لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خړ نوملړ نه کوم خوا ځي؟ د اېف ای ټي اېف ډله اسلام اباد ته رسیدلی


په غیرقانوني توګه د پېسو لیګلو رالیګلو (مني لانډرنګ) مخنیوي او د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف ډله به نن په اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو سره د پاکستان حکومت لخوا پورته کړل شوي ګامونو جاج اخلي. په دغه سفر کې به دا فیصله کیږي چې د پاکستان نامه د خړ فهرست نه تور فهرست (بلیک لسټ)ته ځي او که نه، د مې میاشتې پورې بیرته هم په خړ نوملړ کې پاتې کیږي.

یاده ډله به د دریو ورځو پورې د پاکستاني چارواکو سره د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو، د ترهګرو ډلو پرضد پورته شوي ګامونو او د ادارې لخوا پاکستان ته ورکړل شوي ۲۷ ګامونو په اړه د چارواکو نه پوښتنې کوي.

اسلام اباد کې مېشت اقتصاد پوهه مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وايي د پاکستاني چارواکو لپاره اسلام اباد ته راغلې ډلې مطمین کول یو لوې چیلنج دی. نوموړی وايي ٫٫ ریشتیا خبره دا ده چې د پاکستان امنیتي ادارې به اوس دا ښايي چې دوي د پاکستان دننه د ترهګرو او بندیز لګیدلې تندروه ډلوپرضد عملي ګامونه پورته کوي او ورته سزا هم ورکړي.٬٬

مهتاب حیدر زیاتوي که پاکستان دغه ګامونه په عملي توګه پورته نه کړل نو بیا د پاکستان نامه په تور فهرست یا نوملړ (بلیک لسټ) کې اچول کیدی شي چې ورسره به پاکستان د نورو سختو اقتصادي چلینجونو سره مخ شي.

د مهتاب حیدر ترمخه که چرې د پاکستان نامه په بلیک لسټ کې اچول کیږي نو د وړاندې نه خراب اقتصاد کې به د پاکستان اولس د نورو سختو سره مخ شي.

اېف ای ټي اېف د مخکې نه پاکستان په خړ نوملړ کې اچولی. او ویره ده که پاکستان د دغه نړیوالې ادارې سپارښتنې عملي نه کړي نو کېدی شي پاکستان په تور لسټ کې واچول شي.

اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف نه په خړ لسټ او نه هم په تور لسټ کې نوم د یو هېواد لپاره په نړیواله توګه ښه خبره ده. که یو هېواد په تور لسټ کې شامل شي نو د نورو هېوادونو یا ادارو نه قرضونه اخستل ګران شي او اقتصادي باورتیا يې کمه شي.

د پاکستان ټوډی ورځپاڼې د رپورټ تر مخه د اېف ای ټي اېف د اسیا هیوادونو لپاره ذیلي ادارې اېشیا فیسفک ګروپ ( ای پي جي) په دغه ډله کې د امریکا، سکاټ لېنډیاډ، انډونیشیا، چین او ترکي چارواکي شامل دي.

دغه ډله به په دریو ورځو کې د پاکستان حکومتي بنک (سټیټ بنک) د خارجه او کورنیو چارو وزارتونو د چارواکو، د ترهګرۍ پرضد جوړې قامي ادارې او امنیت ساتونکو چارواکو تر څنګ د سیکورټي اېنډ ایکسچینج کمېشن او الیکشن کمېشن د چارواکو سره هم لیده کاته کوي.

تیره میاشت (فرورۍ ۱۸-۲۲) اېف ای ټي اېف د پاکستاني چارواکو لخوا د اخستل شوو ګامونو جاج اخستو وروسته ویلي وو، پاکستان د داعش، القاعده، جماعت الدعوه، فلاح انسانیت، جېش محمد، حقاني نېټ ورک او د طالبانو ځینو کسانو سره د غیر قانوني مرستو په اړه موجودو خطرو پوهه نه لري.

اېف ای ټي اېف ویلي وو د روان کال د جنورۍ د میاشتې پورۍ پاکستان د دغه مرستو تړلو لپاره ناکافي کوششونه کړي دي. او پاکستان ته يې ویلي وو چې د می میاشتې پورې دې د ترهګرو ډلو د مالي مرستو تړلو لپاره چټک او پوره ګامونه واخلي.

اېف ای ټي اېف د پاکستان نه څه غواړي؟

د نړیوالې ادارې فاېننشل اېکشن ټاسک فورسلخوا د فرورۍ په ۲۲مه خپور شوي بیان کې د پاکستان نه یو وارې بیا د یو شمیر ګامونو اخستلو غوښتنه شوې ده. په دغه غوښتنو کې ځېنې په لاندیني ډول وې.

  • پاکستان له به د ټاسک فورس لخوا ټاکل شوي خطرونو(چې د ترهګرو ډلو لخوا موجود دي) ځان پوهول، دغه خطرونو ته کتل او د دغې مخنیوی کول وي.
  • پاکستان له به دا خبره عملي کول وي چې د هیواد دننه ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او تندروه ډلو ماليسرچینې وتړي او هغه کسان یا ډلې چې د دغو لپاره کار کوي، دوي له چندې یا پېسې راټولوي دغه هر څه به په ډاګه کوياو دوي به د نقدو او جاېدادونو نه کنګالوي.
  • او دا به هم ښايي چې د کومو خلکو نه جاېدادونه اخستی شوي دي یا يې پرضد ګامونه اخستل شوي دي، هغوي به رېښتیا هم د خپلو اساسو او وسیلو د کارولو نه محروم پاتې وي.
  • پاکستان به دا هم ښايي چې په هیواد کې اړونده حکومتي چارواکي په غیر قانوني توګه د پېسو لیګلو رالیګو یا مني لانډرنګ پرضد ګامونه اخلي او د نورو چارواکو او ادارو سره په دغه لړ کې مرستې هم کوي.
  • پاکستان به دا باور ورکوي چې حکومتي چارواکي به د نقدو پېسو وړونکي راوړونکي په ګوته کوي او هم دغه شان به د غیر قانونيپېسو حرکت هم ودروي، چې ورسره به د دغې سره تړلې خطرونه په نخښه کیږي.
  • په هیواد کې به د مني لانډرنګ مخنیوي لپاره کارکونکو ادارو تر منځه رابطې ښې کول وي په خاصه توګه د صوبايي او مرکزي حکومتي ادارو تر منځه.
  • پاکستان به د هیواد دننه قانون عملي کونکې ادارې دومره قوي کوي چې دوي د پېسو په غیرقانوني کاروبار کې ککړ کسان او ادارې معلومې کړي، ترې پلټنې وکړي او بیا يې عدالتونه ته هم وړاندې کړي چې سزا ورکړل شي.
  • پاکستان له به دا یقیني کول وي چې د ټاسک فورس لخوا اخستل شوي ګامونو نتیجې اثر لرونکې یا موثره او توله وي. سره د دې به په هیواد کې د قاضیانو او عدالتونو کار ښه کوي او د دوي مرستې کول وي چې د ټاسک فورس فیصلې عملي شي.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېن دېن (مني لانډرنګ) او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG