لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولنیزو بندیزونو سره مخ دپېښور پوهنتون ښځینه زده کوونکي وایي دایراني ښځو پاڅون یې حوصلې لوړوي


زرغونه شاهد چې دپېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکې ده وي او ای ډیو ته وایي يو حکومت ته هم دا اجازت نشته چې په ښځو زور زياتی وکړي
زرغونه شاهد چې دپېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکې ده وي او ای ډیو ته وایي يو حکومت ته هم دا اجازت نشته چې په ښځو زور زياتی وکړي

پخپله دګڼ شمیر ټولنیزو اؤ روایتي بنديزونو ښکار د پېښور پوهنتون ښځینه زده کوونکې وايي په ايران کې د روانو احتجاجونو ملاتړ کوي او دا هغه مېرمنو ته حوصله ورکوي چرته چې هغوي ته حقونه نه ورکړل کيږي او د ټولنې او د حکومتي ادارو لخوا ځورول کيږي۔

د روانې میاشتې ستمبر په 13مه نېټه د ايران اخلاقي پوليسو د سم حجاب نه کولو په تور 22 کلنه مهسا اميني نيولې وه چې ويل کيږي هغه بيا دپولیسو په ولکه کې مړه شوه.

د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو کې ددغې مېرمنې د وژنې پرضد احتجاجي مظاهرې روانې دي او په ټولنيزو رسنيو هم پرې بحثونه کيږي۔

د مهسا اميني د وژنې په ضد په پاکستان کې کوم احتجاج نه دی رپورټ شوی ، خو په پښور پوهنتون کې جينکو زده کوونکو ډيوه وويل دوي په ايران کې د ښځو د پاڅون ملاتړ کوي،

زرغونه شاهد چې دپېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکې ده وي او ای ډیو ته وایي يو حکومت ته هم دا اجازت نشته چې په ښځو زور زياتی وکړي۔

هغه وایي ښځو ته پکار دي چې اوس راپاڅي" زمونږ په شان خلک چې د ايران نه ډير لرې دي، خو مونږ د سوشل ميډيا د لارې ورسره يو، مونږ ورسره ملاتړ کوو او پکار ده هغوي دې دا احتجاج روان ساتي"

د نړۍ د يو شمېر هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم ښځو په ايران کې د ښځو د احتجاج د ملاتړ د پاره مظاهره کړې وه خو طالبانو دغه مظاهره ګډوډه کړې وه۔

د پېښور پوهنتون زده کوونکې وايي داسې پاڅونونه د هغه هېوادونو ښځو ته هم حوصله ورکوي چرته چې ښځو ته خپل حقونه نه ورکړل کيږي.

د پېښور پوهنتون یوه زدکونکې لایبه علي وایي په ايران کې چې کوم حالات روان دي، ددې سیمې ښځو له پکار دي چې د هغوي د پاره اواز پورته کړي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دې سره به هغوي ته حوصله ترلاسه شي "د افغانستان پشان يو هېواد کې چې د هغوي په ملاتړ کې احتجاج کيږي نو بيا مونږ يې ولې ونه کړو"

په ايران کې د ښځو د مظاهرو لړۍ د تېرو دريوؤ هفتو نه روانه ده، د ايران دننه او دنړۍ نورو هېوادونو کې ښځې په زور د پردې خلاف د احتجاج په توګه سړکونو ته راوتلي دي او په ټولنيزو رسنيو خپلې د احتجاج ويډيوګانې خپروي۔

دپېښور پوهنتون زده کوونکې چشمان بي بي وایي يوه ښځه یوازې په دې وژل چې پرده يې سمه نه ده، دا دافسوس اؤ‌غندنې وړ عمل دی اؤ کلکه غندنه یې پکار ده.

د پېښور پوهنتون دجينکو زده کوونکو وېنا وه دوي د مهسا اميني د وژنې په خلاف کومه احتجاجي مظاهره يا کوم طاقتور اواز نه دې پورته کړی خو د سوشل ميډيا او خپل مينځ کې د بحثونو د لارې د ايراني ښځو کلک ملاتړ کوي۔

دا په داسې حال کې ده چې څېړونکي وایي په پاکستان اؤ بیا په ځانګړي ډول دپښتنو په ټولنه کې ښځې پخپله دګڼو بندیزونو سره مخ دي اؤ زیاتره وخت هغوئ دځان پرضد په کېدونکو ظلمونو هم دټولنیزو بندیزونو اؤ روایتونو له امله غلې پاتې کیږي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG