لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ای ټي اېف یو ځل بیا پاکستان په خړ فهرست کې ساتلی


FATF Pakistan
FATF Pakistan

د ترهګرو مالي سرچینو او د پېسو غېرقانوني‌انتقال د څارنې نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف د پاکستان نوم یو ځل بیا په خړ فهرست کې ساتلی او په پاکستان یې زور راوړی چې د راتلونکي کال فرورۍ میاشت پورې د اېف ای ټي‌ اېف په ټولو شرطونو باندې عمل وکړي.

د اېف ای ټي‌اېف صدر مارکس پلېیر د درې ورځنۍ ورچوول غونډې وروستو اعلان کړی چې دوي‌ د ترهګرو مالي‌ سرچینو او د پېسو غېرقانوني انتقال مخنیوي لپاره پاکستان ته د عمل کولو لپاره ورکړي د ۲۷ نکتو پلان کتنه کړې او ویلي چې پاکستان ددغه پلان په ټولو ګامونو کې پرمختګ کړی او په ۲۱ نکتو باندې یې عمل کړی.

اېف ای ټي‌اېف په یو‌بیان کې ویلي چې پاکستان له د سټرېټیجک کمو پوره کولو لپاره په څلورو مېدانونو کې د کار کولو ضرورت دی.

اېف ای ټي اېف ویلي پاکستان له به نړۍ ته دا ښودل وي چې امنیتی‌ادارې یې د ترهګرو مالي‌ سرګرمو پېژندګلو او پلټنې کوي چې کوم خلک او ډلې په دې کې ککړې دي او څوک ددغه خلکو او ډلو لخوا دغه کارونه ترسره کوي.

پاکستان به نړۍ ته ثابتوي چې د ترهګرو مالي سرچینو مخنیوي لپاره پورته کړل شوو ګامونو په نتیجه کې برابر او موثره بندیزونه په ځای کړی شوي.

پاکستان به دا هم ښکاره کوي چې د 1267 ګرځول شوو ترهګرو او ددوي لپاره کار کوونکو 1373 نورو کسانو خلاف مالي‌ بندیزونه په موثره توګه عملي‌ کړی شوي چې د مالي مرستو راغونډولو او ددې د لېګلو رالېګلو مخه ونیوی شي. پاکستان له به ددغه ټولو مالي فنډونو پېژندګلو او ددې تړل پکار وي چې دغه مالي مرستو ته د لاس رسېدو مخه ونیولی شي.

اېف ای ټي‌اېف ویلي پاکستان به نړۍ ته دا هم ښاي چې د ترهګرو مالي سرچینو په سر لګول شوو بندیزونو سرغړونو خلاف ګامونه عملي‌کړي او ددې لپاره انتظامي‌او مجرمانه سزاګانې وټاکي. اېف ای ټي‌ اېف په پاکستان غږ کړی چې ددې عملي کولو لپاره دې صوباي‌ اومرکزي چارواکي‌ د یو بل سره مرستې وکړي.

د اېف ای ټي‌ اېف صدر د یو پوښتنې په ځواب کې ویلي د دغه ډلې ټولو غړو په اتفاق سره فېصله کړې چې د پاکستان پرمختګ کتنې لپاره دغه ملک ته د تګ وړاندې اسلام اباد له په باقي‌ پاتې شپږ نکتو باندې د کار کولو ضرورت دی.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان ته ددوي د ډلې د تګ وروستو به اېف ای ټي‌اېف په خپله غونډه کې فېصله کوي چې د پاکستان نوم د خړ فهرست نه لرې کړي او که نه.

د اېف ای ټي‌اېف د اعلان وروستو د پاکستان دصنعتونومرکزي وزیر حماد اظهر ویلي پاکستان د ترهګرو مالي سرچینو په مخنیوي کې ډېر ښه پرمختګ کړی او دا چې اېف ای ټي‌اېف دا خبره منلې ده چې د پاکستان نوم په تور فهرست کې د اچولو خبره د غور لاندې نه ده.

پاکستان د کال 2018 جون میاشت راهسې د اېف ای ټي‌اېف په خړ فهرست کې ساتلی شوی. په دغه فهرست کې هغه ملکونه شامل دي چې د ترهګرو مالي‌ سرچینو او پېسو غېرقانوني انتقال مخنیوي کې د ناکامۍ په سر اېف ای ټي‌اېف د هغوي څارنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG