لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ای ټي اېف پاکستان په خړ فهرست کې برقرار ساتلی خو وايي ترهګرو د پېسو په مخنیوي کې یې پرمختګ کړی


د اېف ای ټي اېف صدر مارکس پلېیر وویل د پاکستان نوم به هغه وخت د خړ فهرست نه لېرې کولی شي چې اېف ای ټي اېف د هغو اصلاحاتو تصدیق وکړي چې پاکستان د ادارې په سفارشاتو کړي دي
د اېف ای ټي اېف صدر مارکس پلېیر وویل د پاکستان نوم به هغه وخت د خړ فهرست نه لېرې کولی شي چې اېف ای ټي اېف د هغو اصلاحاتو تصدیق وکړي چې پاکستان د ادارې په سفارشاتو کړي دي

په نړیواله کچه پېسو د غیرقانوني انتقال په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، د پاکستان نوم په خړ فهرست کې برقرار ساتلی خو ویلي يې دي چې ترهګرو د مالي سرچینو او غیرقانوني پېسو ته قانوني رنګ د ورکېدو په مخنیوي کې اسلام اباد پرمختګ کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي د جمعې په ورځ د جرمني په سرښار برلن کې د اېف ای ټي اېف د اعلان په ترڅ کې پاکستان د ادارې د خړفهرست نه وتلو ته نژدې شوی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د اېف ای ټي اېف صدر مارکس پلېیر وویل د پاکستان نوم به هغه وخت د خړ فهرست نه لېرې کولی شي چې اېف ای ټي اېف د هغو اصلاحاتو تصدیق وکړي چې پاکستان د ادارې په سفارشاتو کړي دي.

پلېیر وویل په موقع د معاینې مقصد دا خبره یقیني کول دي چې د پاکستان اصلاحات مستقل دي او دوامداره دي.

د وی او ای د رپورټ ترمخه د غیر قانوني پېسو د انتقال او ترهګرو د مالي سرچینو په ضد د کمزوري انتظام په سبب اېف ای ټی اېف په کال 2018 کې د پاکستان نوم په خپل خړفهرست کې شامل کړی و. په خرفهرست کې د شاملو ملکونو دپاره دا په اقتصادي توګه د تاوان خبره وي او غیرملکي سرمایه کاران ورته مخه نه کوي.

د پاکستان نایب خارجه وزاره حنا رباني کهر
د پاکستان نایب خارجه وزاره حنا رباني کهر

د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې هغه ملکونه وي د ادارې سره مرسته نه کوي او د ترهګرو د مالي وسایلو او د پېسو د غیرقانوني لېن دېن ملاتړي ګڼل کېږي. په تور فهرست کې ملکونه په نړیواله کچه د اقتصادي پابندیو سره او د نورو ملکونو مالیاتو ادارو سره په لېن دېن کې د قدغنونو سره مخامخ کېږي.

د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې دا وخت ایران او شمالي کوریان یوازني ملکونه دي.

په برلن کې د اېف ای ټي اېف د غونډې وروسته مارکس پلېیر وویل ادارې د اسلام اباد پرمختګ ته کتنه وکړه او اداره دې نتیجې ته ورسېدله چې پاکستان په 34 نقطو په پراخه کچه پرمختګ کړی دی.

پلېیر وویل اېف ای ټي اېف دا سپارښتنه کوي چې د پاکستان د پرمختګ دې "ان سایټ" یا په موقع کتنه وکړی شي.

هغه وویل چې پاکستان په دغه کتنه کې کامیاب شي نو نوم به یې د خړ فهرست نه لېرې کړی شي.

پلېیر ونه وېل چې د اېف ای ټي اېف چارواکي به کله د معاینې دپاره کله پاکستان دوره کوي خو د برلن په شان د ادارې بله غونډه د اکتوبر په میاشت کې کېدوونکي ده. هغه وویل د پاکستان په اړه د معلوماتو په بنیاد فېصله کوولو کې به دغه غونډه مرسته وکړي.

د اېف ای ټي اېف صدر وویل پاکستان دا خبره څرګنده کړې ده چې د ترهګرو د مالي سرچنیو تعقب او تحقیقات کوي او د هغو تنظیمونو د مشرانو خلاف قانونی اقدامات کوي چې ملګرو ملتونو ترهګر بللي دي.

پلېیر د پاکستان د اصلاحاتو ستاینه وکړه چې د هېواد د "ثبات او امنیت" دپاره به ښه وي. هغه وویل د دغو اصلاحاتو د لارې به پاکستاني چارواکي کولی شي چې په موثره ډول د مني لانډرنګ یا د غیرقانوني پېسو او د ترهګرو د مالي وسایلو مخه ونیسي.

رویټرز په خپل رپورټ کې وویل د دې باوجود چې پاکستان لا د خړ فهرست نه وتلی نه دی، پاکستاني مامورینو د اېف ای ټي اېف د اعلان هرکلی وکړو.

د رویټرز ترمخه، د پاکستان نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر چې په برلن کې د اېف اي ټي اېف په غونډه کې شریکه وه، وویل د اېف ای ټي اېف د اعلان سره د ادارې د خړ فهرست نه د پاکستان د وتلو عمل شروع شو.

د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل د اېف ای ټي اېف سفارشات د عملي کولو او د مني لانډرنګ او د ترهګرو د مالي وسایلو د مخنیوي په لړ کې پاکستان ډیر کار کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د جمعې په ورځ د اېف ای ټي اېف د اعلان په اړه د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان وویل دا د هغه حکومت وو چې د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست نه د پاکستان د وتلو دپاره یې لاره هواره کړې وه.

عمران خان په ټوېټر یو پېغام کې وویل پاکستان نه یوازې دا چې د تور فهرست نه بچ شوي بلکې د اېف ای ټي اېف د 34 ټکو په سفارشاتو کې یې 32 عملي کړي و او حکومت یې په باقي پاتې دوو نقاطو د اپرېل په میاشت کې رپورټ وړاندې کړی و چې په بنیاد یې اېف اي ټي اېف وویل د پاکستان تګلاره مکمله شوه.

د بي اېم ای کېپېټل سېکیورټيز مالياتي کمپنۍ سعد هاشمي رویټرز خبري ادارې ته وویل خړ فهرست نه د وتلو په نتیجه کې په پاکستان کې د غیرملکي سرمایه کارۍ لاره خلاصه شي.

یادونه: د دې خبر څه معلومات فرېنکفرټ نه رویټرز خبري ادارې د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG