د امریکې د مرکزي یا فیډرل او د ایالتونو د چارواکو د نویو جایزو له مخې په ټوله امریکا کې د رایې یا ووټ ورکولو مرکزونو ته د بمي چاودنو یو شمېر ګواښونه لېږل شوي دي او وایي داسې ښکاري چې دا له روسه راځي.
د سه شنبې- نهې په سهار د بمي چاودنو لومړني ګواښونه د امریکې جنوبي ایالت جورجیا ته رسېدلي چې هلته په یو شمېر ځایونو کې د ووټ اچولو بهیر د لنډ وخت لپاره درولی، خو د ایالتونو چارواکو زر دا معلومه کړه چې ګواښونه د باور وړ نه دي.
د جورجیا ایالت سټېټ سیکرټري برېډ رافینسپرګر تایید کړه چې د رایو ورکولو مرکزونو ته بمي ګواښ شوی وو او په یوه خبري غونډه کې یې وویل، ګواښونو د جورجیا په ډېرو کاونټیو کې له پینځو تر اوو سیمو پورې اغېزمنې کړې:
"موږ سرچینه وپېژندله او دا له روس څخه وه، دوی یو شرارتي هڅه وه او داسې ښکاري چې دوی نه غواړي موږ رڼې، منصفانه او سمې ټاکنې ولرو. دوی فکر کوي که دوی موږ په خپل منځ کې وجنګوي، دا به د دوی کامیابي وي."
د امریکې د ټاکنو د ګډوډولو هڅې ډېرې پراخې ښکاري. د امریکې د پلټنو مرکزي ادارې ایف بي ای د سه شنبې- نهې په ورځ وویل، "په څو ایالتونو کې د ووټ اچولو مرکزونو ته له بمي ګواښونو خبر دي."
ایف بي ای زیاته کړه چې "داسې ښکاري چې ډېری ګواښونه له هغو ایمېل ډومېنونو یا ایډرسونو څخه راځي چې په روس پورې اړه لري." د ایف بي ای اداره وایي:
"تر اوسه هیڅ یو ګواښ د باور وړ نه دی ګڼل شوی. موږ به له خپلو ریاستونو او د امنیتي ادارو له ځایي شریکانو سره نیزدې کار ته دوام ورکړو چې زموږ ټاکنو ته هر ډول خطر ته جواب ووایو او زموږ ټولنې وژغورو ځکه چې امریکایان د ووټ حق استعمالوي."
مشکوک روسي چال تر وروستیو شېبو پورې نوره هڅه کوي چې د امریکې صدارتي ټاکنې ګډې وډې کړي.
د سه شنبې- نهې د ورځې په سهار چې څنګه د امریکې ډېر ووټ اچوونکي د خپلو رایو ورکولو ته تیار شوي وو، ایف بي ای هغوی ته لږ تر لږه د دوو هڅو په اړه خبرداری ورکړ چې د ایف بي ای د نوم او مشابهت په کارولو سره غلط بیانۍ ته وده ورکړي.
په یوه معامله کې د ایف بي ای چارواکو د جعلي خبرونو کلیپونو ته اشاره وکړه چې پکې له امریکایانو غوښتل شوي "ووټونه دې له کوره [آنلاین] واچوي" ځکه چې د ترهګر برید خطرې زیاتې دي.
په بل اړخ کې ایف بي ای خبرداری ورکړی چې د ټولنیزو رسنیو اکاونټونه د ټولې امریکې د پینځو زندانونو په اړه د جعلي خبرونو ویډیو خپروي چې وایي په ټاکنو کې د درغلیو په سکیم کې لاس لري.
د ایف بي ای دفتر وویل دواړه ویډیوګانې "مستند نه دي" او د اوسني ګواښ یا استازیتوب نه کوي.
ایف بي ای ونه ویل چې د دغو ویډیوګانو جوړولو ذمه وار څوک دی، دا ویډیوګانې یواځې درې ورځې وروسته له هغې خپرېدل پیل شوې چې ایف بي ای ته منسوب شوې دوې نورې جعلي ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپریدل پیل شوي.
Forum