پاکستان
مولوي فضل الله حکومت سره د خبرو نه سکوټ انکار کړى
پيښور- دپاکستان طالبانو د تحريک نوي ټاکل شوي مشر مولوي فضل الله د طالبانو دمشرولۍ سمبالولو سمدستي وروستو حکومت سره د روغې جوړې دخبرو نه سکوټ انکار کړى اؤ وئيلي يې دي داسې بريښي چې دپاکستان موجوده حکومت قبائيلي سيمو کې د ډرون بريدونو پلوي دى ځکه ورسره خبرې نۀ شي کيدلى.
د زيارت په ماسخوتن ناوخته د پاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهد الله شاهد مطبوعاتو ته وئيلي دهغوئ نوى مشر په دې نظر دى چې حکومت ورسره دمذاکراتو په نوم ټگي کوي اؤ نور نه غواړي چې ددغه ټگۍ ښکار شي .
طالب وياند د مولوي فضل الله له خولې وويل"پاکستان کې چې هر گوند حکومت ته ورسيږي نو مونږ سره ډبل گيم کوي ،تردې مهاله دامن مذاکراتو په نوم مونږ تيرويستې شو خو نور به نۀ تيروځو"
شاهدالله شاهد وويل د مولوي فضل الله په نظر هغه سل په سله په دې خبره باوري دى چې موجوده حکومت د ډرون بريدونو پلوي دى ځکه نو ددې حکومت څخه د بدل اخستو دپاره هغه هره يوه پريکړه کولى شي .
دمولانا فضل الله تعلق دخيبرپښتونخوا دسوات سيمې سره دى اؤ هغه دتحريک نفاذ شريعت محمدي دمشر صوفي محمد زوم دى.
هغۀ دلوړکچ کومي ديني يا دنياوي زده کړې نه دي کړي.
نوموړى هاغه وخت خلکو وپيژندو کله چې په کال ٢٠٠٧م کې په ملاکنډ کې دشريعت دنفاذ دپاره دمولانا صوفي محمد وسله والو غږ پورته کړو.
په دغه مهال هغه دخپل غيرقانوني ايف ايم ريډيو له لارې دسوات خلکو ته دشرعي اصولو په اساس دژوند کولو تبليغات کول چې له دې امله ډيرو خلکو ورته ريډيو ملا هم وئيلو.
سوات کې دهغه د فعاليت په مهال مولوي فضل الله د ښځو په تعليم بنديزلگولى ؤ،په شلگونو اسکولونه يې په بمونو الوځولي وؤ اؤ د سوؤنو خلکو د وژنې پړه يې په غاړه اخستې وه.
په تيره موده کې پاکستاني ميډيا دائتلافي ځواکونو په يو بريد کې دهغه د وژل کيدو راپورونه هم خپارۀ کړي وؤ خو وروستو هاغه په يو ويډيو کې وليدل شو چې روغ رمټ ؤ.
کله چې په کال ٢٠٠٨م کې په سوات کې دامن دتړون څخه دسرغړونې وروستو پاکستاني پوځيانو په دغه سيمه کې دهغه دوسله والو په ضد عمليات پيل کړل نو هغه ړومبى قبائيلي سيمې اؤ بيا دافغانستان نورستان ولايت ته تښتيدلى ؤ.
راپورونه وائي دافغانستان څخه هم هغه په پاکستان کې خپل دورانکارۍ فعاليتونه دوامداره ساتلي وؤ اؤ زياتره وخت به يې په دير سيمه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه کول.
په دغو بريدونو کې دپاکستان يو شمير پوځيانو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.
په تيره موده کې پاکستاني ميډيا دائتلافي ځواکونو په يو بريد کې دهغه د وژل کيدو راپورونه هم خپارۀ کړي وؤ خو وروستو هاغه په يو ويډيو کې وليدل شو چې روغ رمټ ؤ.
تيرکال په ملاله يوسفزئي سوات سيمه کې دشوي وژونکي بريد پړه هم دمولانا فضل الله وسله والو په غاړه اخستې وه.
تيره مياشت هم خپله يوه مرکه کې مولوي فضل الله ملاکنډ کې ميجر جنرل ثناء الله خان نيازي په ګډون ددريوؤ لوړپوړو پوځيانو په وژنه خوشحالي ښکاره کړې وه اؤ دغه يې خپله فتح ګرځولې وه.
دمولانا فضل الله پسر دپاکستان حکومت ٥٠ لکه روپۍ انعام هم ويستى دى اؤ څو کرته يې دافغان حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې بايد مولانا فضل الله پاکستان ته وسپارل شي.
See all News Updates of the Day
بلوچستان: پنجګور کې په پولیسو د وسله والو برید کې یو پولیس افسر وژل شوی
د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان په پنجګور سیمه کې نامعلومه وسله والو د پولیسو په ګاډي برید کړی چې پکې یو پولیس افسر وژل شوی.
د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه تېره ورځ د پنجګور په چتکان بازار کې مخې ته راغلې ده.
د سرچینو په وینا دغلته د سټي تاڼې پولیسو په ګاډي کې ګزمه یا ګشت کولو چې په موټر سایکل سورو نامعلومو وسله والو د پولیسو په ګاډي ناتاره ډزې وکړې.
سرچينې وایي د وسله والو په ډزو کې یو پولیس افسر یا سب انسپکټر شکیل احمد وژل شوی دی.
له پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتېدلي اؤ پولیسو سیمه په ګېره کې اخستې اؤ د وسله والو لټون یې پېل کړی دی.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بیلتون پاله وسله والو بلوڅ یاغي ډلو منلې ده.
تر دې وړاندې په 26م اګست د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې تر 70ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ.
بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پغاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.
تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.
د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.
د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.
په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.
وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.
بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.
پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.
د افغان طالبانو اؤ پاکستاني ځواکونو نښته، د پاکستان امنیتي سرچينې وایي 8 طالبان وژل شوي اؤ 16 ژوبل شوي
په پاکستان کې امنیتي سرچېنو دعوه کړې ده چې د افغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د افغان طالبانو اؤ پاکستاني ځواکونو تر منځ درنه نښته شوې چې په دې نښته کې اته افغان طالبان وژل شوي اؤ 16 نور ژوبل شوي دي.
د اتوار په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو د پاکستان د "امنیتي سرچینو" له خولې ویلي د ۷م ستمبر په سهار د پاکستان اؤ افغانستان د پولې ترڅنګ د افغان سرحدي سیمې پلوسین نه په پاکستاني پوستو ناتاره پاروونکې ډزې شوې دي.
سرچېنو ویلي چې د پاکستان پوځ د افغان طالبانو له لوري شوؤ دې پاروونکو ډزو ته کوټلی ځواب ویلي اؤ په ځوابي ډزو کې یې اته افغان طالبان وژل شوي ا ؤ شپاړس نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې چې عموماً پوځ کومه خبره پخپله نیغ په نېغه نه کول غواړي نو پاکستاني رسنۍ بیا زیاتره وخت هغه خبره د "سرچېنو "په نوم مخې ته راولي.
سرچېنو ویلي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د افغان طالبانو دوه مهم کمانډران خلیل اؤ جان محمد هم وژل شوي اؤ دعوه یې کړې ده چې د افغان طالبانو یو ټینک هم تباه کړل شوی دی.
د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د شنبې په ورځ سختې نښتې شوې وي ، چې د راپورونو له مخې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د امنیتي چارواکو او دواړو غاړو د اوسېدونکو له قوله ویل شوي دي،د جګړې سیمه د افغانستان په سویل ختیځ کې د خوست ولایت او د پاکستان پولې ته څېرمه د کورمې ضلعې تر منځ پرته سیمه ده.
د راپورونو له مخې جګړه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو هڅه کوله افغان لوري ته یوه امنیتي پوسته جوړه کړي خو وایي چې پاکستاني پوځیانو په هغوي ډزې پیل کړې اؤ د پوستې جوړولو مخه یې ونیوله.
پاکستاني چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د نږدې 2600 کلومیټره اوږدې پولې په اړه د دوه اړخیزو هوکړو له مخې هیڅ یو لوری نه شي کولی په یو اړخیزه توګه نوې پوستې جوړې کړي.
تېره ورځ هم ګڼو سرچینو خبر ورکړی ، چې په روانو سختو نښتو کې د یوه افسر په ګډون لږ تر لږه پنځه پاکستاني پوځیان او څلور افغان پوله ساتونکي ټپیان شوي دي.
د پاکستان او افغانستان چارواکو په سمدستي توګه د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په څو ورځو کې دوهم ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان پولې په اوږدو کې د لانجمنو پوستو جوړولو پر سر نښتې کېږي.
د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ دا تازه پوځي تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال په افغان خاوره کې پټنځایونه لري او د پولې هاخوا د ترهګریزو بریدونو د پلانونو په جوړولو کې د دغه هیواد د طالب مشرانو له خوا ورسره مرسته کیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز بلوچ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار کړی ؤ چې "مونږ په څو مواردو کې د دغو ترهګرو ډلو د فعالیتونو شواهد وړاندې کړي، چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري"
هغې په اسلام اباد کې یوې اونیزې خبري غونډې ته وویل، «مونږ د افغانستان له حکومته غواړو چې د دغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي او دا یقیني کړي چې دغه ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه ونه کړي»
په افغانستان واکمن طالب چارواکي په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون د نورو بهرنیو وسله والو ډلو د شتون تورونه ردوي او وایي، هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دوی له خاورې د ګاونډي هیوادونو په ضد استفاده وکړي.
د ملګرو ملتونو وروستیو ارزونو د طالبانو دعوې رد کړي او د پاکستان د دې اندیښنو ملاتړ یې کړی چې د ټي ټي پي وسله والو په کابل کې د افغان حکومت په مرسته د پولې هاخوا تاوتریخوالی زیات کړی.
له هغه وخته چې طالبان درې کاله مخکې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پاکستان اؤ افغانستان دوه اړخیزې اړیکې په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي د زیاتیدونکو بریدونو او کله ناکله د سرحدي نښتو له امله خړې پړې شوې اؤ د روان تاو تریخوالي له امله سوداګریزې اؤ ټرانزیټي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.
تحریک انصاف په سمدستي توګه د عمران خان د خوشې کولو خبرداری ورکړی، وایي بله جلسه به لاهور کې کوي
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اسلام اباد په جلسه کې بیلابیلو مشرانو پخپلو ویناګانو کې په سمدستي ډول د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
یاد ګوند اعلان کړی دی چې خپله راتلونکې جلسه به په لاهور کې کوي چرته چې ددې ګوند د تر ټولو ستر سیاسي مخالف ګوند مسلم لیګ(ن) حکومت دی.
د اتوار په ورځ د اسلام اباد سنګجاني کې ترسره شوې د پي ټي آي جلسې ته وینا کې د خېبر پښتونخوا صوبې وزیراعلا علي امین ګنډاپور خپله وینا کې ویلي که له یوې نیولې تر دوؤ اوونیو عمران خان په قانوني توګه خوشې نه کړل شي نو بیا به پي ټي آي پخپله هغه راخوشې کړي.
هغه ویلي که اجازه ورکړل شي اؤ که نه خو تحریک انصاف ګوند به خپله راتلونکې جلسه په لاهور کې کوي اؤ د مرکز اؤ پنجاب حکومتونو ته یې خبرداری ورکړو چې "زمونږ د ایسارولو کوشش دې ونه کړل شي"
هغه وویل ، د مینډیټ پټوونکي دې زمونږ د مخې نیولو هڅه نه کوي ګنې د بنګله دېش نه به هم خراب حال رامنځته شي.
هغه وویل د دفاع وزیر خواجه اصف وایي چې جنرال فېض حمید له ریټایرډ کېدو وروسته پي ټي آي سره تماسونه لرل، نو باید چې نوموړی د خپلې ادارې اصلاح وکړي.
د علي امین ګنډا پور وینا وه چې هیڅوک د عمران خان پوځي ټرایل یا قضیه نه شي کولی "اؤ که پوځ سم نه کړی شو نو مونږ به یې پخپله اصلاح وکړو ځکه چې دا زمونږ پوځ دی".
علي امین ګنډا پور د پوځ ویاند مخاطب کړو اؤ وي ویل "یوازې په دې خبرو هیڅ نه کیږي چې ګنې تاسو سیاست کې برخه نه لرئ، په سیاست کې له تاسو پرته هډو څوک شته نه"
د نوموړي وینا وه "د ټولو ادارو اؤ محکمو واله باید واوري چې تاسو ایین ته د ژمن پاتې کېدو سوګند کړی دی اؤ که په سوګند مو عمل ونه کړو نو احتساب به مو کیږي "
جلسې ته وینا کې د تحریک انصاف ګوند چیرمین بېرسټر ګوهر خان ویلي د ماینس عمران خان یا له عمران خان پرته سیاست به کامیاب نه شي.
هغه وویل ګوند به یې د ججانو د شمېرې اؤ مودې سیوا کولو مخالفت کوي .
قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ډلو مشر عمر ایوب خان پخپله وینا کې وویل د تحریک انصاف فعالان دې تیارۍ ونیسي اوس به ګرد هیواد کې جلسې کیږي.
سلمان اکرام راجه وویل عمران خان به هیڅکله خپل سر ټيټ نه کړي اؤ تر وروستۍ ساه به مقابله کوي.
د هغه وینا وه هیڅ یو جېل دومره لویې نه دی چې د عمران خان جذبه به قېد وساتي.
د تحریک انصاف د مشرانو په ځانګړي ډول د وزیراعلا علي امین ګنډا پور وینا ته خپل عکس العمل کې د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي ، علي امین دې پخپلو الفاظو اوس ولاړ پاتې شي اؤ په دوؤ اوونیو کې دې خپل مشر راخوشې کړي.
په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې د دفاع وزیر د وزیراعلا علي امین ګنډا پور په وینا کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي، پخپل تقریر کې دې شخص د بنګله دېش حواله ورکړې اؤ د پښتنو د لښکر په پنجاب د ورخېژولو ګواښ یې کړی دی خو دی ددې جوګه نه دی چې خپله سیمه کې امن ټینګ کړي.
خواجه اصف ویلي، که دده (علي امین ګنډاپور)سره دومره لښکرې وي نو ترهګري دې قابو کړي یا دې ومني چې دا د ترهګرو ملګری دی.
په ګرد پاکستان کې د نن نه د پولیو واېرس پرضد ځانګړې کمپاېن پېلیږي
په ګرد پاکستان کې نن (ګل/ دوشنبه، ۹ ستمبر) د پولیو واېرس پرضد د وېکسینو ورکولو ځانګړې کمپاېن پېلیږي چې پکې به په ګرد هیواد مېلینونو ماشومانو ته د پولیو واېرس پرضد وېکسین ورکړل کیږي.
پاکستان کې د پولیو د مخنیوي ځانګړې ادارې نېشنل ایمرجنسي اپریشنز سینټر رابطه کار انوار الحق ویلي چې د 9م ستمبر د پولیو د مخنیوي کمپاین کې په ځانګړې توګه هغه ضلعې شامل کړل شوي چې پکې د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی اؤ چرته چې د دغه وایرس د لا خوریدو خطره زیاته ده.
نوموړي ویلي سبا به د پولیو ډلې 115 ضلعو کې هر کور ته ځان رسوي اؤ تر دریوؤ کروړو زیاتو ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي.
د پاکستان د نورو صوبو ترڅنګ د بلوچستان صوبې په شپږدېرش ضلعو کې به هم کمپاېن پيلېږي. دا کيمپېن د نورو کيمپېنونو په پرتله ځکه توپير لري، چې دا له افغانستان سره په يو وخت يا سينکرونايزډ ترسره کېږي.
د بلوچستان د روغتيا د بېړنيوعملياتو مرکز يا اي او سي بلوچستان مشر انعام الحق قرېشي وايي، په صوبه کې راتلونکي کيمپېن لپاره د دوه اعشاريه شپږ ميليون ماشومانو د ويکسين کولو هدف ټاکل شوی.
په بلوچستان کې لري پرتو سيمو ته د کيمپېن لپاره د ويکسين لېږلو ترڅنګ د پوليوکارکوونکو ټريننګ يا تربيت هم ترسره شوی، چې کيمپېن په ښه توګه ترسره شي.
په پاکستان کې تر دا مهال پوري د پوليو اوولس مثبت کېسونه يا پېښې رپوټ شوې دي. تر ټولو زيات کېسونه (دولس) په بلوچستان کې دي. د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي، چې پوليوکيمپېن يې سنجيده ګڼلی او د وايرس له منځه وړلو هوډ يې کړی، چې وايرس په بشپړه توګه ختم شي. د پاکستان سېند صوبې نه سږ کال درې او د پنجاب نه یواځې یو کېس رپورټ شوی.
د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد نه 16 کاله وروسته په وړومبي ځل د پولیو پېښه مخې ته راغلې ده.
د پاکستان د روغتیا قامي ادارې د پولیو د مخنیوي د لیبارټرۍ له مخې د اسلام اباد په یونین کونسل 4 کې یو ماشوم ته د پولیو د وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.
پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق ویلي له بده مرغه یو بل پاکستانی ماشوم په داسې ناروغۍ اخته شوی چې هیڅ علاج یې نشته، خو د پولیو نه د خوندیتوب اسانه لاره د پولیو ویکسین دي .
پخپل یو بیان کې هغې ویلي ملک کې د پولیو ناروغۍ خوریدو ته په کتلو سره د پولیو پروګرام ټولو صوبو اؤ ضلعو سره په ګډه یوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړې ده چې د هغې مقصد د پولیو د مخنیوي د پروګرام معیار ښه کول، د دې وایرس د خورېدو مخه نیول اؤ د ټولو ماشومانو ویکسین پورې لاس رسی باوري کول دي.
په نړۍ کې دا مهال پاکستان اؤ افغانستان هغه دوه یوازیني هیوادونه پاتې شوي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغي موجود ده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره د حکومتي بندیزونو په اسلام اباد کې جلسه شورو کړې
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان تحریک انصاف ګوند په اسلام اباد کې جلسه پېل شوې او د ګوند لخوا ویل شوي چې د بیلا بېلو سیمو نه راوتلې قافلې لا هم په لاره دي چې د جلسې ځاې ته ځان ورسوي.
د ګوند لخوا ویل شوي چې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ کې یوه لویه قافله د خېبر پښتونخوا نه دغه جلسې ته ورروانه ده چې ورسره به ځاې پر ځاې نور کار کونکي هم شاملیږي.
د پي ټي ايي یو مشر او د قامي اسمبلۍ غړي شېر افضل مروت ویلي چې حکومت څومره هم کنټېنرې ولګوي ګوند یې دغه قافلې به اسلام اباد ته رسیږي. نوموړي ویلي چې په یوه اونۍ کې به پنجاب ته هم د جلسې لپاره ځي او علي امین ګنډا پور به د دغې پلان اعلان کوي.
د دغې جلسې وړاندې د سنګجاني سیمه کې د موباېل انټرنېټ ورو کیدو رپورټونه هم مخې ته راغلي. د رپورټونو تر مخه په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د موباېل انټرنېټ سهولت ورو شوی چې له سببه یې کارونکي د ستونزو سره مخ دي.
د دغه دواړه ښارونو په بېلا بېلو سیمو کې د سړکونو د تړل کیدو رپورټونه هم راغلي. د پاکستان ځايي میډیا رپورټونو تر مخه جي ټي روډ هم د دواړه خواو نه بند کړل شوی.
د اسلام اباد د ضلعي انتظامیې لخوا د امنیت د لوړې درجې خطر (سیکورټي رېډ الرټ) هم جاري شوی او د انتظامیې تر مخه د امنیت لپاره ځاې پر ځاې کنټېنرې لګول شوي.
د اسلام اباد ریډزون ټولې لارې هم د کنټېنرو په لار تړل شوي. د جلسې په اړه د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر ضلعي انتظامیې ته خواست کړی چې که د جلسې لپاره یې اجازه ورکړې نو بیا دې ځاې پر ځاې بندیزونه نه لګوي.
تحریک انصاف ګوند وړاندې د دې نه پینځه وارې په اسلام اباد کې خپله اعلان کړې جلسه منسوخ کړې وه او دا ځلې د ګوند مشرانو ویلي چې ننۍ جلسه به خامخا کوي. د ګوند مشرانو ویلي چې ننۍ جلسه به تاریخي جلسه وي.
د ننۍ جلسې ځاې هم د تحریک انصاف ګوند لخوا بدل کړی شوی. ګوند مخکې ویلي وو چې په ترنول چوک کې به جلسه کوي خو بیا یې د جلسې ځاې سنګجاني انټرسېکشن ته بدل کړی.
بلخوا حکومتي غړو د تحریک انصاف ګوند په دغه جلسه نیوکې کړي. د مسلم لیګ ن ګوند مرکزي غړې مریم اورنګزیب ویلي ننۍ جلسه د نهمې مې او د ریاست پرضد د منصوبو جوړونکو د خپل جرم نه د ځان ساتلو لپاره د این ار او غوښتنه ده.
تیره ورځ د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان په اډیاله جیل کې د خبریالانو سره د خبرو په وخت ادعا کړې وه چې د تیرې جلسې(۲۲م اګست) نه کولو لپاره ورته منتونه شوي وو. عمران خان د ننۍ جلسې په اړه ویلي چې د دې اجازه ورکړل شوې وه خو اوس په دغې کې هم خنډان ودرول کیږي.
د ګوند یو بل مشر اعظم سواتي بیا ویلي وو چې د ۲۲م اګست جلسه یې په اسلام اباد کې د یو مذهبي ګوند د جلسې د لاسه ځنډولې وه.
( د دې خبر معلومات د وي او ای اردو د ویب پاڼې اخستل شوي)
Forum