لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېنټ په راتلونکې غونډه کې د قبایلي ضلعو صوبايی څوکیو زیاتولو په قانون د بحث امکان دی


د پاکستان خیبرپښتونخوا سره شامل کړل شوو قبایلي ضلعو پارلیماني غړو ویلي، طمع لري د قبایلي ضلعو لپاره په صوبايي اسمبلۍ کې د سیټونو یا څوکیو زیاتولو مجوزه قانون به د روانې میاشتې په ۱۰ نېټه د سېنټپه راتلونکې غونډه کې وړاندې کولی شي.

د ۲۶م ایینې ترمیمي بل لاندې د قبایلي ضلعو د قامي اسمبلۍ څوکۍ د شپږو نه نهو او د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د قبایلي سیمو لپاره څوکۍ د ۱۶ نه ۲۴ ته زیاتولو تجویز ورکړل شوی.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ او د مومندو نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند په شریکه وړاندې کړی. ۲۶م ایینې ترمیمي بل قامي اسمبلۍ د می میاشتې په ۸ نېټه منظور کړی.

د مومند قبایلي ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړي ساجد مومند ډیوه ته ویلي د سېنټ چیرمین محمد صادق سنجراني د کرمې سیمې سره تعلق لرونکې سېنټر ساجد طوري او د قامي اسمبلۍ غړي منیر اورکزۍ سره شوي ملاقات کې ژمنه کړې چې د قبایلي ضلعو صوبايي څوکیو زیاتولو بل به د جون په ۱۰ نېټه د سېنټرابلل شوې غونډې په ایجنډه کې شامل وي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي سېنټ ر عثمان کاکړ وي او ای ډیوه ته ویلي هغه شک کوي چې د قبایلي ضلعو صوباي څوکیو زیاتولو بل باندې به د سېنټپه راتلونکې غونډه کې بحث وشي.

نوموړي ویلي د قامي اسمبلۍ لخوا ددغه مجوزه قانون د منظورۍ دوه ورځې وروستو او په ۳۱م می د سېنټ په رابلل شوو غونډو کې د دغه بل په منظورولو بحث نه دی شوی.

عثمان کاکړ تور ولګوو د پاکستان اسټیبلشمنټ د خیبرپښتونخوا په نوو ضلعو کې څوکۍ زیاتول نه غواړي. نوموړي وویل په قبایلي ضلعو کې ددې له وجې په سر شمېرنه کې خلک کم شمارل شوي چې د دغه سیمې خلکو ته په پارلیمان او صوبايي اسمبلۍ کې خپله پوره نمایندګي ورنه کړی شي.

د پاکستان د انتخاباتو قامي کمیشن د خیبر پښتونخوا صوباي اسمبلۍ ۱۲ څوکیو ټاکنو لپاره د جولايي میاشتې دویمه نېټه اعلان کړې.

د قانون او انصاف مرکزې وزیر فروغ نسېم څو ورځې وړاندې ویلي وو که چرته په قامی او صوبايي اسمبلو کې د سیټونو زېاتوولو دپاره دستوري بدلون وخت اخلي نو په قبایلي ضلعو کې اعلان شوي انتخابات ځنډول کېدی هم شي.

په اسمبلو کې د قبایلي ضلعو د چوکو زیاتوولو قانوني مسوده وړاندې کوونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم د انتخاباتو د ځنډول کېدو په حقله د حکومتې وزېر د دریځ حمایت کوي.

د قبایلي ضلعو په خېبر پښتونخواه کښې د ورګډوولو لپاره شوي دستوري بدلون لاندې د قبایلي ضلعو سیټونه د دولس په ځای شپږ مقر کړی شوې وې خو د نوي مجوزه قانون لاندې د غه چوکۍ نهه ته د رسولو تجویز ورکړی شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG