لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: د پنجاب په کوټ ادو ښار کې په اعتکاف ناست په ۱۳ کلن هلک په جومات کې جنسي تېری شوی


د پنجاب صوبې وزیراعلا مريم نواز د کوټ ادو د پېښې نوټس اخستی، د ملزمانو د قانون منګولو ته راوستو حکم یې کړی، او ویلي يې دی په دې شرمناکه" پېښه کې ‏ککړ تورن تن ته به قرار واقعي سزا ورکوي"
د پنجاب صوبې وزیراعلا مريم نواز د کوټ ادو د پېښې نوټس اخستی، د ملزمانو د قانون منګولو ته راوستو حکم یې کړی، او ویلي يې دی په دې شرمناکه" پېښه کې ‏ککړ تورن تن ته به قرار واقعي سزا ورکوي"

د پاکستان د پنجاب صوبې په کوټ ادو ښار کې پولیس ویلي په جومات کې په اعتکاف ناست ‏‎13‎‏ کلن هلک باندې په جنسي تيري کې ملزم تن يې نیولي او د پنجاب صوبې ‏وزیراعلا د پېښې نوټس اخستی.

د پنجاب پولیس په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل د مظفر ګړ پوليس په کوټ ادو کې د کم عمره ماشوم سره په زیاتي کې ککړ ملزم نیولی، تفتیش یې شروع کړی او ملزم ته به سزا ورکول کېږي. د پوليسو په وینا دغه پېښه په دويم اپرېل شوې ده.‏

د کوټ ادو په سنانوا پوليس تاڼه کې د پېښې مقدمه درج کړل شوې، د ‏‎13‎‏ کلن هلک پلار په مدعیت کې درج کړل شوي اېف آی ار یا ابتدايي اطلاعي ‏رپورټ د پنجاب پوليسو په اېکس (پخواني ټويټر) خپور کړی چې پکې د هلک پلار ويلي، زوی یې په صدیق اکبر جومات کې په اعتکاف کې ناست وو، د ‏شپې تشناب ته تللی او په دغه وخت پې جنسي تيری وشو.

د پنجاب صوبې وزیراعلا مريم نواز د پېښې نوټس اخستی، د ملزمانو د قانون منګولو ته راوستو حکم یې کړی، او ویلي يې دی په دې شرمناکه پېښه کې ‏ککړ تورن تن به قرار واقعي سزا ورکړل شي.‏

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو دپاره جوړ سرکاري قامي کمېشن ویلي، د يو رپورټ له مخې په ملک کې هره ورځ ‏‎11‎‏ ماشومان ځورول کيږي.‏

د کمېشن مشرې عايشه رضا فاورق د پاکستاني ټي وي چېنل (جيو) سره په خبرو کې ويلي، کمېشن یې په سمدستي ډول د داسې پېښو نوټس اخلي، پلټنې ‏یې کوي او د قانون نافذوونکو ادارو سره په ګډه دا يقيني کوي چې په پېښه کې ککړ کسان د قانون منګولو ته راولي او حساب کتاب ورسره وشي.‏

هغې په علماو هم غږ کړی چې په دغه لړ کې مثبت رول ولوبوي او په داسې پېښو کې د ککړو خلکو پرضد غږ پورته کړي.‏

پاکستان کې د ماشومانو لپاره د کارکوونکې غیر دولتي ادارې ساحل د رپورټ تر مخه په پاکستان کې هره ورځ 11 ماشومان د جنسي زور زیاتي ښکار ‏کیږي‎.‎

په رپورټ کې ویل شوي، په 2023 م کال کې په ټول هیواد کې په ماشومانو د تشدد 4213 پېښې رپورټ شوې چې پکې 2021 ماشومان د جنسي تيري ‏ښکار شوي وو.‏

د "کروول نمبرز" یا ظالمانه شمېرې، په عنوان د ساحل خپور شوي رپوټ کې ویل شوي، پاکستان کې په مجموعې توګه رپورټ شوو په ماشومانو د تشدد ‏‏4213 پیښو کې2251 نجونې او 1962 هلکان وو.‏
د رپورټ له مخې په دغو پیښو کې د شپږو څخه تر پنځلسو کلو پورې د عمر ماشومان د جنسي تیریو زیات ښکار شوي وو

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG