لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ای ټي اېف د پاکستان نه څه غواړي او پاکستان تر اوسه څه کړي؟


فرانس ځکه پاکستان په خړ فهرست کې شاملولو خبره کړې وه چې فرانس پاکستان ته د حافظ سعيد پرضد د عملياتو کولو ويلي خو د دغې باوجود د حافظ سعيد غیر قانونه ګرځول شوې ډلې ته په بدلو نومونو په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازت هم ورکړی شوی وو.

د فرانس په سرښار پېرس کې په غیرقانوني توګه د پېسو لیګلو رالیګلو (مني لانډرنګ) د مخنیوي او د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف مهمه غونډه روانه ده چې پکې به د پاکستان په اړه هم فیصله کیږي.

فاېننشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف ای ټي اېف لخوا د پاکستان نه د یو شمیر ګامونو اخستلو غوښتنه شوې. په دغه غوښتنو کې ځېنې مهمې په لاندیني ډول وې.

  • پاکستان له به د ټاسک فورس لخوا ټاکل شوي خطرونو(چې د ترهګرو ډلو لخوا موجود دي) ځان پوهول، دغه خطرونو ته کتل او د دغې مخنیوی کول وي.
  • پاکستان له به دا خبره عملي کول وي چې د هیواد دننه ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ ترهګرو او تندروه ډلو ماليسرچینې وتړي او هغه کسان یا ډلې چې د دغو لپاره کار کوي، دوي له چندې یا پېسې راټولوي دغه هر څه به په ډاګه کوياو دوي به د نقدو او جاېدادونو نه کنګالوي.
  • او دا به هم ښايي چې د کومو خلکو نه جاېدادونه اخستی شوي دي یا يې پرضد ګامونه اخستل شوي دي، هغوي به رېښتیا هم د خپلو اساسو او وسیلو د کارولو نه محروم پاتې وي.
  • پاکستان به دا هم ښايي چې په هیواد کې اړونده حکومتي چارواکي په غیر قانوني توګه د پېسو لیګلو رالیګو یا مني لانډرنګ پرضد ګامونه اخلي او د نورو چارواکو او ادارو سره په دغه لړ کې مرستې هم کوي.
  • پاکستان به دا باور ورکوي چې حکومتي چارواکي به د نقدو پېسو وړونکي راوړونکي په ګوته کوي او هم دغه شان به د غیر قانونيپېسو حرکت هم ودروي، چې ورسره به د دغې سره تړلې خطرونه په نخښه کیږي.
  • په هیواد کې به د مني لانډرنګ مخنیوي لپاره کارکونکو ادارو تر منځه رابطې ښې کول وي په خاصه توګه د صوبايي او مرکزي حکومتي ادارو تر منځه.
  • پاکستان به د هیواد دننه قانون عملي کونکې ادارې دومره قوي کوي چې دوي د پېسو په غیرقانوني کاروبار کې ککړ کسان او ادارې معلومې کړي، ترې پلټنې وکړي او بیا يې عدالتونه ته هم وړاندې کړي چې سزا ورکړل شي.
  • پاکستان له به دا یقیني کول وي چې د ټاسک فورس لخوا اخستل شوي ګامونو نتیجې اثر لرونکې یا موثره او توله وي. سره د دې به په هیواد کې د قاضیانو او عدالتونو کار ښه کوي او د دوي مرستې کول وي چې د ټاسک فورس فیصلې عملي شي.

د اېف ای ټي اېف په پینځه ورځنې غونډه کې به د نورو یو شمیر نړیوالو موضوعاتو تر څنګ د پاکستان د راتلونکي فیصله هم کیږي او دا فیصله به کوي چې ایا پاکستان د خړ فهرست نه تور فهرست (بلیک لسټ) ته کړي او که نه د نورې څه مودې پورې په خړ نوملړ کې وساتل شي.

د خالي په ورځ د پاکستان وزير اعظم عمران خان د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ په اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي هېواد يې د اېف ای ټي اېف په ٢٧ کې په شلو سپارښتنو عمل کړې او هڅه کوي چې د نړیوالې ادارې د خړ نوملړ څخه د هېواد نوم وباسي.

تر دې دمه دا نه ده معلومه چې پاکستان کومې شل سپارښتنې پوره کړي ایا نړیواله ډله به په دغه سپارښتنو مطمینه شي او که نه.

که څه هم د پاکستان د خزانې مشیر تمه څرګند کړې چې د هیواد نامه به يې د خړ فهرست نه وویستل شي خو اقتصادي څیړنکارانو بیا خبرداری ورکړی چې په تور فهرست کې د پاکستان د شاملېدو خطره اوس هم پر خپل ځای موجود دی.

پاکستان په کوم څه کې پاتې راتلی شي؟

اسلام اباد کې مېشت اقتصاد پوهه مهتاب حیدر څه موده وړاندې وي او ای ډیوه ته ویلي وو پاکستان به ډیر ګامونه پورته کړي وي خو د هیواد دننه د ځنو ترهګرو ډلو او د هغوي د مشرانو پرضد د کوټلو ګامونو نه پورته کولو په سر پاکستان د ستونزو سره مخ کیدی شي.

نوموړی زیاته کړې وه ٫٫ ریشتیا خبره دا ده چې د پاکستان امنیتي ادارې به اوس دا ښايي چې دوي د پاکستان دننه د ترهګرو او بندیز لګیدلې تندروه ډلوپرضد عملي ګامونه پورته کوي او ورته سزا هم ورکړي.٬٬

د فرورۍ په میاشت کې اېف ای ټي اېف د پاکستاني چارواکو لخوا د اخستل شوو ګامونو جاج اخستو وروسته ویلي وو، پاکستان د داعش، القاعده، جماعت الدعوه، فلاح انسانیت، جېش محمد، حقاني نېټ ورک او د طالبانو ځینو کسانو سره د غیر قانوني مرستو په اړه موجودو خطرو پوهه نه لري.

د پاکستان د خزانې پخواني صلاحکار سلمان شا د اګست په میاشت کې وي او ای اردو ته ویلي وو که څه هم پاکستان د بېنکونو په لار د تندروه ګوندونو د مالي مرستو د لیږلو رالیږلو مخه نیولې خو د هغه ډلو یا ګوندونو پرضد يې هیڅ ګامونه نه دي پورته کړي کوم چې په نوو نومونو کارونه کوي. نوموړي ویلي پاکستان له به د هیواد دننه د تندروه ګوندونو پرضد کوټلي ګامونه پورته کول وي.

د راپورونو ترمخه فرانس ځکه پاکستان په خړ فهرست کې شاملولو خبره کړې وه چې فرانس پاکستان ته د حافظ سعيد پرضد د عملياتو کولو ويلي خو د دغې باوجود د حافظ سعيد غیر قانونه ګرځول شوې ډلې ته په بدلو نومونو په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازت هم ورکړی شوی وو.

خړ او تور نوملړ څه معنا لري؟

اېف ای ټي اېف د مخکې نه پاکستان په خړ نوملړ کې اچولی. او ویره ده که پاکستان د دغه نړیوالې ادارې سپارښتنې عملي نه کړي نو کېدی شي پاکستان په تور لسټ کې واچول شي.

اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف نه په خړ لسټ او نه هم په تور لسټ کې نوم د یو هېواد لپاره په نړیواله توګه ښه خبره ده. که یو هېواد په تور لسټ کې شامل شي نو د نورو هېوادونو یا ادارو نه قرضونه اخستل ګران شي او اقتصادي باورتیا يې کمه شي.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېن دېن (مني لانډرنګ) او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG