لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خړ نوملړ نه کوم خوا ځي؟ د اېف ای ټي اېف غونډه په فرانس کې روانه ده


FATF
FATF

د فرانس په سرښار پېرس کې په غیرقانوني توګه د پېسو لیګلو رالیګلو (مني لانډرنګ) د مخنیوي او د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف مهمه غونډه روانه ده چې پکې به د پاکستان په اړه هم فیصله کیږي.

د تیرې ورځې (اکتوبر ۱۳مې) نه پېل شوې دغه پینځه ورځنې غونډه کې به د نورو یو شمیر نړیوالو موضوعاتو تر څنګ د پاکستان په اړه هم فیصله کیږي چې ایا پاکستان د خړ فهرست نه تور فهرست (بلیک لسټ) ته کړي او که نه د نورې څه مودې پورې په خړ فهرست کې وساتل شي او یا د خړ نوملړ نه يې نامه لرې کړل شي.

د خالي یا شنبې په ورځ د پاکستان وزير اعظم عمران خان د خزانې مشير عبدالحفيظ شيخ په اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي هېواد يې د اېف ای ټي اېف په ٢٧ کې په شلو سپارښتنو عمل کړې او هڅه کوي چې د نړیوالې ادارې د خړ نوملړ څخه د هېواد نوم وباسي.

که څه هم د پاکستان د خزانې مشیر تمه څرګند کړې چې د هیواد نامه به يې د خړ فهرست نه وویستل شي خو اقتصادي څیړنکارانو بیا خبرداری ورکړی چې په تور فهرست کې د پاکستان د شاملېدو خطره اوس هم پر خپل ځای موجود دی.

د ايي اېم اېف یو پخوانی استازی ندیم الحق وي او ای ډیوه ته ویلي ښایي پاکستان د اېف ای ټي اېف نور شرطونه پوره کړي وي، خو تر اوسه یې د ٫٫ ښکار ترهګرو٬٬ پر ضد کومه حقیقي مبارزه نه ده کړې.

نوموړی زیاته کړې: "پاکستان د هغو ترهگرو په نیولو کې پاتې راغلی د کومو د نیولو چې نړۍ غوښتنه کوي. نور شرطونه تر یو حده پرځای شوي خو اصلي ستونزه همدا ښکاري."

په پېرس کې پېل شوې دغه غونډه کې به نن او سبا (ګل او نهې)په ورځ د پاکستان لخوا پورته کړل شوي ګامونو جاج اخستل کیږي او د پاکستان په اړه به فیصله کیږي.

اسلام اباد کې مېشت اقتصاد پوهه مهتاب حیدر څه وخت وړاندې وي او ای ډیوه ته ویلي وو که پاکستان د اېف ای ټي اېف لخوا ورکړل شوي ګامونه په عملي توګه پورته نه کړل نو بیا د پاکستان نامه په تور فهرست یا نوملړ (بلیک لسټ) کې اچول کیدی شي چې ورسره به پاکستان د نورو سختو اقتصادي چلینجونو سره مخ شي.

اقتصادي کارپوهان وايي د اېف ای ټي اېف نه په خړ لسټ او نه هم په تور لسټ کې نوم د یو هېواد لپاره په نړیواله توګه ښه خبره ده. که یو هېواد په تور لسټ کې شامل شي نو د نورو هېوادونو یا ادارو نه قرضونه اخستل ګران شي او اقتصادي باورتیا يې کمه شي.

پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ فهرست کې شامل شوی ؤ.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی کوم چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG