لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: ایا مغربي ملکونه د هغو مسلح ډلو نه محفوظ دي چې افغانستان ته خپل کور وايي؟


افغان طالبان په په ۱۹۹۴ کې د شروع  شوي، خپل ځان ته اسلامي امارات وايي او مشر د امیر المومنین په نامه یادوي. د طالبانو موجوده مشر ملا هېبت الله اخونزاده په څرګنده نه دی لیدل شوی

یو کال شوی چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي دي خو په دې خبره ډیر لږ اتفاق لیدل کېږي چې ایا دنیا او په خصوصي توګه مغربي ملکونه د هغو وسلو والو ډلو نه محفوظ دي چې افغانستان یې خپل کور بللی دی؟

په دغه بحث کې، د وي او ای رپورټ وايي، د اختلاف تر ټولو لوی ټکی هغه وخت رامنځته شو چې د جولای په ۳۱ نېټه امریکايي ډرون په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري ووژلو.

د امریکايي چارواکو په قول الظوارهري په هغه د حملې نه څو میاشتې مخکې کابل ته تللی و او په هغه کور کې اوسېدو چې مالکان يې د طالبانو په حکومت کې شامل دي خو طالبان د هغه د موجودګۍ نه نه وو خبر.

د امریکې د قامي سلامتیا شورا یا نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو یاداشت کې وویل د ترهګرۍ د خطر مخه نیولو او یا د دنیا تر ټولو مطلوب ترهګر د جنګ د مېدان نه د لېرې کولو دپاره امریکا دې خبرې ته ضرورت نه لري چې په ځمکه ځواکونه ځای په ځای او د خطر سره يې مخامخ کړي.

د القاعده په اړه په ورستیو ورځو کې د امریکې استخباراتي څېړنه وایي دغه ډله اوس د افغانستان نه د امریکي او یا د امریکايي مفاداتو په ضد د حملو صلاحیت نه لري. په دغه څېړنه کې وېل شوي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته، القاعده په افغانستان کې ځان بیا نه دی منظم کړی.

خو ځینې خلک په دې اړه د شک څرګندوي چې ګنې د القاعده اثر کم شوی دی. په دغو کسانو د امریکې د کانګرس غړي او پخواني استخباراتي او پوځي چارواکي هم شامل دي چې په کابل کې د الظواهري موجودګي دا ویره راتازه کوي چې طالبانو دوحه په تړون کې دا لوظ مات کړی چې وسله والو ډلو ته به په افغانستان کې پناه نه ورکوي.

د وی او ای رپورټ وايي د ترهګرۍ ضد نړیوالو ادارو یوازې د القاعده په ممکنه توګه د بیا فعاله کېدو په اړه تشویش نه دی څرګند کړی.

د القاعده وژل شوی مشر اېمن الظواهري
د القاعده وژل شوی مشر اېمن الظواهري

متحده قومونو تېره میاشت په یو رپورټ کې خبرداری وکړو چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې مخ په خپرېدو ده او دا چې د داعش مشران د خلافت د قایمولو په لړ کې افغانستان ته د یو مرکز په څېر کتنه کوي.

هم په دغه رپورټ کې وېل شوي چې القاعده د اوږدې مودې دپاره د ترهګرۍ خطر کېدلی شي.

د امریکې د ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي پيټر مایر د ګل، دوشنبې، په ورځ سېنټر فار سټرېټيجېک اېنډ انټرنېشنل سیکورټي ته د افغانستان نه ترهګرۍ د خطر په باره کې وویل د امریکې مفاد په دې خبره کې دی چې افغانستان تباه نشي او دا هلته دې د انساني بحران حل کړی شي ځکه چې هغه عناصر ترې ګټه پورته کولی شي چې مغربي ملکونو ته د زیان رسوولو په تکل کې دي.

د امریکي استخباراتي مامورین دا امکان نه ردوي چې القاعده او یا داعش به د مغربي ملکونو په ضد د حملې کوښښ نه کوي.

د وي او ای په رپورټ کې د هغو وسله والو ډلو ذکر شوي چې وايي په موجوده وخت کې فعاله دي او په تېر یو کال کې یې څه کړي دي.

د رپورټ ترمخه د طالبانو نه علاوه په افغانستان کې دا وخت داعش خراسان، القاعده، د هندوستان دپاره د القاعده څانګه، حقاني ډله، تحریک طالبان پاکستان، اسلامک مومنټ اف ازبکستان، خطیبه امام بخاري، اسلامک جهاد، ایسټرن ترکستان اسلامک مومنټ یا ترکستان اسلامک پارټي، لښکر اسلام، حزب اسلامي او لښکر طیبه شتون لري.

طالبان

افغان طالبان په په ۱۹۹۴ کې د شروع شوي، خپل ځان ته اسلامي امارات وايي او مشر د امیر المومنین په نامه یادوي. د طالبانو موجوده مشر ملا هېبت الله اخونزاده په څرګنده نه دی لیدل شوی.

متحده قومونو په یو رپورټ کې ویلي د مخکې برعکس د طالبانو مشر د نورو طالب مشرانو په باقاعده ډول صلاح مشوره نه کوي او مخالفت نه برداشت کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني

دا چې طالبان په خپلو صفونو کې په څومره شمېره کې وسله وال لري؟ په دې اړه

د امریکې استخباراتي ادارې او متحده قومونه مختلفې اندازې لري او وايي د طالب وسله شمېر د ۵۸۰۰۰ نه واخلې تر ۱۰۰۰۰۰ پورې دی خو دې انحصار د جنګ په حالات هم دی.

هغه استخباراتي معلومات چې د متحده قومونو سره شریک کړی شوي دي وايي طالبان غواړي چې د خپلو عسکرو تعداد ۳۵۰۰۰۰ ته ورسوي او داسې ښکاري چې د می په میاشت کې طالبانو اووه زره نوي عسکر برتي کړي وو.

د وي او ای رپورټ وايي طالبان د هوايي پوځ د تیارولو کوښښونه هم کوي او دا وخت تر ۴۰ پوري جهازونه لري چې د پخواني افغان حکومت نه ورته پاتې شوي دي.

استخباراتي معلومات چې متحده قومونو او امریکايي مامورینو په عامه کچه شریک کړي وايي طالبانو د القاعده سره همکارۍ ته دوام ورکړی او د نورو ترهګرو ډلو سره يې هم تړون نه دی ختم کړی.

طالبان په افغانستان کې د وسله والو ډلو د موجودګۍ خبره ردوي او وايي په کابل کې د اېمن الظواهري د موجودګۍ په اړه يې معلومات نه لرل.

د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان نېډ پرایس د ګل، دوشنبې، په ورځ دا خبره په کلکه کېدلی شي چې حقاني ډله د الظواهري د موجدګۍ نه خبر وه.

د متحده قومونو سره شریک کړی شوي استخباراتي معلومات وايي داسې نخښې لیدل کېږي چې طالبان د داعش خراسان مخه نیول غواړي او رپورټونه ښښي چې طالبانو په دې لړ کې درې خصوصي دستې جوړې کړي او په هره دسته کې یو زر وسله وال دي.

داعش خراسان

داعش خراسان د طالبانو او د القاعده دښمنه ډله ده.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس په ګڼه شمېره کې د داعش خراسان وسله وال د زندانونو نه ازاد شول. په دغه مهال امریکايي پوځي مامورینو خبرداری کړی و چې د زندانونو د ماتېدو په نتیجه کې د داعش خراسان په صفونو کې د وسله والو شمېره د سلګونو نه زر ګونو ته ورسېدله.

د ورستيو اندازو ترمخه د داعش خراسان د وسله والو شمېره د ۱۵۰۰ نه تر ۴۰۰۰ پورې ده چې زیاتره د کونړ، ننګرهار او نورستان ولایتونو په لېرې سیمو کې پراته دي.

ځینې استخباراتي ادارې وایي په لږه شمېره کې په بدخشان، فاریاب، جوزجان، کندز او تخار ولایتونو کې هم د داعش خراسان وسله وال لیدل شوي دي.

د افغانستان د قامي سلامتیا پخواني مشر حمدالله محب د وي او ای افغان څانګې ته ویلي د هغه په فکر د داعش خطر په زیاتېدو دی. د هغه په قول طالبان د حملو مخنیوي نشي کولی او د وسله والو د جلب کولو کوښښونه یې زیات شوي دي.

د متحده قومونو سره شریک کړی شوي معلومات وايي په داعش خراسان د فشار اچولو دپاره د مشکلاتو سره مخامخ دي.

د داعش خراسان په حملو کې زیاتوالی لیدل کېږي او په ورستیو ورځو کې يې په پاکستان او ازبکستان کې يې د حملو ذمه واري منلي او د تاجکستان سره په پوله یې فعالیتونه زیات شوي دي.

د حزب اسلامي بنیاد په ۱۹۷۶ کې د افغانستان پخواني وزیراعظم او د ډلې مشر ګلبدین حکمتیار کېښودو
د حزب اسلامي بنیاد په ۱۹۷۶ کې د افغانستان پخواني وزیراعظم او د ډلې مشر ګلبدین حکمتیار کېښودو

د دې میاشت په شروع کې داعش په کابل کې هغه حمله ومنله چې د طالبانو یو غړی شېخ رحیم الله حقاني پکې ووژل شو.

القاعده

متحده قومونو سره یو شمېر ملکونو شریک کړی شوي استخباراتي اندازې وایي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس القاعده قوي شوي ده.

د هغه د وژل کېدو نه مخکې، متحده قومونو په یو رپورټ کې ویلي وو چې الظواري ژوندی دی او په ازاده رابطې کوي.

د وي او ای سره شریک کړی شوي د استخباراتي ادارو په تازه کتنه کې وېل شوي چې طالبانو سره د نژدې تعلقاتو باوجود القاعده ځان بیا نه مضبوطوي.

د رپورټ ترمخه دا وخت په افغانستان کې د القاعده د دولسو نه هم کم مرکزي مشران موجود دي. په رپورټ کې وېل شوي داسې څه اثار نه ليدل کېږي چې دغه افراد بهر د حملو په منصوپه سازۍ کې شامل دي.

د وي او ای رپورټ وايي دا پوښتنې اوس هم په ځای موجود دي چې ایا د القاعده د لویو عزایم په لړ کې په دغه ډله په افغانستان کې د افزایش ځای ومومي او که نا؟

د مغربي ملکونو د استخباراتو موجوده او پخواني چارواکي وايي په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس توقع کېدله چې د القاعده وسله وال به افغانستان تګ ور شروع کړي خو داسې ونشوه او د القاعده په نایبانو کې یو هم په افغانستان کې نشته.

د القاعده دویم مشر سف العادل د تېرو څو کلونو راهسې په ایران کې دی.

د القاعد دریم مشر عبدالرحمان المغربي هم په ایران کې دی. د دې نه پس د ډلې دوه نور مشران یزید مېبراک او احمد دېرایو په افریقا کې دي.

د القاعد د برصغیر څانګه

د القاعده د بنیادي مشرانو نه زیات دا وخت په افغانستان کې د القاعده د برصغیر څانګه شتون لري.

د متحده قومونو د غړو ملکونو د استخباراتي معلوماتو ترمخه د برصغیر دپاره د القاعده څانګې تر ۴۰۰ پورې غړي د افغانستان په غزني، هلمند، نیمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې موجودګي لري.

د امریکې د استخباراتي معلوماتو ترمخه د القاعده د برصغیر څانګه زیاتره غیر فعاله ده او وسله والو توجه يې د مغرب په ضد د حملو په ځای په مطبوعاتو ده.

د القاعده د برصغیر څانګې په صفونو کې د بنګله دېش، پاکستان، هندوستان او میانمار وسله وال شامل دي او د طالبانو ترڅنګ د امریکايي ځواکونو خلاف هم جنګېدلي دي.

وېل کېږي چې د القاعده د برصغیر څانګې مشر اوسامه محمود او د هغه نایب عاطف یحیا غوري دواړه په افغانستان کې مېشته دي.

حقاني ډله

په ممبۍ کې د حملو لړ کې امریکې د حافظ سعید په سر د ۱۰ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی
په ممبۍ کې د حملو لړ کې امریکې د حافظ سعید په سر د ۱۰ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی

حقاني ډله په سیمه کې تر ټولو زیاته موثره او کامیاب تندروه تنظيم ګڼل کېږي. که څه هم دا ډله په نوم د طالبانو حمایت کوي خو متحده قومونه وايي دا تنظیم په جزوي توګه خپلواکه دی او په یو وخت کې د القاعده او هم د داعش سره روابط لري.

د متحده قومونو د رپورټ ترمخه حقاني ډله د هر ډول حملو تجربه او مهارت لري. د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه حقاني ډله په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې تر ۳۰۰۰ پورې او په ټول افغانستان کې تر د ۱۰۰۰۰ پورې وسله وال لري.

د کابل او د افغانستان د زیاترو برخو امنیت هم د حقاني ډلې په لاس کې دی.

د حقاني ډلې مشر سراج الدین حقاني دی. د هغه پلار جلال الدین حقاني چې مجاهدین کمانډر و د ډلې بنیاد اېښود دی.

تحریک طالبان پاکستان

تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په افغانستان او پاکستان کې حملې کړي دي. خپل ورستي رپورټ کې متحده قومونه د ډلې د وسله والو شمېره تر ۴۰۰۰ پورې ښودلې ده.

ورستي استخباراتي معلومات ښښي په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه تر ټولو زیاته ګټه ټي ټي پي پورته کړې ده او په پاکستان کې يې یو شمېر حملې کړي دي چې څرګندوي د پاکستان حکومت سره د ډلې ډز بندي زیاته موثره نه ده.

په تېرو شلو کلونو کې امریکايي او پاکستاني ځواکونو په افغانستان کې د ټي ټي پي ګڼ شمېر غړي وژلي دي.

د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود د طالبانو د مشر بېعت کړی دی.

لښکر اسلام

په ۲۰۰۴ کې په موجوده خېبر ضلع کې د جوړېدو او د پاکستان امنیتي ځواکونو سره د جګړو نه پس دا ډله په ۲۰۰۴ کې د افغانستان ننګرهار ولایت ته منقتل شوه.

د لښکر اسلام وسله وال په افغانستان کې د داعش خراسان په ضد جنګېدلي دي.

حزب اسلامي

د حزب اسلامي بنیاد په ۱۹۷۶ کې د افغانستان پخواني وزیراعظم او د ډلې مشر ګلبدین حکمتیار کېښودو.

د حزب اسلامي نظریه د طالبانو په شان ده او د تنظیم وسله والو په تېرو وختونو کې د طالبانو مرسته کړې ده.

په ۲۰۱۵ کې حکمتیار خپلو پلویانو ته امر وکړو چې په افغانستان کې د داعش ملاتړ وکړي خو د داعش بېعت یې و نکړو.

حزب اسلامي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه په هدف کړي دي او د ۲۰۱۳ او د ۲۰۱۵ ترمنځ يې په امریکايي اتحادي ځواکونو یو شمېر حملې کړي دی.

لښکر طیبه

د لښکرطیبه بنیاد د نونسوه نوي په لسیزه کې په پاکستان کې اېښودل شوی و. دغه تنظیم اوس د جماعت الدعوه په نوم وجود لري.

ډله د القاعده حمایت کوي او مشر حافظ محمد سعید دی. د ډلې د پېژندګلو یو سبب په ۲۰۰۸ کې د هندوستان په ممبۍ ښار کې حملې هم دې چې پکې د ۱۶۰ نه زیات کسان وژل شوي دي؟

د متحده قومون سره شریک کړی شوي استخباراتي معلومات وايي د جنورۍ په میاشت کې د لښکر طیبه مشرانو د طالبانو سره وليدل او تنظیم په افغانستان کې تربيتي مرکزونه چلوي.

په ممبۍ کې د حملو لړ کې امریکې د حافظ سعید په سر د ۱۰ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال جېف سېلډن رپورټ نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG