لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

له باجوړه تر وزیرستانه – د معدنیاتو زیرمې د پېسو ممکنه خزانه

د پښتونخوا حکومت په معدنیاتو د ملکيت قانون پخوانۍ فاټا ته ورغځولی خو د مخالفو گوندونو سره ویره ده چې دې گام سره به د سېمې جگړه ځپلی او په معاشي توگه بې وزله اولس د بیلینو ډالرو د معدنیاتو د ممکنه برخې نه محرومه شي.

تیره اونۍ د صوبې د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجدعلي خان ويلي وو په قبايلي ضلعو کې یې د اولس د غوښتنو مطابق معدنياتو ته قانوني حيثيت ورکړی دی. فاټا قبايلي علاقې په 31می کال 2018 کې د پښتونخوا صوبې سره یو ځای کړی شوې وې.

هسې خو د پاکستان په نورو صوبو کې هم ځای په ځای گڼ شمیر معدنیات دي خو څېړونکي واي د پښتونخوا د معدنیاتو مرکز د شمالي وزیرستانه تر چتراله په سیمه کې دی.

کارپوهان وايي د فاټا په گډون د پښتونخوا د ټولې 147،000 مربع کلومیټره سينې لاندې د معدنیاتو په شکل کې د بیلینونو ډالرو خزانې پټې دي.

د معدنیاتو د زخیرو ماهران په خپلو رپورټونو کې لیکي که چري په جدیدو ساینسي طریقو د زمکې څخه معدنیات راوښکل شي نو په یوڅو لسیزو کې د هېواد اقتصادي بې وزلي په شتمنۍ کې بدلېدی شي.

په پخوانۍ قبایلي سیمه کې خزانې چرته او څومره دي؟

په امریکه کې میشت پښتون جیالوجسټ ډاکټر عاصم یوسفزي په خپل کتاب افغانستان: فرام کولډ وار ټو گولډ وار​ (Afghanistan: From Cold War to Gold War​) کې د سیمې معدنیاتو مرکزونه او مقدارونه ښودلي دي.

ډاکټر عاصم یوسفزی
ډاکټر عاصم یوسفزی

هغه وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل په پخوانۍ فاټا کې لس زره میلینه ټنه ماربل، پینځه میلینه ټنه میگينيز ، لس میلینه ټنه کرومایټ، 81 میلینه ټنه کوله، د 35 څخه 55 میلینه ټنه کاپر تانبه ، 6 میلینه ټنه پوست کاڼی ، 200 میلینه ټنه جپسم، 5 میلینه ټنه کوارټز او د 100 میلینو ټنو څخه زیات گرینایټ دي.

د شینکۍ میرم شاه د کاپر پاسنی مخ
د شینکۍ میرم شاه د کاپر پاسنی مخ

وي او ای ډیوه چې د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو د وزير ډاکټر امجد څخه ددې معدنیاتو د مقدار په حقله تپوس اوکړو نو هغه اوویل دا معدنیات په وافر مقدار کې دي.

خو د فاټا ډیویلپمینټ اتهارټي ادارې د معدنیاتو منیجر محمد همایون خان ورځپاڼی ټرییون ته په یوه مرکه کې تصديق کړې وو چې په شمالي وزیرستان کې 35 میلینه ټنه کاپر دي.

د پښتونخوا یو بل جیالوجسټ شاکرالله خان وايي په چترال او ملاکنډ کې دپينځه درجو (کیټیگريز)کاڼیئزه زخیرې دي چې پکې تر ټولو ډېرې د ماربلو پنځوست قسمونه او گرینائټ نه علاوه لعلونه (جيم سټون) هم دي- په جيم سټون کې ایمرلډ (زمرد)، ټوپاز (پکهراج)، ایکوا مرين، او روبي-( یاقوت) ډیرزیات دي.

د جیالوجۍ کارپوه مظهر علي خان وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي وو د جیولوجیکل پلټنو تر مخه په باجوړاو مومندو کې د اوچتې درجې ماربل، میگنیز، کرومایټ دي.

دا معدنیات جیالوجسټانو څنگه ناپ کړل؟

په وزیرستان کې د معدنیاتو د درک کار په 1971 کې د فاټا ډیولپمینټ کارپوریشن نومې یوې ادارې شروع کړی وو، ددې ادارې دفتر په پېښور کې په ورسک روډ وو.

د ډاکټر یوسفزي تر مخه د معدنیاتو، د لټولو ځانگړې طریقې دي. د مثال په توگه ددې کار لپاره تر ټولو د مخه جیولاجکل سټرکچرل میپینگ، یعني د جغرافی اډانې نقشه سازي بیا جیوفزيکل سروی یعني د سیمې عملي کره کتنه اوشي. د جیوفزيکل سروی طریقه دا وي چې زمکې ته برقي او مقناطیسي ویوز یعني چپې ورولیږل شي اودغه چپې ځان سره نتیجې رابرسیره کړي. ددغې عمل ورستو بیا کور ډریلینگ یعني په زمکه کې مشين کوز شي او مشين په خپله خوله کې غونډ کاڼی رابهر کړي. بیا د دغې کاڼي یا موداو څیړنه کیږي او ورپکې معدنیاتي شتمنۍ لټول کیږي. د هغې ورستو بیا د هغې سېمې تهري ډي ماډل یعني درې اړخیزه لیدونکې نقشه سازه شي.

هم په دغه طریقه د شمالي وزیرستان د میران شاه په بویا او شینکۍ کې 7000 میټره کور ډریلینگ شوی دی. ډاکټر عاصم وايي په دغه عمل کې نتیجه دا وه چې په زمکه کې 35 میلینه ټنه کاپر پراته دي.

خو ښاغلی یوسفزی خوشبینه دی چې دغلته کاپر د 55 میلینه ټنه څخه زیات دي. دغلته چونکې اوفیلایټ کمپلیکس یعني د سمندري تل نه په وچه زمکه بره وتلې یوه ډانچه 500 مربع کلوميټره غټه ده نوځکه دغلته د کاپر مقدار ډېر زیات کیدی شي. ښاغلی یوسفزی واي چې په شینکۍ کې کور ډریلینگ کېدلو نو په راوښکل شوې ټوټه کې به د کاپر مقدار دومره زیات وو چې دوي به ورته حیرانه وو.

ډاکټر عاصم د خپلو جیالوجي زدکړو لپاره د 1993 نه تر 1996 پورې ددغه سیمو سفرونه کړي دي.

د شمالي وزیرستان د معدنیاتو د پټۍ زیرمه چرته ده؟

د شمالي وزیرستان د معدنیاتو پټۍ چې د کوم جیالوجکل پټۍ برخه ده هغې نوم ایسټرن ټیتیان میټالوجونک بلټ دی ، دا پټۍ د شرقي یورپ نه روانیږي، ترکي ته رسي بیا د پاکستان د بلوچستان ریکودک، د افغانستان مس عینک ته خېژي او ورستو هندته ورکوزيږي.

ایسټرن ټیتیان میټالوجونک پټۍ
ایسټرن ټیتیان میټالوجونک پټۍ

د معدنیاتو اصلي بیعه څومره ده؟

که څه هم ډاکټر عاصم ډېر په یقین سره واي چې د شمالي وزيرستان د کاپر زخېرې ډېرې لویې دي خو د درنگونو د چارو ځيني کارپوهان ددغه مقدار سره پوره اتفاق نه لري.

دغه کارپوهان وايي لازمه نه ده جې یو جیالوجسټ څومره مقدار ورکړی وي هغه دې په اقتصادي پیمانه کره وي.

په امریکه کې میشت د تیلو او د گیسو د لټون ماهر رسول محمد په خیال د معدنیاتو مقدار نه بلکې اقتصادي ارزښت ډېر اهمیت لري.

رسول محمد
رسول محمد

ښاغلي رسول وي او ای ډیوه ته اوویل دويي چې کومې پېمانې کاروي په هغې کې په ټول کاڼي کې دننه پروت اصلي مواد څومره وي هغې ته کتل کیږي، یعني یو ټن رواښکل شوې ټول کاڼی شاید یو فیصد یا نور هم کم اصلي مواد ولري.

د یونیورسټي برټش کولمبیا د یو رپورټ تر مخه د بلوچستان په چاغي کې ریکودک زخېرې د نړۍ په دریم نمبر لویې مقدار لري.

د نړۍ تر ټوله لویه زخیره د منگولیا د اویو ټولگیو او دویمه د ایران سرچشمه ده.

ښاغلي رسول محمد وايي د ریکودک په وېښ کې 218،000 میټره ډریلینگ شوی دی. په دې کې کې ټول کاڼی 5.9 بیلینه ټنه وو خو سوچه پکې یواځې 0.43 فیصده کاپر وو چې ټول 25 میلینه ټنه جوړیږي. د اقتصادي پېمانې په تول په 25 میلینه ټنه کې امکان دی یواځې 12 میلینه ټنه کاپر راوښکل شي.

د رسول محمد په خیال جیالوجسټان تل خوشبینه تصوير لټوي، خو بیا د کوهیانو او درنگونو ماهران خوشبینه جیالوجي ډسکوري یعني د لټون سمه فیبزیبلیټي سټډي یعني ارزښتي مطالعه کوي. یعني که چري په یو درنگ کې د یو ټن څخه 0.4 فیصده کاپر اوځي نو کیدی شي په بل ټن کې دغه سوچه والې نور کم شي او خرچه به پرې هم دومره وي څومره چې په لومړي ټن وه.

بله دا هم امکان دی چې کومه خرچه چې د شینکۍ په یو ټن کاپر کیږي کیدی شي په یو بل درنگ کې دغه هومره کاپر په ارزانه خرچه پیدا شي نو سرمایه کار یا ادارې دغه پیمانې هم په نظر کې لري.

یواځې د شمالي وزیرستان کاپر څومره ارزښت لري؟

د پخوانۍ فاټا په 27،000 مربع کلو میټره کې معدنیات ډېر قیمتي دي خو د نړۍ پرمخ تلو یا اقتصادي هیوادونو تر ټولو لومړۍ زیاته صنعتي ترقي په اوسپنه او تانبه کړې وه.

په لندن میټل ایسکچینج کې دا وخت د یو ټن تانبې نرخ نزدې 6000 زره امريکاي ډالر دی. ډاکټر عاصم په یو مضمون کې ليکي په دې حساب د وزیرستان د کاپر ټوله تخمينه 22 بیلین امريکاي ډالر جوړېږي.

په دې حساب که د شمالي وزيرستان د تانبې نه دومره واخستل شي لکه د عرب سمندر نه یوه کاشوغه اوبه یعني یواځې دوه لاکه ټنه او په 6000 زرو ډالرو یو ټن خرص کړی شي نو دومره امدن کیدی شي چې د پخوانۍ فاټا په 7 ضلعو کې د لکه د شوکت خان میموریل هسپتال لاهور په رنگه اووه هسپتالونه او د نمل پوهنتون په شان اووه پوهنتونونه جوړیدی شي.

د شوکت خانم فاونډیشن د خپلو شمېرو تر مخه یو شوکت خانم د ودانولو دا وخت ټوله تخمينه 13 بیلینه پاکستانۍ روپۍ ده . په یو شوکت خانم کې څه د پاسه 2800 کسان کار کوي. په دې حساب د پخوانۍ فاټا په اووه پوهنتونو او اووه روغتونو (که چري وې یا اوشي) به 40،000 کسانو روزگارونه لرل.

په پخوانۍ فاټا کې ماشومان زدکړې کوي
په پخوانۍ فاټا کې ماشومان زدکړې کوي

کارپوهان وايي د لویو ادارو جوړیدلو سره سېمو ته نور کاروبارونه هم ځي. د مثال په توگه ټرانسپورټ، هوټلې، بازارونه او داسې نور، که چري په ېوه سیمه کې هم دومره تعليمي ادارې او روزگارونه وي نو څوک به نورو وطنونو ته روزگارونو له لاړ شي؟

کارپوههان وايي د شمالي وزيرستان ډریلینگ په 1971 کې شورو شوې وو که په 30 کلنو کې هم ختم شوې وې نو اوس به فاټا د نړۍ په ښایسته، اباد اوپرمخ تلي سیمو کې یوه وه او اولس به یې لکه د عربو د شیخانو په شان شتمن وو خو دا وخت د فاټا اولس د پاکستان تر ټولو شاته پاتې او بې سیاله ژوند کوي.

د ډاکټر عاصم سره فکر مل دی چې که چري زر تر زره دغه معدنیات راونه ښکل شي او خرص نه شي نو ارزښت به یې ډېر پریوځي. د ماهرانو په خیال په نړۍ کې ساینسي ماهران دا وخت د اسانو لارو د انرجي پیداکونکې مشینان جوړوي او د گران بیعه قدرتي زیرمو متبادل لټول کیږي.

See all News Updates of the Day

د پاکستان سټاک اېکسچینج یا د ونډو بازار په ریکارډ کچه بره تللی

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې اقتصادي پر مختيا مثبت لیدل کیږي
اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې اقتصادي پر مختيا مثبت لیدل کیږي

د پاکستان سټاک ایکچینج یا د ونډو په بازار کې په ریکارډ کچه زیاتوالی شوی او اقتصاد پوهان وايي امکان دی چې نړیواله مالیاتي اداره ايي اېم اېف پاکستان ته د درې ارب ډالرو د قرض اخېری قسط یو اشاریه یو ارب ډالر هم ورکړي او سټېټ بینک د سود شرڅ هم کمه کړي.

د پاکستان سټاک ایکچینج تر مخه د زیارت، پنجنشنبې، په ورځ د ونډو بازار په 72 زره او په 51 درجی خلاص شوی وو او د سر د 100 کمپنو په انډیکس کی د 495 درجو زیاتوالي وروستو د 72 زره او 500 نه زیات شوی اقتصاوو پوهان وایی روانی میاشتی په 29 نیټه د ایی ایم ایف په غونډه کی امکان ویني پاکستان ته 1.1 اربه ډالر قسط ترلاسه شی.

اقتصاد پوه وکیل رحمان وايي د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره سرپلس شوې، ګرني د مارچ په میاشت کې کمه شوې او د غیر ملکي زرمبادله ذخیره هم مستحکم ده، د پاکستان اقتصادي ډله د ايي اېم اېف سره خبرې کوي، بلخوا د سعودي عرب او ایران سره هم خبری دوام لري. وکیل رحمان زیاته کړه دغه مثبت خبرونه دي چې له امله يې سټاک ایکچینج په بره روان دی.

د ونډو بازار د شمیرو تر مخه په سوداګری ګډ رجحان لیدل شوی د ګاډو ، سمنټو او ریفایین کمپنو په سوداګرۍ کې اضافه او د بینکونو، تیل او ګیس کمپنو تجارت منفي طرفته تلی تیره ورځ هم د ونډو بازار د 72000 درجې څخه زیات شوی وو او د سر د 100 کمپنو په انډیکس کې 600 درجې په زیاته اضافه شوې وه اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې اقتصادي پر مختيا مثبت لیدل کیږي او د سرمایه کارانو اعتماد هم بحالېږي او د ملک دننه اقتصادي هلو ځلو ته دوام میلاو شوی.

اقتصاد پوه شهریار بټ وايي په اقتصاد د مثبتو رجحاناتو په بنیاد امکان دی چې په راتلونکې وخت کې سټیټ بینک د نیم نه تر یو فیصد پورې د سود شرح کمه کړي. هغه وايي کله چی د سود شرح راکمه شي نو دا به د سټاک ایکچینج دپاره بهتره وي او په ملک کې به بیا د ودانۍ کارونه روان شي، د ګاډو او ټیکسټایل انډسټرۍ کی به بیا فعالیتونه شروع شي ځکه چې د هغه په قول په موجوده وخت کې د سود شرح زیاته ده او کاروبارونه کول مشکل دي.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په وروستو کی ویلی امکان دی چې د جون پورې د پاکستان د غیر ملکي زرمبادله ذخیره 10 اربه ډالره ته زیاته شي.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې ګراني د 38 فیصد نه 20فیصده ته راکوزه شوې چې له امله يې د ونډو په بازار مثبت اثر شوی

د مروتو قامي جرګې ویلي په لکي مروت کې پوځي عملیات نه مني

‎په لکي مروت کې د زرګونو خلکو سترې ولسي غونډې ته وینا کوونکو وویل چې په دې وروستیو کې په ضلعه کې د ترهګرۍ په پېښو کې لسګونه کسان وژل شوي، ژوند پکې په ټپه ودریدلی او ځایي خلک یې د خپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي.

دوي وایي نه د پاکستان مېډیا، نه عدلیې او نه پارلمان د دې ناامنۍ خلاف اواز اوچت کړی دی.

د لکي مروت قامي جرګې د مشرانو په وینا پوځ جنګ ته ماحول جوړ کړی دی او اپرېشن ته یې تیارۍ روانې کړې دي. هغوي وایي ماشومان، استادان او هر څوک هره ورځ په یاده ضلعه کې وژل کېږي او مخنیوي ته یې پام نه کیږي .

د مروت قامي جرګې مشرانو ويلي مروت قام دې ډاډه وسي چې چاته به پخپله خاوره د پردۍ جګړې اجازه ور نه کړي او که د جنګونو نوې منصوبې دغلته راوړل کیږي دوی به یې پرضد ودیږي.

د مروت قامي جرګې په تابیا د زیارت- پنجشنبې په ورځ ټاون سیمه کې د نا امنۍ پرضد یوه ستره ولسي غونډه راجوړ کړل شوې وه چې د زرګونو په شمیر سیاسي اؤ‌غیر سیاسي فعالینو پکې برخه درلوده.

د غونډې د پاره میدان کې لویه خیمه لګول شوې وه خو د خیمې نه بهرهم په زرګونو کسانو سپین بیرغونه په لاسو کې پورته کړي وو اؤ د پښتو قامي انقلابي ترانو سره یې د امن د پاره او د پاکستان امنیتي ادارو د ناامنۍ د تګلاره په ضد شعارونه ورکول.

دوی وویل په داسې حال چې علاقه کې د امنیت د پاره تر 50زرو زیات پوځ مېشت دی خو بیا هم نه ځایي ولس او نه د دوی په ساتنه مامور پولیس خوندي دي.

د جرګې ګډونوال مشران.
د جرګې ګډونوال مشران.

د اپریل په شپږمه په لکي مروت ضلعه کې د پولیس یو لوړ رتبه افسر او د هغه دوه ساتونکي د وسله والو په یو برید کې وژل شوي وؤ.

یو احتجاج کونکي انور بیګوخېل ډيوه ته وویل علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده ،دوی پکې عادي ژوند نه کوي او سخت ستونزمن دي، کاروبارونه په ټپه ودریدلي او په کورونو د ننه خلک وژل کیږي خو حکومت دې لور ته پام نه کوي.

هغه وویل د جنګ په دې پالیسۍ واړه هم پوهه شوي او دا خاوره د بل چا د ګټو د پاره د جنګ میدان ته نه پریږدي .

احتجاج کوونکو وویل دغلته پوځ د وسله والو پرضد په لویه کچه دعملیاتو پریکړه کړې چې له امله به یې خلک بې کوره کیږي .

د پاکستان حکومت او پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو لکي مروت کې په دې ورستیو کې وسله وال بریدونه زیات چټک شوي دي.

د مسلم لیګ خیال ګروپ مشر همایون سیف الله ویلي په لکي مروت کې د هیڅ داسې عملیاتو اجازه نه ورکړل کیږي چې پکې عام ولس ته زیان رسي .

هغه ویلي د ناامنۍ د مخنیوي له امله د خلکو او پوځ ترمینځ خلا جوړه شوې ده.

غونډې ته خپله وینا کې نوموړی وایي د خلکو د رایې نه منل کېدو په نتیجه کې مخکې هم پاکستان مات شوی اؤ بنګله دیش په وجود کې راغلی ؤ.

د لکي مروت یو قامي مشر اختر منیر ویلي عملیاتو ته اړتیا نه لیدل کیږي ځکه چې دې کې یوازې ځایې ولس ځپل کیږي.

هغه ویلي لکي مروت یوه وروستو پاتې ضلعه ده باید دغلته د امنیت د ټینګښت سره د علاقې د ترقۍ د پاره ګامونه واخستل شي.

د هغه په وینا د لکي مروت په لکونو جریبه ځمکه اوبه نه لري نهري نظام ورته باید راوستل شي او په لکي مروت کې ګیس او تیل پیدا کیږي په هغه دې د ځایی خلکو حق ومنل شي.

د عوامي نیشنل ګوند یو ځایي مشر بیګو خېل غونډې ته وینا کې وویل د یوې منصوبې سره د غلته ناامني راوستل شوې خو دوی چاته سیمه کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي .

هغه وویل په سکولو او کالحونو کې فوځ مېشت دی چې له امله یې ماشومان بې تعلیمه کیږي او ناامنۍ ته مخه کوي .

د هغه په وینا د عملیاتو پرځایی دې د دوی ماشومانو ته دا سکولونو اؤ‌کالجونه خالي کړل شي چې ماشومان زدکړې ترلاسه کړې بیا به یې څوک نه بې لارې کوي.

د لکي مروت پخوانې ضلعې ناظم اشفاق خان مېداد خېل وویل خلکو د خپل تحفظ د پاره په خپله کمیټۍ جوړې کړي او د شپې پرمهال ګشتونه کوي .

هغه وویل د امنیت ټینګښت د ریاست او ریاستي ادارو زمه داري ده او که پوځ دوی ته امنیت نه شي ورکولی بیا دې دا ضلعه پریږي .

د لکي مروت د پولیسو مشر تیمور ویلي د علاقې حالت په قابو کې دی د امنیت د ټېنګښت د پاره پولیسو پلان جوړ کړی اؤ د خلکو د ساتنې د پاره د شپې ګشتونه کوي .

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي پولیس د ګواښونو سره مخ دي خو بیا هم د ترهګرو سره مقابله کوي او د عسکرو په قربانۍ یې امنیتي ټینګ کړی دی او چاته د وراني اجازه نه ورکوي.

د لکي مروت قامي جرګې غوښتنه کړې چې په ضلعه کې دې د امنیت د ټینګښت د پاره نور پولیس وګمارل شي اؤ زیاته کړې یې ده چې د عملیاتو څخه د ډډې کولو ترڅنګ باید د پوځ لخوا د چاپو او عملیاتو پرمهال نیول شوي بې ګناه کسان خوشې کړل شي

د جمعیت علماء اسلام یو ځايي مشر سمیع الله مجاهد ویلي مروت ترهګر نه په دوی ترترهګري تپل شوې ده.

تر دې وړاندې د علاقې نه د قامي پارلیمان منتخب استازې شیر افضل مروت د علاقې په ناامنۍ اندیښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان یو شخصي ټي وي چېنل سره د مرکې پرمهال یې ویلي وؤ پنجاب کې ناامني نشته خو ورسره په پوله د لکي مروت په درابین سیمه کې حکومتي واک ختم شوی.

هغه ویلي حکومت د وسله والو مقابله نه شي کولۍ او له دې وړاندې چې حکومتونو څه کړي دي د هغې نه څه تر لاسه شوي نه دي بلکې مونږ ته نقصان زيات شوی دی.

هغه غوښتنه کړې وه چې باید وسله والو سره خبرې وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین اؤ ځېنې نور قام پرست سیاسي مشران وخت په وخت خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ د روانې لړۍ پړه دپاکستان په پوځ اچوي خو پوځ بیا وخت په وخت دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ وایي دترهګرۍ پرضد جګړه کې یې په زرګونو ځوانانو اؤ افسرانو دخپلو سرونو درنې قربانۍ ورکړې دي.

ملګري ملتونه وایي د پاکستان نیمایي ابادي له انټرنیټ محرومه ده چې زیات شمېر د ښځو دی

د ملګرو ملتونو د پرمختيايي ادارې (يو اين ډي پي) نيشنل هيومن ډيولپمنټ انډيکس د ۲۰۲۴م کال لپاره د تازه رپورټ ترمخه د پاکستان نيمايي آبادي د انټرنيټ نه محرومه ده چې پکې زياته شميره د ښځو ده۔

په پاکستان کې د ښځو د حقونو فعالان وايي چې انټرنيټ ته د لاسرسي نه لرلو له کبله ښځې د خپلو حقونو نه بې خبره پاتې شي.

د يو اين ډي پي رپورټ کې پاکستان په معتدل برخه کې ساتل شوی دی او ویل شوي دي چې په پاکستان کې ښځې د ډيجيټل پرمختګ نه محرومه دي۔

په ياد رپورټ کې ويل شوي چې په هيواد کې په ډيجيټل پراختيا کې د شتمنو خلکو شمېره د بې وزله خلکو په پرتله ۱۵ فيصدي لوړه ده او دا څرګندوي چې په ډيجيټل پرمختګ کې د پيسو کردار مهم دی۔

د ډيجيټل چارو کارپوهان وايي چې په پاکستان کې زياتره خلک به تر هغې د انټرنيټ نه محرومه وي ترڅو چې په موجوده ډيجيټل انفراسټرکچر کې بدلونونه رانه وستل شي۔

د ډيجيټل چارو کارپوهه هارون بلوڅ وي او ای ډیوه ته وایي "د دې لوې سبب زموږ سيکيورټي پاليسي ده، ولې چې په پاکستان کې انټرنيټ ته هم د سيکيورټي په تناظر کې کتل کيږي دې کې د بدلون راوستو ضرورت دې".

هغه وایي که په پاليسې کې بدلون راوستل شي او انټرنيټ ته لاس رسی په حکومتي ترجيحاتو کې شامله کړی شي نو پاکستان ته دېره ګټه رسيدی شي.

رپورټ زياتوي چې پاکستان په انساني ترقې کې له ۱۹۳ هيوادونو په نوملړ کې په ۱۶۴ نمبر ولاړ دی۔

د منصوبه بندۍ او پرمختيايي چارو مرکزي وزير احسن اقبال مطبوعاتو ته ويلي چې ډيجيټل لاس رسی ډير مهم دی او حکومت به هڅه کوي چې انټرنیټ ته د هر وګړي لاس رسی ممکن کړي.

د ښځو د حقونو کار کوونکې وايي چې انټرنيټ ته د لاس رسي نه لرلو له امله ښځې په پاکستان کې د هر ډول اسانتياوو نه محرومې او د نړې د حالاتو نه بې خبره ساتل شوې دي۔

د عورت فاونډيشن نومې غیر دولتي سازمان یوه مشره شمایله تنویر ډیوه ته وایي د ښځو په ضد د تشدد د مخنيوي او د صحت په اړه بې شميره معلومات په انټرنيټ موجود وي، دغه شان تعليم هم د انټرنيټ د لارې ترلاسه کيدای شي:

"که انټرنيټ ته لاس رسی نه وي نو ښځې د دې ټولو معلوماتو څخه بې برخې پاتې کيږي او نه دا معلومات لري چې په نړې کې نوي څه رجحانات او پرمختګونه کيږي".

مطبوعاتي رپورټونه وایي چې پاکستان دنړۍ په کچه هغه دریم هیواد دی چې په انټرنیټ یې تر ټولو زیات بندیزونه لګولي دي او اوس هم د تيرو دريوؤ مياشتو راهسې ټولنیزه رسنۍ (ايکس) بنده ده چې د ماهرينو په اند نه يوازې خلک يي د اظهار د ازادۍ نه محرومه کړي بلکې هغه خلک چې د ټولنيزو رسنيو د لاري کاروبار کوي هم یې د تاوان سره مخ کړي دي۔

ملاله یوسفزۍ: د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې

د سولې لپاره د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له هېلري کلنټن سره پر خپل ګډ هنري‌ کار د خلکو له نیوکو وروسته سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې د غزې د خلکو ملاتړ او د اسرایلو د اقداماتو غندنې ته به دوام ورکوي.

ملالې د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ایکس او انسټاګرام په یوه بیان کې ویلي، دا غواړي چې خلک د غزې د خلکو لپاره د دې پر ملاتړ د شکونو ښکار نه شي ځکه چې وایي دا پر خپل دریځ ولاړه ده.

ملاله وایي‌ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو خلاف بې رحمه ظلمونه روان دي او تېره اوونۍ چې د غزې په النصر او الشفا روغتونونو کې اجتماعي قبرونه وموندل شول دا زښته زیاته زړه بوږنوونکې پېښه ده:

"د اسرایلي حکومت د نړیوالو قوانینو سرغړونې او جنګي‌ جرمونه مې غندلي او غندم به یې او زه د هغو هڅو ستاینه کوم چې د [اسرایل] د حساب ورکولو پرېکړه یې کړې".

که څه هم هېلري کلینټن د تېر کال په نومبر کې په ښکاره توګه د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، خو د حماس د ځپلو لپاره یې د پوځي کمپاین ملاتړ کړی او د ډزبندۍ غوښتنې یې رد کړې وې ځکه چې د دې په وینا ډزبندي به حماس نور پیاوړی کړي.

ملالې یوسفزۍ په خپل بیان کې ویلي، په ښکاره او خصوصي توګه به د نړۍ پر مشرانو ږغ کوي چې ډزبندۍ ته غاړه کښېږدي او غزې ته د بیړنیو بشري مرستو د رسولو ډاډ ترلاسه کړي:

"موږ نه غواړو نور مړي، سکولونه په بمونو الوتلي او ماشومان په لوږه کې ووینو، موږ پوهېږو چې بیړنۍ ډزبندي ډېره ضروري ده".

ملاله یوسفزۍ وایي دا به پر بېګناه خلکو د هر ډول تشدد خلاف ولاړه وي چې وایي په هغوی کې بندیان او یرغمل کړي کسان هم شامل دي، وایي "زه د غزې له خلکو سره یم او د هغوی غوښتنې باید واورېدل شي".

پر ملالې یوسفزۍ نیوکې ولې کیږي؟

ملالې د اسرایل او حماس تر منځ په غزه کې د روانې جګړې په اړه خپل سپیناوی ځکه کړی چې پر ټولنیزو رسنیو له څو ورځو راهیسې پر هغې له دې کبله نیوکې روانې دي چې له هېلري کلینټن سره ګډ هنري کار کړی دی.

ملالې یوسفزۍ د امریکې د بهرنیو چارو له مخکینۍ وزیرې هېلري کلینټن سره د «سفس» په نوم د موسیقۍ پر یوه براډوې پروګرام باندې کار کوي چې د اپرېل پر 18مه په نیویارک کې لومړی ځل نندارې ته وړاندې شوې.

د اې ایف پي خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د موسیقۍ په دې پروګرام «سفس» کې په شلمه پېړۍ کې په امریکا کې د ووټ یا رایې د حق لپاره د ږغ پورته کوونکو امریکایي ښځو مبارزه ښکاره کړی شوې ده.

د یادونې وړ ده چې هېلري کلینټن د مخکیني صدر بارک اوباما د واکمنۍ په مهال د امریکې د بهرنیو چارو وزیره وه، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې پر وسلوالو طالبانو د ډرون بریدونو د اقداماتو مشري یې کوله.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

نوی تحقیق ښیي د پاکستان  6.6 فیصدي ابادي د کرپټو کرنسۍ روزګار کې خپلې پیسې مصرفوي

د يو نوي تحقيق ترمخه د کرپټو کرنسۍ په ولسي کچه د خپلولو او دوستانه ماحول دپاره پاکستان د نړۍ د سر لسو هېوادونو کې شمير دی او د ملک 6.6 فيصده ابادي په کرپټو ايکسچينجونو کې د ټوکنو، کرنسیو او کواينز يعني د سيکو جمع واري لري۔

د کرپټو کېسينوز نومي ادارې ماهرينو د خپلې څيړني دپاره استعمال شوؤ اعشاريو کې د ولس لخوا په کرپټو کرنسیو کې پانګونه، د بيټکواين په مايننګ مصرف، د کرپټو ايکسچينجونو استعمال او په انټرنيټ د کرپټو کرنسۍ په هکله د مالوماتو لټون کړی دی.

څيړونکي وایي د کرپټو کېسينوز لخوا کارول شوي دا ټولي اعشاريې يواځي ولسي راکړه ورکړه ښیي او د پاکستان حکومت لا هم د کرپټو کاروبار ته قانوني بڼه نه ده ورکړې۔

د کرپټو کرنسۍ ماهر پروفېسر ساجد اقبال داويزی ددې تحقیق په اړه وي او اې ډیوه ته وایي، "کومه خبره چې دلته نه ده شوې او هغه ډېره ضروره ده هغه دا ده چې د کرپټو کرنسۍ سره اړوند خلک ځانونه څومره محفوظ محسوسوي چې هغوي د کرپټو کاروبار کوي نو زما په خيال دا ډيره ضروري اشاريه وه چې دا يې په پام کې نه ده نیولې".

د پروفیسر داویزي په خېره "که مونږ دغه اعشاره هم په پام کې واخلو نو زما نه دي خيال چې زمونږ ملک به په هغه هېوادونو کې راشي کوم چې کرپټو فرئينډلي (کرپټو خوښوونکي) دي".

په کال 2018م کې د پاکستان سټيټ بینک د مالياتي لين دين د څارني ادارو او هم ولس ته د کرپټو کرنسۍ د کاروبار په هکله يو خبرداری ورکړی ؤ او ټولي مالياتي ادااري يې د ورچول یا انلاین کرنسۍ، کاينز يعني سيکو او ټز د ټوکنو د لين دين نه منعې کړي وؤ۔

ماهرينو هغه وخت دا ګڼل چې دولتي بینک دا خبرداری د ايف ای ټي ايف په سپارښتنه د مني لانډرنګ د مخنیوي دپاره ورکړي و۔

رپورټونه وایي د پوهنتونونو د زده کوونکو نه واخله تر زاړه عمر سړو او ښځو پورې په معاشي ونډه کې بي برخې ټولګيو د دي غير رواياتي او غير مرکزي کرنسۍ د لين دين نه ګټه اخستي ده۔

د کرپټو کرنسۍ یو کار پوهه ثناء الله خان وایي د کرپټو کرنسۍ له لارې مېرمنې د کورونو دننه هم ګټه وټه ترلاسه کولی شي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ‘‘دا کرپټو داسې فيلډ چې ستاسو نظر کار کوي، د ګوتو سرونه کار کوي او موبايل فون درسره وي تاسو ډير په اسانه سره کاروبار کولي شئ"

د هغه په وینا "دې کې د عمر هډو څه حد نشته، نه په دي کې څه جسماني طاقت پکار وي ، دغه زمونږ پښتنې خويندي ميندي چې دي ،دوي هم د کرپټو د لارې په کور کې په ناسته بغير د څه مسلي خپل کور کې ګټه کولی شي، پيسي ګټلی شي خپل ژوند جوړولی شي، مطلب د کور نه د وتلو که اجازه ورته هم نه وي خو هغه اساني دوي ته وي‘‘

خو د کرنسۍ ددې غير مرکزي کاروبار خپلي ګټي او خپلې خطرې دي ،د کال 2022م په سر کې د پاکستان تحقيقاتي اداري ايف آي ای ملکي وګړو ته په کرپټو کرنسۍ کې د 17.7 بلينه روپو د ټګۍ پلټني پيل کړې وې .

هم په دغه کال کې پاکستاني وګړو د کرپټو کرنسۍ کاروبار کوونکي ايف ټي ايکس ايکسچينج د ديواليه کيدو او ورکيدو سره د بيلينونو روپو ورته کرپټو کرنسۍ ټوکني او سيکي د لاسه ورکړې وې۔

ساجد اقبال داويزی وایي، ددې کرنسۍ له لارې ډيرو خلکو ښې ډيرې پیسې وګټلې خو ډیرو ډیرو پکې بیا بایلات هم کړی دی.

‘‘ډير داسي خلک دي په ټوله نړۍ کې چې تاسو وګورئ هغوي پرې ځانونه میلیونران کړل، ددې ګټه هم ډيره زياته کیدای شي او تاوان ېې هم ډېر زيات کيدای شي، ډير خلک داسې وو چې هغه يې د شته پيسونه خلاص کړل"

ساجد اقبال دویزی وایي "که څوک هم فقط په کرنسۍ کې کاروبار کول غواړي نو هغه په دې څيزونو ځان پوهه کوي چې عمومي خطر یا ريسک څومره فيصده وي او بيا ځانګړې ګټي او خطرونه يې څومره دي تر څو پورې چې يو کس ځان په دې خبرو نه وي پوهه کړی نو زما خيال دی چې دا د يو تن دپاره د تاوان خبره ده‘‘

د کرپټو کسينوز د تحقيقاتي رپورټ ترمخه د کرپټو کرنسۍ دپاره نورو ښېرازه ملکونو کې ارجنټاين۔ امريکا، کولمبيا، يوکرين، متحده عرب امارات، ويتنام، ترکيه، کينډا، او سنګاپور سره سم پاکستان راځي۔

رپورټ وایي پاکستان کې 15.8 ملينه خلک په کرپټو ايکسچينجونو کې اکاونټونه، کرنسي ټوکنې او سيکې لري۔

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG