لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېمور سلیم خان: حکومت به زر د فاټا ځوانانو دپاره د روزگارونو اعلان وکړي


پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی
پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزیر تېمور سلیم خان ویلي حکومت به زر د پخوانۍ فاټا یا قبایلي سیمو ځوانانو دپاره د روزگارونو اعلان کوي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې تېمور سلیم خان وویل چې د فاټا ځوانانو دپاره د روزگارونو اعلان به په اینده دوه درې هفتو کې وکړی شي.

د خزاني صوبايي وزیر د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د وفاقي قابېنې د غونډې ورورسته د وي او ای ډیوه سره خبرې کولې. تېمورسلیم خان وویل د کابېنې په غونډه کې د فاټا په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د هغه منصوبو جاج واخیستل شو چې د سیمې د تعلیم، صحت او ځوانانو ته د روزگار په مدونو کې به سر ته رسول کېږي.

تېمورسلیم خان وویل وزیراعظم او د صوبايي حکومت مشران به فاټا ته بیا بیا سفرونه کوي چې د سیمې ولس سره نیغ په نیغه ویني او د مسلو نه یې ځانونه خبر کړي.

پارلېمنټ سږ کال په آئین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سېمې په خېبرپښتونخوا کې ورشاملې کړې خو ځینې سیاست وال او څېړونکي وايي په قبایلي علاقو کې د صلاحاتو رفتار د سست روۍ ښکار دی.

تېمورسلیم خان وي او ای ډیوه ته وویل د گل، دوشنبې، په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ کې د فاټا په اړه غونډه ښايي چې حکومت د سیمې مسایلو ته څومره زیات اهمیت ورکوي.

د خېبرپښتونخوان دخزانې وزیر سره د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین خبرې کړې دلته یې اوریدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG