لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا سېکرټرېټ :په قبايلي سيمو کې د 500 نه زيات سکولونه اوس هم وران پراته دي


په فاټا سېکرټرېټ کې د تعليم د څانګې مشر هاشم علي افريدي وي او ای ډيوه ته ويلي، د پاکستان په قبايلي سيمو کې ۱۵۰۰ نه زيات سکولونه په ترهګرۍ کې پوره تباه شوي يا ورته په جزوي توګه زيان رسېدلی، خو حکومت پکې تر اوسه ۹۲۰ سکولونه بيا جوړ کړي دي او د پينځه سوه نه زيات سکولونو باندې لا کار هم نه دی پېل شوی.

د وي او ای ډيوه سره په مرکه کې نوموړي هاشم علي ويلي، ترهګرۍ تر ټولو زيات سکولونه په مومندو، باجوړ او کرمه کې ځپلي، خو زياتوي په راتلونکي کال کې به حکومت نور ۱۰۰ سکولونه آباد کړي او د نړيوالو مرستندويه ادارو په کومک به دغه باقي پاتې سکولونه هم ډېر زر برابر کړي.

په پاکستان کې د حکومتي شمېرو تر مخه په روانه ترهګرۍ کې د ۷۰۰۰۰ نه زيات خلک وژل شوي، چې اکثريت يې د پښتنو په سيمو کې دی، ددې ترڅنګ هم د پښتنو په خاوره سوات او قبايلي سيمو کې ترهګرو په سوونو سکولونه په بمونو الوځولي چې حکومت پکې ډېر سکولونه بيا رغولي دي، خو ځنې سيمو کې لا اوس هم سکولونه وران پراته دي چې له امله يې په زرګونو ماشومان له سکولونو نه بهر دي.

پښتانه پوهان وايي ترهګرو د پښتنو دود دستور او حجره جومات په هدف کړي او په سکولونو او يونيورسټيو ترهګر بريدونو سره غواړي چې د پښتنو راتلونکی نسل د تعليم له رڼا نه لرې اوساتي.

د رپوټونو ترمخه په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅانو په سيمو کې د تعليم وضعه تر ټولو خرابه ده او هم د پښتنو په سيمو کې په سکولونو او يونيورسټيو ترهګر بريدونه هم کيږي او تعليمي ادارې هم په بمونو الوځول کيږي خو حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی.

د قبايلي سيمو وګړي وخت په وخت د وي او ای ډيوه په پروګرامونو کې په حکومت ټکونه کوي چې د قبايلي سيمو د تعليم او ترقۍ لپاره نړيوالو مرستندويه ادارو دومره فنډونه ورکړي چې ټوله سيمه پرې ګل ګلزار کېدی شوه خو حکومت پکې تر اوسه په پوره ډول وران شوي سکولونه هم نه دي جوړ کړي.

د تعليم مبارزين په حکومت نيوکې کوي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د تعليم رڼا تر ټولو کاميابه وسله ده خو حکومت د ترهګرۍ نه ځپل شوو سيمو کې د تعليم ودې ته پاملرنه نه کوي چرته چې په هنګامي بنيادونو د سکولونو او کالجونو جوړول او د تعليم رڼا خپرول پکار دي.

د حکومتي شمېرو تر مخه په پاکستان کې تر ۲۲ میلینه زیات ماشومان له سکولونو بهر دي او په قبایلي سیمو کې ۷ لکه ماشومان له تعلیمه محرومه دي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG