول چم محلت د ویر څادر خور دی

دمردان د ګړهي کپوره سیمې استوګن 55 کلن پولیس حوالدار شرافت الله هم دپېښور پولیس لاین د اوړمې ورځې چاودنه کې خپل ژوند بایللی دی، دهغه دکورنۍ غړي وایي شرافت الله یې دګټې وټې یوازینۍ ذریعه وه.

د شرافت الله په مړینه د هغه څلور لوڼه او دوه زامن یتیمان او یوه ښځه کونډه شوه اؤ دا مهال نه یوازې دهغه په کور بلکې په ټول چم محلت د ویر څادر خور دی.

دپېښور‌ په چاودنه کې د شراقت الله په ګډون د مردان ضلعې 6 پولیس عسکرو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د شرافت الله مشر زوی وایي، د پلار په مرګ یې ملا ماته شوې ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "پلار به مې سهار ډیوټۍ له تلو او ماښام به بېرته راتلو ،د چاودنی وروسته هغه د جومات د چت لاندې راغلی خو زمونږ یوازینۍ د ګټی وټې ذریعه ختمه شوه ."

د شرافت الله خوری یا دخور زوی شاه خالد ایډوکیټ هم د ماما مرګ له د پنجاب نه راغلی وی او ای ډیوه ته وایي د سلګونو بی ګناه خلکو په وژنه غمژن دی.

دی وایې امنیتي چارواکي په خپله غیر محفوظ دی نو خلکو ته به تحفظ څوک ورکوي.

شاه خالد وایي "نن هغه میندې ، خویندې او مور پلار پوښتنه کوي چې د هغوي د د زړه دټوټو قاتلان څوک دي، په دې ملک کې حکومت شته او بیا واکمن څوک دي؟ "

محمد اقبال د شرافت الله مشر ورور دی، وایي په ځان مرګي حمله کې د بې ګناه خلکو وژنه ظلم دی .

دی وایي پخپله د پولیس محکمې نه ریټایرډ شوی او حیران په دې دی چې څنګه یو تن سره د بارودو د پولیس په مرکز کې جومات ته ننوتلی ځکه چې هغه په خپله څو څو وارې هم ددغه پولیس لاین مرکزي دروازه کې د سیکیورټۍ په وجه ودرول شوی نو بیا څنګه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنی مخه ونه نیول شوه ؟

دګل په ورځ دپېښور پولیس لاین کې په شوې چاودنه کې 101 کسان وژل شوي اؤ تر 200 زیات نور پکې ژوبل شوي دي.

په دې چاودنه کې د زیاترو وژل شوؤ کسانو تعلق دچارسدې ضلعې سره دی خو دمردان هم پکې شپږ پولیس وژل شوي چې دهغوئ دغمرازۍ لپاره ډلې ډلې خلک دهغوئ کورونو ته ور روان دي.

نن په مردان کې پولیسو ددې پېښې پرضد یوه احتجاجي مظاهره هم کړې ده اؤ په دغه مظاهره کې پولیسو دیادې پېښې دبشپړ پلټنو غوښتنه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG