لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اوس هم د اسامه بن لادن ملګری ازاد ګرځي او فتوې ورکوي


د امريکا اېسوسي اېټډ پرېس وايي په پاکستان کې د القاېده د مشراسامه بن لادن نزدې ملګری او د حرکت المجاهدين مرستيال باني فضل رحمان خليل ازاد ګرځي چې وخت په وخت د خپل تنظيم نوم بدلوي او نن سبا د انصارالامه په نوم تنظيم مشري کوي. چې امريکه يي ترهګر تنظيم ګڼي.

دغه رپوټ وايي فضل رحمان خليل اسلام اباد سره نزدې د خالد بن الوليد په نوم مدرسه هم لري چې په دروازه يې کلاشنکوف په لاس څوکيداران هم ولاړ وي.

رپوټ وايي نوموړی وسله وال تربيه کوي او افغانستان او کشميرته يي د جګړې د پاره ليګي.

د ترهګر تنظيمونو مشر فضل رحمان خليل سره د سوونو مذهبي سکالرانو د روان کال په سر کې فتوه ورکړې وه چې په پاکستان کې هر ډول ترهګري او ځانمرګي بريدونه په شريعت کې حرام دي.

په دغه فتوه په افغانستان کې نيوکې شوې وې افغان صدر اشرف غني ويلي وو اسلام يواځې د پاکستان لپاره نه دی بلکه د ګردې نړۍ لپاره دی او پکار ده چې دغو علماو په خپله فتوه کې افغانستان کې هم دترهګرۍ غندنه کړي وی.

خو د اېسوسي اېټډ پرېس سره د مرکې په وخت نوموړي فضل رحمان خليل ويلي، صدر غني دې هم په افغانستان کې د علماؤ نه دغسې فتوې واخلي او مونږه به هم ورسره ملاتړ له ورشو.

د امريکې خارجه وزارت وايي خليل د افغانستان په مشرقي سيمو کې د وسله والو تربيتي کېمپونه لري. د امريکې د وېلسن سنټر څيړونکی ماېکل کوګلمېن وايي:" فضل رحمان خليل د اسامه بن لادن نزدې ملګری وو او د وسله والو د تنظيمونو سره نزدې رابطې لري هرڅه که هغه غلی دی خو بيا هم د پام وړ دی"

خو د اېسوسي اېټډ پرېس سره په خپله مرکه کې د پاکستان پنجاب ایالت سره تعلق لرونکي فضل رحمان خليل د امرېکا دغه تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان کې ترهګر ازاد ګرځي.

نوموړی وايي: "که امريکه هرڅه وايي هېڅ فرق نه کوي، زه پاکستانی يم او دلته عدالتونه شته، که زه مجرم يم عدالت به سزا راکړي خو امريکا د عدالتونو په ځاې پخپل سر د سزا ملګرتيا کوي."

نوموړي د ترهګرۍ په اړه د امريکې په پاليسۍ هم نيوکې کړي او ويلي دوي پخپلو تګ لارو کې ګنګس دي دوي حقاني ډله ترهګر بلي او طالبانو سره يې د خبرو اترو لاره خلاصه ساتلي: " طالبان اوحقاني يوه ډله ده، داڅنګه ديوبل نه جلا کېدی شي. سراج الدين حقاني د طالبانو دويم نمبر مشر دی تاسو يي څنګه د نورو طالبانو نه بيلوئ؟"

ښاغلي فضل رحمان خليل د امريکا دغه تورونه هم رد کړل چې ګنې دې په کشمير کې جنګيږي،" ماته د امريکا استخباراتو د سټنګر تربيت راکړی او په افغانستان کې د امريکا سره اوږه په اوږه د روس خلاف جنګېدلی يم خو کشمير ته يوې ورځې له هم نه يم تلی"

فضل رحمان خليل چې وس ۵۵ کلن دی د کال ۱۹۸۰م په لسيزه کې د مجاهدينو کمانډر وو چې د امريکې صدر رونالډ رېګن به ورته " د ازادۍ جنګيالی يا فريډم فاېټرزويل، چا چې د امريکا د سټنګر ميزاېل تربيه ترلاسه کړې کوم چې د روس په ضد په افغانستان کې کاميابه وسله ثابته شوه او روس کال ۱۹۸۹ کې د افغانستان نه په ماتې لاړو.

څيړونکي وايي پاکستان په خپله خاوره دغسې ترهګرو له ازادي د خپلو مقصدونو لپاره ورکوي او وخت په وخت يي د هند په ضد کاروي د چا سره چې پاکستان درې جنګونه کړي چې دوه پکې د کشمير په سر شوي.

پاکستان وخت په وخت امريکا ته ورياد کړي چې د ترهګرۍ په ضد روان جنګ کي يي درنې قربانۍ ورکړي په زرګونو پوځيان يي وژل شوي چې په افغانستان کې د ناټو او امريکا د وژل شوي عسکرو نه ډېر زيات دي.

په امريکا کې يو بل څيړونکی سېټ جونز وايي، "پاکستان د ځنو ترهګرو په ضد کوټلي ګامونه اخستي خواستخباراتي ادارې يي وس هم ځنې وسله وال په هند او افغانستان کې د خپلو جنګي مقصدونو لپاره کاروي".

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG