په ټوله امریکا کې تېر کال د تشدد نه ډک جرمونه کم شوي وو خو غلاګانې زیاتې شوې وې او د موټرو په پټېدو کې د ۱۰ فیصد نه زیاته اضافه شوې وه.
په امریکا کې د جرمونو په اړه شمار شمېرې د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي خپل کلیز کې وړاندې کړې.
په پرتشدد جرمونو کې یو اشاریه اووه فیصد او د خلکو په وژل کېدو کې شپږ اشاریه یو فیصد کمی شوی و، په زور د جنسي فعل یا د رېپ په پېښو کې پینځه اشاریه څلورفیصد کمی او د جنسي حملو په پېښو کې یو اشاریه یو فیصد کموالی شوی و خو په شوکو کې یو اشاریه درې فیصد اضافه شوې وه.
د تشدد نه ډک جرمونو کې د کمي برعکس مالي جرمونو کې اووه اشاریه یو فیصد اضافه شوي وه چې په کې د موټرو غلاګانې ۱۰ اشاریه نهه فیصد زیاتې شوې وې. د ۲۰۲۱ په مقابل کې په ۲۰۲۲ د وسلې په زور خلکو نه د موټرو د اخیستل کېدو په واقعاتو کې اته اشاریه یو فیصد اضافه شوې وه.
د جرمونو په اړه د اېف بي ای شمېرې د څېړنې ادارې کاونسل ان کرېمېنل جسټس نومې ادارې د جولای په میاشت کې د شایع شوي رپورټ سره سمون خوري. په دغه رپورټ کې د ۳۷ ښارونو معلوماتو ته کتنه شوې وه او په کې موندل شوي وو چې د ۲۰۲۲ کال د وړمبۍ نیمايي په مقابل کې د ۲۰۲۳ په وړمبۍ نیمايي کې په قتلونو کې نهه اشاریه څلورفیصد کمی شوی و خو د موټرو په غلا کې ۳۳ اشاریه پينځه فیصد اضافه شوې وه.
د جرمونو په اړه د اېف بي ايي د تېر کال په رپورټ کې د نیویارک، لاس اېنجلس او مای یامي په شان د ځینو علاقو پولیس معلومات نه وو شریک کړي خو بیا د معلوماتو جمع کولو په نظام کې اصلاحات وکړی شوو.
د اصلاحاتو په نتیجه کې به مختلفې ادارې د جرمونو په اړه معلومات په جدیده طریقه او په زیات تفصیل شریکولی شي خو د چارواکو په قول د پولیس دپاره نوي نظام ته اوړېدل به څه لږ پېچیده وي.
د جرمونو په اړه د سږ کال د شمېرو ترمخه د وسلې دلارې د بالغو کسانو د تشدد ښکار کېدو په پېښو کې شپږ اشاریه شپږ فیصد کمی شوی خو د ماشومانو د ښکار کېدو پېښې ۱۱ اشاریه اته فیصد زیاتې شوې وې.
د ۲۰۲۱ په مقابل کې په ۲۰۲۲ کې د قانون نافذ کوونکو ادارو په افسرانو حملو کې یو اشاریه اته فیصد اضافه شوې وه.
په مجموعي توګه د نونسوه نوي د لسیزې په مقابل کې په موجوده وخت کې امریکا کې په مجموعي توګه د پرتشدد جرمونه کم شوي دي.
Forum