لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې د نیمې نه سېوا پولنګ سټېشنې حساسه ګرځول شوي


اشفاق مومند

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د جولايي په ۲۰مه کیدونکي صوبايي انتخابونو کې د ټولو ضلعو په ۱۸۹۷ پولنګ سټېشنو کې ۵۵۴ انتخابي سټېشنې د امنیت لکبله ډېرې حساسه او ۴۶۱ حساسه ګرځولي دي. بلخوا حکومت مخالفه سیاسي ګوندونو د قبایلي ضلعو په دغه انتخاباتو کې د پوځ په ګمارلو نیوکې کړي او یو وارې بیا يې د الېکشن کمېشن نه يې د دغه فیصلې بیرته اخستو غوښتنه کړې.

د خېبرپښتونخوا د انتخاباتو د کمېشن ویاند سهیل احمد وي او ای ډیوه ته ویلي د قبایلي ضلعو په ټولو ۱۸۹۷ پولینګ سټیشنو کې ۵۵۴ انتهايي حساسه او ۴۶۱ حساسه ګرځول شوي دي.د نوموړي په وینا یواځې د شمالي وزیرستان ضلعې په ۱۷۶ پولینګ سټیشنو کې ۷۶ او سویلي وزیرستان کې ۹۶ پولینګ سټیشنې انتهايي حساسه ګرځول شوي دي.

د الېکشن کمېشن چارواکو وي او ای ډیوته ته ویلي په قبایلي ضلعو کې په لومړي ځل کیدونکې دغه انتخاباتو لپاره تیارۍ سر ته رسول شوې او د انتخاباتي کاندیدانو کمپاېنونه هم روان دي.

مخالفه سیاسي ګوندونه په انتخابي عمل کې د پوځ په رول ټکونه کوي او تیر کال ترسره شوي انتخاباتو کې د پوځ په مداخلت یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو په ښکاره نیوکې او ټکونه کړي.

د روانې مېاشتې په لومړۍ نېټه د پاکستان د انتخاباتو کمېشن لخوا په یو بیان کې وېل شوي وو چې د دغه انتخاباتو پر مهال به په ټولو انتخابي مرکزونو یا پولنګ سټېشنو پوځ پرځاې وي.

د انتخابي کمېشن ترمخه پوځي عمله به د جولايي ۱۸مې نه تر ۲۱مې پورې په انتخابي عمل کې د الېکشن کمېشن د عملې سره د مرستو او خوندي توب لپاره په پولنګ سټېشنوپرځاې وي.

د انتخاباتو کمېشن لخوا خپرې شوې اعلامیه کې وړاندې وېل شوي چې د انتخابي عمل سرته رسیدو ورستو به پوځي عمله د ووټونو د شمیرنې په عمل کې د ریټرننګ افسرانو سره د نتیجو اعلانیدو پورې ولاړ وي.

د انتخابي کمېشن د دغه بیان ترمخه د قبایلي ضلعو د دغه انتخاباتو لپاره پرچو(بېلېټ پېپرو) چهپايي، تقسیمول، راغونډول او بیا د دغو خوندي کولبه هم د پوځ په نګرانۍ کې کیږي.

د انتخاباتو د کمېشن د دغه اعلان وروسته د پاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو او د مدني ټولنې فعالینو لخوا د احتجاجونو او شکایتونو ورستو کمیشن د جولايي په ۹مه نېټه د چیف الېکشن کمشنر جسټس سردار رضا خان په مشرۍ کې فیصله وشوه چې د یواځې په هغه پولنګ سټېشنو دننه به پوځ پرځاې کوي کومې چې د امنیتي خطرو لکبله ډیرې حساسې (انتهايي حساسې) ګرځول شوي.

په دغه غونډه کې بیا پوځ ته د سپارل شوو نورو ذمه وارو کوم تفصیل نه دې ورکړی شوی. د پاکستان انتخابي کمېشن مشر د قبایلي ضلعو په ټولو پولنګ سټیشنو یا د راې ورکولو په مرکزونو د څارنې لپاره د کېمرو لګولو امر هم کړی دی.

په خېبر پښتونخوا کې ورګډو شوو دغه قبایلي ضلعو کې کیدونکي دغه انتخابات د جولايي په دویمه نېټه ټاکل شوي وو خو تیره میاشت (جون ۱۲مه) د انتخاباتو د کمېشن په غونډه کې د امنیتي اندېښنو او انتظامي ستونزو لکبله د صوبايي حکومت او امنیتي چارواکو په غوښتنه دغه انتخابات د روانې میاشتې ۲۰مې پورې وځنډول شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG