لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېسو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي په اړه اېف ای ټي اېف د پاکستان د ګامونو جاج اخلي


د اېف اي ټي اېف غونډه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز هم د مني لانډرنګ د تورونو په تړاو د مقدمو سره مخامخ دي خو څېړونکي وايي دا مقدمې به د اېف اې ټي اېف په پرېکړه کوم اثر نه وغورځوي
د اېف اي ټي اېف غونډه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز هم د مني لانډرنګ د تورونو په تړاو د مقدمو سره مخامخ دي خو څېړونکي وايي دا مقدمې به د اېف اې ټي اېف په پرېکړه کوم اثر نه وغورځوي

د جرمني سرښار برلن کې د ترهګرو د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف غونډه کې د پاکستان د ګامونو جاج اخیستل کیږي.

د اېف اي ټي اېف غونډه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز هم د مني لانډرنګ د تورونو په تړاو د مقدمو سره مخامخ دي خو څېړونکي وايي دا مقدمې به د اېف اې ټي اېف په پرېکړه کوم اثر نه وغورځوي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي په وزير اعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلا وزیر حمزه شهباز هم د مني لانډرنګ کېسونه روان دي او منى لانډرنګ هم د اېف اې ټي اېف په داېره کې راځي ولې پدغو قضيو کې د ترهګرو د مالي مرستو خبره نشته.

هغه واي فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د دغو قضيو چرته ېادونه نه ده کړې ولې دا په ګوته کوي چې د پاکستان په بېنکارى نظام کې دا قسمه مشکوک ټرانزکشنز کېدې شي.

پاکستان د کال 2018 راهیسې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شامل دې او سږ کال د مارچ په میاشت کې اېف اې ټي اېف د ترهګرو د مالي سرچينو وچولو او د مني لانډرنګ د مخنیوي په لړ کې د پاکستان د اقداماتو ستاېنه کړې وه خو ورسره ې دا ټينګار هم کړې و چې پاکستان دې د منى لانډرنګ په جرم کې د ککړو تنانو لپاره سزاګانې سېوا کړي.

پاکستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اکنامکس څېړنکار شاهد محمود ډيوه ته وايي اېف ټى اېف د پاکستان دننه سياسي مقدماتو ته پاملرنه نه کوي او هغوي پوهېږي چې دا رنګې قضيې سياسي بڼې لري.

خو د اقتصادي چارو بل کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه ته وايي اېف اې ټي اېف پدې ښه خبر دې چې په پاکستان کې ځینې سياستمداران د پېسو په غېر قانوني ترسيل ېا مني لانډرنګ کې ککړ دي.

نوموړې وايي په کومه ورځ چې شهباز شريف د وزيراعظمې څوګند پورته کوو نو هم هغه وخت په نوموړي باندې د لاهور په يو عدالت کې د مني لانډرنګ په تړاو فرد جرم لګول کېدو او داسې د نړې په يو هيواد کې هم نه دي شوې. اېف اې ټي اېف هم دې اړخ ته ګوته نه نيسي.

د څېړنيزې ادارې تبادلب په رپورټ کې ويلي شوي چې د کال 2008 او 2019 دوران د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې د پاتې کېدو لکبله د پاکستان اقتصاد ته د 38 بيلېنه ډالرو نقصان رسېدلې دې. او دا څرګندوي چې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ فهرست کې شاملېدل هم ځينې اقتصادي اغېزې لري.

څېړونکي وايي که څه هم په خړ فهرست کې شاملېدل د بندېزنو سبب نه ګرځي خو دا نړیوال مالياتي او بېنکى نظام ته د انتهايي خطر د ټرانزکشنز اشاره ورکوي.

ښاغلې شاهد محمود وايي په خړ فهرست کې د شامل پاتې کېدو هم ځينې نقصانات وي.

هغه وايي دا په نړيوال کچ د پېسو په ترسيل ځنې محدوديتونه لګوي خو خړ فهرست په بنيادي توګه يو خبردارې ورکوي.
ولې ډاکټر سلمان شاه وايي خړ فهرست کې د شاملېدو زيات بد اثرات نه وي.

دې وايي د خړ فهرست په نسبت سپين نوملړ ته د تلو لږه ډېره فاېده وي، دې سره په نړيوال کچ د پېسو په ترسيل لګښت کم راځي او د هېواد د بېنکي نظام نړیواله څارنه هم ورسره کمېږي.

په عېن حال کې د پاکستان د دفاعي چارو مرکزي وزیر خواجه آصف د زيارت په ورځ اسلام اباد کې د خبري کانفرنس په مهال د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د روانې غونډې په اړه د څه وېلو نه ډډه کړې او دا ې د هېواد لپاره نازکه ستونزه بللې البته وېلې دي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د هېواد نوم زر تر زره د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د خړ فهرست نه وباسل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG