لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په قبايلي ضلعو کې روان کال د صوبايي اسمبلۍ لپاره د ټاکنو پابند دي: الېکشن کمېشن


د پاکستان د ټاکنو کمېشن وايي د ائین ترمخه دوي پابند دي چې روان کال به په قبايلي ضلعو کې د صوبايی اسمبلۍ ټاکنې ترسره کوي.

د ټاکنو د کمېشن د پېښور دفتر ویاند سهیل خان وایي: " په قبايلي ضلعو کې د ټاکنو لپاره ائین کې د ورکړې شوې موده کې به ېی اداره ضرور ټاکنې کوي"

تېر کال د فاټا په خېبر پښتونخواکې د ورگډولو لپاره د پارلمان د قانون پاس کولو په وخت په ائین کې لیکلی شوي دي چې مرکزي حکومت به په یوکال کې دننه په قبائلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې کوي.

د باجوړ قبائلي ضلعې نه د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی شهاب الدین خان سلارزۍ وايي چې دغه قانون د تېرحکومت د ختمېدو نه څو ورځې وړاندې د مئی په میاشت کې پاس شوې وو چې په جون کې به ېی یوکال پوره شي.

شهاب الدین خان د ډیوه په پروگرام کې پوښتنه راپورته کړه چې حکومت تر اوسه په قبائلي ضلعو کې نه خوعدالتونه په ځای کړي دي او نه ېی د پولیس نظام په پوره توگه په ځای کړی دی. نو بیا څنگه ممکن ده چې حکومت به په مقرره ائیني موده کې د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې ترسره کړي.

د ټاکنو د کمېشن پېښور دفتر ویاند سهېل خان وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې ادارې ېی په قبائلي ضلعو کې د ووټونو رجسټرېشن سرته رسولی دی او نزدې ٢٥ لاکه خلکو خپل ووټو جوړ کړي دي چې تفصیلات به ېی ډېر زر اولس ته ورښکاره کړی شي.

ویاند زیاته کړه په قبائلي ضلعو کې به د ١٦ صوبايي اسمبلو په چاوکو ټاکنې کېږي او د حلقو بندو پوره تفصیل به د مارچ په څلورمه نېټه ښکاره کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG