لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځېنې ادارې قبایلي سېمې اوس هم د خپلو ګټو لپاره کارول غواړي: فرحت الله بابر


د پاکستان پیپلز پارټۍ پخواني سېنټر او د ګوند مهم غړي فرحت الله بابر تور لګولی په جنوبي او شمالي وزیرستان کې تازه پېښې ښايي د پاکستان ریاستي ادارې لا هم قبایلي سېمې د خپلو سټراټيجیکي ګټو لپاره کارول غواړي.

په اسلام اباد کې د بشري حقونو کمېشن لخوا راجوړې شوې یوې غونډې ته ښاغلي فرحت الله بابر ویلي په دغه سیمو کې امن کمېټۍ جوړول او چرته ښه طالبان ساتل ښايي چې حکومت لا هم د قبایلي سیمو لپاره اعلان شوي اصلاحاتو عملي کولو کې سنجیده نه ښکاري.

دهیومن راېټس کمېشن اف پاکستان لخوا رابلل شوې دغه غونډه کې دپاکستان یو شیمر سیاسي ګوندونو غړو په شمول د قبایلي سېمو نه ورغلو مشرانو او ځوانانو هم ګډون کړی.

سېنټر فرحت الله بابر زیاته کړې اوس هم قبایلي سیمو ته ازاده میډیا نه شي تلی، د مدني ټولنې غړي د تګ اجازه نه لري او د امداد لپاره ریاستي او غیر حکومتي ادارې تګ نه شي کولی نو د اصلاحاتو اولس ته هیڅ ګټې نه شي رسیدلی.

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مشر افراسیاب خټک غونډې ته د وینا په وخت ویلي داسې ښکاري حکومت د چا په اشاره د فاټا اصلاحات په دومره په تادۍ اعلان کړل. دغه ګام سره د دغه سیمو انتظامیه نوره هم زوروره شوه ځکه خو په واڼا او میرعلي کې په بې ګناه خلکو د ریاستي ادارو په وړاندې دومره ظلم وشو.

٫٫ واڼا کې طالبان راپاسي په عامو خلکو ‌ډزې کوي او دوي وژني، په میر علي کې ناست احتجاج کونکي د امنیتي ادارو لخوا وهل ټکول کیږي. د غورځنګ دوه مشران علي وزیر او محسن داوړ نیول کیږي او زورول کیږي، دا هر څه ښايي چې د قبایلي سیمو اصلاحاتو عملي کیدو کې حکومت سنجیده نه دي.٬٬

په اسلام اباد کې داېچ ار سي پي دغه غونډه کې شوې بحث په اړه نور حال د وي او ای خبریال په دې رپورټ کې واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:37 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG