د فرانس د کروندګرو اتحاديه د خارج نه راوړل شوو او ارزان بعیه فصلونو په ځاۍ خپل وطن کې د پیدا کیدونکو فصلونو تحفظ او معاوضه زیاتول غواړي. پیرس کې اکثره کروندګر په ټریکټرو او د زرعاتو لپاره کاریدونکو نورو ګاډو کې ښار ته ورغلي. دوی پلان لري چې د حکومت ژمنو ته د پام ګرځولو لپاره سړکونه وتړي.
د فرانس داخله وزیر جرالډ درمنین ترمخه ښار کې يي د احتجاج کونکو قابو کولو لپاره تر ۱۵ زرو پورې امنیتي عسکر پرځاۍ کړي. داخله وزیر خبرداری ورکړی وو چې د مظاهرې له کبله ښار کې د ټریفک ستونزه هم پیدا کیدلی شي.
د فرانس د کروندکرو احتحاديي ویلي وو دوی به غواړي چې د پایه تخت تمام لوی لارې وتړي او د پیرس ښار بند کړي.
د اتوار په ورځ اقلیمي فعالانو په لوور میوزیم کې د لیونارډو ډا وینچي د لاس جوړ د مونالیزا پینټینګ په شیشه شورا یا سوپ وشېندلو. دوی نعرې کولې چې کوم څه زیات مهم دي، ارټ او که دوامداره او د متوازن خوراک حق؟
واشنګټن (وي او ای) —
1
Forum