واشنګټن —
فېس بک ویلي د ګل، دوشنبې، په ورځ یې په ټوله دنیا کې نېټ ورک ځنډېلی و.
رویټرز خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل په سملاسي ډول دا نه وه معلومه چې د سوشل میډیا دغه وېب پاڼې ولې افلاین وې خو د فېس بک په وېب پاڼه وویل شوي کېدی شي چې د دې سبب ډومېن نېم یا د وېب پاڼې د نوم سره تړلي مسله وي.
رویټرز وايي ډومېن نېم سسټم (ډي اېن اېس) د انترنېټ استعمالوونکي د وېب اېډرېس د لارې مطلوبه وېب سایټ ته رسوي.
د رویټرز ترمخه فېس بک تسلیم کړې وه چې اېپس ته یې څوک رسايي نشي کولی خو نه یې مسله څرګنده کړې او نه یې هم دا ویلي چې د مسلې دلاسه په څومره تعداد کې صارفین متاثر شوي دي.