لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په فاټا کښې تباه شوو ٨٠٠٠٠ ؤ کورونو کښې زیاتره وران پراته دي


 د منځنۍ کرمې اوسیدونکو په پېښور کې د حکومت خلاف خپل احتجاج وځنډولو
د منځنۍ کرمې اوسیدونکو په پېښور کې د حکومت خلاف خپل احتجاج وځنډولو

د پاکستان د قبائلي سیمې کرم ایجنسۍ احتجاج کونکو ويلي دي یوزاې په منځنۍ کرمه کښې طالبانواو پوځ په تېرو لسو کلنو کښې ددوی تر ٣٠٠٠ ؤ نه زیات کورونه تباه کړي دي.

د ملگرو ملتونو د انساني مرستو ادارې، اوچا، شمېرې ښايي " په ټوله کرمه ایجنسۍ کښې تر کال ٢٠١٧ پورې ٣٥٦۴ کورونه تباه شوي دي."

دغه رپورټ وايي چې د ړنگ شوو کورونو سروی روانه ده او ممکنه ده چې دا شمېره نوره هم زیاته شي.

د کرمې اوسیدونکي وايي حکومت ورسره د کورونو بیا ودانونو دپاره لوظونه کړې خو وو خو پوره کړې یې نه دي. په دې کړې د منځنۍ کرمې خلکو په پېښور کې احتجاج پیل کړی و چې اوس ختم کړی شوی دی.

د کال ٢٠١٧ م د اپرېل په میاشت کښې د پاکستان د سرحدي چارو وزیرعبدالقادر بلوڅ قامي اسمبلۍ ته د ترهگرۍ او پوځي عملیاتو څخه د شوي تباهی د رپورټ وړاندې کولو په وخت وویل په ټوله قبائلي سیمه کښې د ٨٠٠٠٠ ؤ نه زیات کورونه تباه شوي دي. هغه زیاته کړه تر هغه وخت پورې یواځې ٢٢۴٧١ خلکو ته د وران شوو کورونو تاوان ورکړې شوې دې.

د اوچا د ستاويزاتو ترمخه ترټولو زیاته تباهي په سوېلي وزیرستان کښې شوې ده چرته چې ١٨٥٨٧ کورونه وران شوي دي.

رپورټ وايي په خېبر ایجنسۍ کښې ٦١٨٥ او په اورکزۍ کښې ٥١٩٩ کورونه تباه شوي دي. اوچا وايي په بیلا بیلو سیموکښې د ړنگ شوو کورونو سروی اوس هم دوام لري.

د ملگرو ملتونو د ادارې په دغه شمېرو کښې د باجوړاو مومندو ایجنسو د کورونو د تباهۍ ذکر نیشته چرته چې پاکستاني طالبانو پاخه مرکزونه لرل او په لویه کچه یې سیمه قبضه کړې وه.

د پاکستاني چارواکو له قوله طالبانو د جنگ په وخت ابادۍ نېولې وې. ددغې سیمو د ازادولو لپاره د پاکستان پوځ په طالبانو د توپواو ټېنکونو نه علاوه په لویه کچه د جنگي الوتکو بمبارونه هم کړي وو. او وسلوال یې په ابادو کښې دننه په هدف کړي وو.

د منځنۍ کرمې سیمې د خدمت خلک کمېټۍ یو مشرعرفان الله چې د خپلو غوښتنو په اړه د احتجاج لپاره د نورو سلگونو کرمه والوسره پېښور ته ورغلې وو وي او اې ډیوه ته وویل "د طالبانو او بیا د پوځ لخوا د عملیاتو په وخت په کال ٢٠٠٨ او کال ٢٠١٣ کښې د منځنۍ کرمې ایجنسی نه د ١٨٠٠٠ نه زیاتۍ کورنۍ نورو سیمو ته په کډو کولو مجبوره کړې شوې وې."

د قبائلي سیمو لپاره د قدرتي افتونو انتظام ادارې فاټا ډیزاسټرمنېجمنټ اتهارټی ترمخه د ترهگرۍ او جنگونو له امله د ټولې کرمې ایجنسۍ نه په تېرو کلنو کښې د ٣٣٠٠٠ نه زیاتې کورنۍ بې کوره شوي دي.

د کرمې ځپلې شوې احتجاج کونکې عرفان الله وايي چې حکومت چې د ځپلو شوو کورنېو د بیا واپسۍ لپاره د هرې یوې کورنی په سر د ٢٥٠٠٠ روپو ورکولو کوم پېکېج اعلان کړې وو په هغې یې تر اوسه عمل نه دې کړې.

دې وايي حکومت تراوسه نزدې ۴٠٠٠ زرو کونېو ته یوازې درې درې زره روپۍ ورکړي دي او نور ځپل شوي خلک کله د پولیټیکل ایجنټ او کله د فاټا سېکرټریټ د دفترونو چکرې وهي خو کارونه یې نه کېږي.

د منځنۍ کرمې د څلورو قامونو پاړه چمکني، مسوزئۍ ، علي شېرزئۍ او زئۍ مشت قبیلو د اتوار د ورځې نه تر نهې یا سه شنبې پورې د سیمې د کورنو ړنگېدلو د معاوضو نه مېلاوېدلو، د بیا په ځای کولو مالي امداد بندولو او د پرمختیا د کارونو ترڅنگ د نورو یوشمېر غوښتنو لپاره پېښور کښې د پرېس کلب په وړاندې احتجاجي ناسته کړې وه.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG