لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماهرین: په سېلابونو کې زرعي زمکو ته د نقصان په سبب پاکستان د خوراک د کمي سره مخامخ کېدلی شي


د اقتصاد ماهر پروفیسر ذلاکت خان وایې په سند، جنوبی پنجاب او خيبر پښتونخوا په میداني علاقو کی زیاتره خوراکی شیان پیدا کیږې او دې د کمي سره د خوراک د کمي ستونزه هم مخې ته راتلی شي
د اقتصاد ماهر پروفیسر ذلاکت خان وایې په سند، جنوبی پنجاب او خيبر پښتونخوا په میداني علاقو کی زیاتره خوراکی شیان پیدا کیږې او دې د کمي سره د خوراک د کمي ستونزه هم مخې ته راتلی شي

په پاکستان کی کرونده ګرو او اقتصاد پوهانو اندېښمني څرګنده کړې چی د سېلابونو له وجې زرعي زمکو او ولاړو فصلونو ته نقصان رسیدلی او راتلونکي وخت کې د زرعي پیداوار د کمېدو خطر هم زیات شوی دی.

اقتصادی پوهان وایي که حکومت د کروندې دپاره ګامونه وانه خيستل نو د قحط په شان حالاتو د پېدا کېدو خطر به هم زیات شي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ مرکزی وزیر احسن اقبال ویلی په پاکستان کی د سېلابونو له وجی 45 فیصد زرعي زمکو او ولاړو فصلونو ته نقصان رسیدلی.

په خیبر پښتونخوا کی هم د سېلابونو له وجی ولاړ فصلونو ته نقصان رسیدلی او د کروندګرو د اتحاد یا د انجمن کاشتکاران صوبایي مشر نعمت شاه روغانی وی او ای ډیوه ته وایی د اکتوبر په میاشت کی د غنمو کرونده شروع کیږی او تر اوسه زرعي زمکې د اوبو ډکی دی یو خوا تیار فصلونه تباه شو او که د غنمو کرونده په وخت ونشي نو دی سره به پیداوار نور هم کم شي.

روغانی وايي " ماسره دا غم دی چی راتلونکی وخت کی د غنمو غټه ستونزه ده خوراکی شیان به هم کم شی او ګران به هم شی او د خوراک نه اوځی هسی هم ګرانی ده او بربادي به نوره هم راشی مونږ یو اړخ ته د پنجاب نه غنم غواړی او د بهر هیوادونو نه هم اخلو بایید چی حکومت ددی دپاره ګامونه واخلی او لاندی محکمی د دی دپاره چمتو کړی."

د پاکستان قامی د افتونو په وخت د کار اداره این ډی ایم ای وایې په پاکستان کې ولاړو 65 فیصد فصلونو ته زیان رسیدلی چی پکی 70 فیصد پومبه شامله ده.

څیړنی وایې په پاکستان کی غنم د خوراک 90 فیصد برخه ده مهمه ذریعه ده او ددی تر څنګ پومبه او وریجی چی د ملک نه بهر په خصوصی توګه چین او افریقایی هیوادونو ته برآمد کیږی د پاکستان برآمداتو ته نقصان رسولي شی.

د اقتصاد ماهر پروفیسر ذلاکت خان وایې په سند، جنوبی پنجاب او خيبر پښتونخوا په میداني علاقو کی زیاتره خوراکی شیان پیدا کیږې او دې د کمي سره د خوراک د کمي ستونزه هم مخې ته راتلی شي.

‌ذلاکت خان وايي "په سند ،جنوبی پنجاب او خيبر پښتونخوا په میداني علاقو کی غنم، وریجی، پومبه،ګنی او سبزیانی پیدا کیږی او دغه زمکی د سیلابی اوبو نه متاثره دی او که دی زمکو ته توجه ورنکړی شی نو د قحط خطری به هم زیاتی شی."

د پاکستان د خزانی وزیر مفتاح اسماعیل وایې په ملکی کچه د سیلابونو له وجی 18.5 اربه ډالره تاوان شوی او فوری توګه 1000 روپو ته اړتیا لری دوی وایې د مرکزی حکومت له خو تر اوسه 70 اربه روپۍ د سېلاب ځپلو د بیا ودانی دپاره جاری کړی شوی او 50 اربه روپۍ به نوری جاری کوی د خزانی وزیر وایې لس لاکه څاروی هم سیلابی اوبو وړلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG