لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني کرونده ګرو دکرکېلې څانګه کې د رعایتونو غوښتلو لپاره اسلام اباد کې احتجاج کړی


احتجاج کې شريک د خېبرپښتونخوا د پاکستان کسان اتحاد ویاند لياقت يوسفزئ ډيوه ته وویل د مرکزي حکومت سره د خبرو وروسته یې دا مظاهره په دې حکومتي باور ختمه کړه چې وزیراعظم شهباز شريف به د کسان اتحاد د استازو سره د روانې میاشتې په 28مه نيټه ويني او غوښتنې به یې منل کېږي
احتجاج کې شريک د خېبرپښتونخوا د پاکستان کسان اتحاد ویاند لياقت يوسفزئ ډيوه ته وویل د مرکزي حکومت سره د خبرو وروسته یې دا مظاهره په دې حکومتي باور ختمه کړه چې وزیراعظم شهباز شريف به د کسان اتحاد د استازو سره د روانې میاشتې په 28مه نيټه ويني او غوښتنې به یې منل کېږي

د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د پاکستان دکرونده ګرو د اتحادیې د سیورى لاندې په سوونو کروندګرو احتجاج کړی چې غوښتل یې حکومت دې هغوي ته په بجلۍ، کيمايي سرو او د کرکیلې سره په تړلو شیانو رعاېتونه ورکړي.

دتېر شورو په ورځ د پنجاب او خېبر پښتونخوا څخه راغلي په لسګونو کرونده ګر د اسلام اباد په فاطمه جناح پارک کې راټول شوي وو او د خپلو غوښتنو په حق کې یې وېناوې وکړې.

دپاکستان کسان اتحاد د سیورى لاندې په مظاهره کې شريکو کرونده ګرو خپل احتجاج د کورنیو چارو د مرکزى وزیر رانا ثناالله سره بېګاه ناوخته د خبرو د دريوؤ پړاونو وروسته په دې لوظ ختم کړو چې وزیر اعظم شهباز شريف سره به د اتحاد مشران د ستمبر په 28مه نيټه ويني او خپلې غوښتنې به ورته وړاندې کوي.

کرونده ګرو دا احتجاج په داسې حال کې کړی چې په هېواد کې وروستیو بارانونو او سېلاب د هېواد په دريوؤ کې يوه برخه سخته ځپلې ده او شمېرې ښايي چې سېلابي اوبو نزدې 40 لکه اېکړه د کر مزکه لاندې کړې او په دغو مزکو ولاړ 45 فيصدي فصلونو یې تباه کړي چې له کبله یې نړیوالې ادارې او حکومتي وزيران د قات وېرې څرګندوي.

احتجاج کې شريک د خېبرپښتونخوا د پاکستان کسان اتحاد ویاند لياقت يوسفزئ ډيوه ته وویل تېره شپه د مرکزي حکومت سره د خبرو وروسته یې دا مظاهره په دې حکومتي باور ختمه کړه چې وزیراعظم شهباز شريف به د امریکا څخه په ستنېدو د کسان اتحاد د استازو سره د روانې میاشتې په 28مه نيټه ويني او غوښتنې به یې منل کېږي.

لياقت يوسفزئ ډيوه ته د خپلو غوښتنو په اړه وویل کله چې په خېبر پښتونخوا کې د ګني، تماکو او جوارو حاصلات تېار شي نو کروندګرو ته بيا د هغې مناسبه بیه نه ورکړل کېږي.

نوموړی وايي د خېبرپښتونخوا د کروندګرو بله مهمه غوښتنه دا ده چې حکومت دې ګوړه او چيني په يوه زمره کې نه اچوي. دا دواړه په يوه زمره کې شامل کړی شوی دی نو څنگه چې د چينو په برامد بندېز دی نو هم داسې د ګوړې په درامد ورسره هم بندېز لګيدلی چې له امله یې زميندار نقصان مومي.

د پاکستان د پنجاب ،خېبرپښتونخوا او نورو سيمو څخه اسلام اباد ته راغلو کروندګرو په داسې حال کې احتجاج کړی چې ورستيو بارانونو او سېلاب د هېواد د کروندې نزدې 40 لکه اېکړه مزکه لاندې کړې او شميرې وايي چې په دغو مزکو ولاړ 45 فيصدي فصلونه تباه شوي دي.

د اسلام اباد په فاطمه جناح پارک کې راټولو شوؤ کسانانو کې د پنجاب د منډي بهاوالدين څخه راغلي زميندار شاهد محمود تارړ ډيوه ته ویلي چي 100 اېکړه مزکه باندې کر کرونده کوي خو نوموړي وویل په کرکيله د زياتو مصرفونو له کبله اوس دا څانګه د ګټې کور نه دی پاتې.

دی وايي" زميداري دا وخت د بد حال سره مخ ده، مونږ ته نه خو په ارزان نرخ بجلي، نه سرې او نه ډيزل ترلاسه کېږي"

دې وايي د ټيوب لپاره تېل اخستل هم د دوي د وس څخه بهر شوي دي.

دې مظاهره کې ګډون کوونکي احمد جان په صوابۍ ضلعه کې په اجاره د کر مزکه نيولې ده خو مخکې ږلې او اوس سېلاب دده د تماکو تېار فصل خراب کړی دی.

دی وايي د خېبرپښتونخوا حکومت کروندګرو ته د هغوي د تباه شوو فصلونو تاوان ورکوي خو شرط دا دی چې د تاوان رقم به يوازې د مزکې مالک ته ورکړل کېږي.

هغه وايي" زه مالک ته اجاره ورکوم، مالک د تېر او اوسني کال اجاره پوره اخستې ده، حق دا دی چې فصل زما خراب شوی، څاروي زما مړه او کورونه مو سېلاب کې تباه شوي دي او باید چې دا تاوان د مالک پرځاې ماته ترلاسه شي. زه به مالک چرته ګورم هغه خو به اسلام اباد او یا امریکا کې اوسېږي"

له دې مياشت مخکې هم په پنجاب او خېبر پښتونخوا کې په لويې شمیره کې کرونده ګرو د بجلۍ دمخ په سېوا کېدونکو بلونو خلاف هم اوږد احتجاج کړی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG