لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېرس کې د اېف اې ټي اېف غونډه او د پاکستاني څېړونکو اندېښنې


په داسې حال کی چې د فرانس په سرښار، پیرس کې د ترهګرۍ د مالی مرستو د مخ نیوی ادارې (اېف اې ټي اېف) پنځه ورځېنۍ غونډه کیږي، په پاکستان کی څېړونکي اندېښنې څرګندوي چې پاکستان به په خړ لسټ کې پاتې شي، ځکه چې پاکستان د اېف اې ټي اېف څه شرطونه نه دي پوره کړي.

دا غونډه چې نن یې اوله ورځ ده، د فرورۍ تر ٢١مې پورې به دوام وکړي. اېف اې ټي اېف وایي چې په دې غونډه کې به د بحث وړ مهمې مسئلې دا وي چې د پاکستان او ایران په شان ملکونو کې د مالي سرچینو د کنټرولولو په برخه کې څه پرمختگونه شوي دي.

د پېرس په غونډه کې به دا هم په ډاگه کیږي چې پاکستان به د اېف اې ټي اېف له خړ فهرست څخه وایستل شي او که به بېرته په هماغه لېست کې پاته شي.

د اقتصاد ماهر سجاد خان وائی د ترهګرو تنظیمونو د مالی مرستو نه علاوه، د مدرسو رېجسټرېشن هم په شرطونو کی شامل دی او د پیسو د سپینولو دپاره قانون هم نشته. هغه وایي، "زما دا خیال دی چې پاکستان به څه موده نور هم په خړ لسټ کې پاتې شي."

څلور میاشتې وړاندې اېف اې ټي اېف د پیرس په غونډه کی پاکستان ته د فروری کال ٢٠٢٠ نیټه ورکړې وه چه د ترهګرۍ په ضد د اووه ویشتو شرطونو کار عملی کړي.

روان کال ٢٠٢٠ په جنوري کې د پاکستان مرکزي بانک سټیټ بانک ویلي و چې د ترهګري او د پیسو د سپینولو په ضد يې ګامونه اخیستي دي او امید لري چې پاکستان د خړ لسټ څخه بهر شي.

پاکستان وایي د پیرس په غونډه کې په ٣٩ کی ١٢ ووټونه په کار دي او له چین، ترکي، او ملیشیا سره د وړاندې نه خبرې شوي دي، دوی به اسانه د خړ لسټ نه راوځي.

پاکستان په وروستو کې د بند کړی شوي تنظیم، جماعت الدعوه مشر حافظ محمد سعید ته ١١ کاله د بند سزا واوروله، او د لشکر طیبه مشر اوس هم ازاد دی.

په پېښور کې د واشنګټن پوسټ خبریال حق‌نواز خان وايي پاکستان د پيسو د سپينولو او بند کړی شویو تنظیمونو په ضد ګامونه اخیستي دي، خو د بند نه د طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د آزادېدو نه پس، مشکلات پیدا کیدی شي.

احسان الله احسان سوشل مېډیا د لارې تصدیق کړی چه هغه د پاکستان د بند نه ازاد دی. مخالفه سیاسی ګوندونه او د سماجی رابطو د لارې د احسان په سر په حکومت هم سختی نیوکی کیږی خو حکومت په دی حقله غلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG