لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبایلي ضلعو په انتخاباتو کې په لومړي ځل ښځې هم برخه اخلي


په خېبر پښتونخوا صوبه کی ورگډ کړل شوو قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ د څوکیو لپاره دجولايي میاشتې په ۲۰مه نېټه کیدونکي انتخابات د ځايي خلکو لپاره تر ټولو مهم بلل کیږي.

په خېبر پښتونخواکې شاملې شوې دغه سيمې د پاکستان د نورو برخو په پرتله ډېرې وروسته پاتې دي او په دغه سیمه نظر لرونکي څيړونکي وايي، ټاکل شوي انتخابات د قبایلي ضلعو اوسيدونکو لپاره يو تاريخي عمل دې.

په قبایلي ضلعو کې په لومړي وار کیدونکي دغه صوبایی انتخاباتو کې د سړو تر څنګ ګنړ شمېر ښځې کانديدانې هم په عامو يا ځانګړو سيټونو یا څوکیو انتخاباتو ته د بېلا بیلو سياسي گوندونو لخوا برخه اخلي.

پېښور ښار ته نژدې د خېبر ضلعې نه د عوامي نېشنل گوند لخوا د عمومي څوکۍ کاندیدې ناهيد افريدی او د پاکستان واکمن گوند تحریک انصاف لخوا په ريزرو (ځانګړي) څوکۍ نومول شوې کانديده نايله الطاف د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت د قبایلي سیمو د ښځو او جینکو لپاره پدغه سياسي عمل کی د برخې اخستو په اهميت خپل نظرونهشریک کړی.

ناهید افریدي او ناېله الطاف دواڼه ګڼي، که د قبایلي سیمو خلک د ٧٠ کالو راهسې په دغه سیمه کېروانو حالاتو کې بدلون غواړي نو ښځې بايد ځانونه راويخ کړي او په دغه سياسي عمل کې خامخا برخه واخلي.

د وي او ای ډیوه د میرمنو غږ خپرونه کې د بحث په وخت ناهيد افريدی ویلي، د جمرود پريس کلب نه يې په رسمي توگهخپل سياسي کمپاين اعلان کړي. میرمن ناهید زياتوي چې گوند يي د پاکستان د نورو سياسي گوندونونه په پرتله هغې ته جنرل سيټ په انتخاباتو کې د برخه اخستو موقع ورکړې. ناهید افریدي دغه ګام د عوامي نېشنل ګوند لخوا ښځو کاندیدانو ته د سړو په رنګ پوره حق ورکول او د ګوند روشن فکري ګڼي.

ناهيد افريډی وايي: ٫٫ دا ډيره مهمه ده چې ښځې د قبایلي ضلعو په دې تاريخي انتخاباتو کې برخه واخلي چې په قانون سازۍ کې د دوي غږ شامل وي.٬٬ ناهید افریدي وايي که چرې ښځې داسې ونه کړي نو د دوي ستونزې او مسلې به کله هم هوارې نه شي. د هغې په وینا په قامي او صوبايي اسمبلیو کې سړو او ښځو ته یو شان د نمايندگۍ حق ورکول پکار دي.

د انتخاباتو وړاندې د خپل کمپاېن په اړه ناهید افریدي زیاته کړې، هڅه کوي چې د سېمې ښځو ته ځان ورسوي او هغوي په دې پوهه کړي چې په انتخاباتو کې د ښځو رايې ورکولو یا ووټ اچولو پحقله د دوي بيداري څنگه په راتلونکې کې د دوی د صحت، تعليم، روزگار او د بشري حقونو مسلې هوارولی شي. ناهید افریدي زیاته کړې چې په دغه سېمو کې د ښځو ابادي زیاته ده او که دوي خپله رايې ورنکړي، یا په سمه طریقه خپل ووټ ور نه کړي نو دغه عمل به نيمگړی وي.

په خېبر پښتونخوا او مرکز کې واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا په ځانګړې یا ریزرو څوکۍ ټاکل شوې نايله الطاف بیا وايي په راروانو انتخاباتو کې باېد د سېمې زنانه راوړاندې شي.

نايله الطاف ویلي په قبایلي سیمو کې د زنانو د بشري حقونو لپاره د کار یا مبارزې په سر ورته تحریک انصاف ګوند دغه ځانګړې څوکۍ وړاندې کړې او د خپلو خلکو د خدمت لپاره يې دغه وړاندیز منلی دی.

د دغه څوکۍ د دفاع کولو په وخت نایله الطاف زیاتوي چې په عامو څوکیو یا جنرل سېټونو عامې او بې وسه ښځې نه شي کولی چې د شته مندو کورنیو د سړو غړو کاندیدانو په رنګ مصرف وکړي، نو ځکه په ځانګړې څوکې یوه ښځه کولی شي د خپلو سیمو د زنانو او جینکو غږ پورته کړي او خدمت يې وکړي.

په پاکستان کې د ریزرو یا ځانګړي څوکیو باندې منتخب شوو کاندیدانو باندې زیاتره دا نیوکه کیږي چې دوي نه خو په قانون سازۍ کې څه برخه لري او نه هم په پرمختیايي پروژو کې دوي ته هغه شان برخه ورکړل کیږي. د دوي کار یواځې د خپل سیاسي ګوند په خوښه ښه یا نه کول وي. د دغې پوښتنې په ځواب کې نایله الطاف وویل، دوي د وړاندې نه د خپل علاقې د خلکو د ستونزو نه خبر دي او د دغه ستونزو د حل لپاره کار کول او د خپلو خلکو غږ جوړیدل د دوي لوې مقصد دی.

نایله الطاف دا خبره مني چې په قبایلي ضلعو کې څښکلو پاکو اوبو، د علاج او صحت بنیادي سهولتونو کموالی، د سکولونو نشتوالی او یو شمیر نور هغه بنیادي ضرورتونه دي چې ځايي خلک يې نه لري.

د دغه انتخاباتو وړاندې د قبایلي سیمو زنانو او جینکو ته په خپل پېغام کې ناهید افریدي ویلي دا لویه موقع ده باید ښځې دا موقع د لاسه ور نه کړي. ٫٫ ووټ قامي امانت دی، دا امانت د خلکو په دولت او مالدارۍ چا له مه ورکوۍ. که د انتخاباتو په ورځ تاسو سمه فیصله وه نه کړه نو ستاسو راتلونکي نسلونه به تاسو کله هم معاف نه کړي. ٬٬

نایله الطاف په خپل پېغام کې بیا په ښځو غږ کړی چې نه یواځې خپل ووټ سمو کاندیدانو ته ورکړي د ووټ کارول دي هم په سمه طریقه وکړي. ٫٫ داسې خلک وټاکۍ چې تاسو له ستاسو د حقونو غوښتنه کولی شي. ستاسو حقونه ترلاسه کړي او تاسو د نور هیواد د خلکو سره سم ژوند وکړی شئ.٬٬

د پاکستان په قبایلي ضلعو کې کیدونکي دغه ټولټاکنې لومړی د جولايي میاشتې په دویمه نېټه ټاکل شوې وې خو بیا د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت لخوا د پاکستان انتخابي کمیشن نه خواست وشو چې دغه انتخابات تر ٢٠مې نيټې پورې وځنډول شي. د دغه انتخاباتولپاره که یو خوا الیکشن کمېشن تیارۍ نیولي کاندیدانو هم خپل انتخابي کمپاېنونه تند کړي او هڅه کوي چې ځان ځايي خلکو ته ورسوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG