لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سیالکوټ کې جوړ بالونه د روس میدانونو ته رسیدلي


د پاکستان سیالکوټ ښار کې جوړیدونکي د فټبال بالونو پیژندګلو یا شهرت د پاکستان د سرحدونو وتلی او دا وخت د روس میدانونو ته رسیدلی چرته چې به سبا له د فیفا ورلډ کپ اخيرۍ لوبه یا فاېنل لوبیږي.

د پاکستان پنجاب ایالت سیالکوټ ښار چې د لوبو سامانونو جوړولو لپاره په ګرده نړۍ کې پیژندګلو لري. د فټبال ورلډ کپ یا نړیوال جام ۲۰۱۸م د بالونو جوړولو ټېکه هم د سیالکوټ یوې ځايي د لوبو سامانونو جوړولو کارخانې ترلاسه کړې.

د فټبال ورلډ کپ په ورځو کې د دغې لوبې مینه وال هم سېوا شي او د سیالکوټ ځايي کارخانو نه د بالونو جوړولو ډیمانډ یا غوښتنه هم سېوا شي چې ورسره د ځايي کارکونکو روزګار هم ښه کیږي.

په سیالکوټ کې د بالونو جوړولو په یوه کارخانه کې کارکونکې یوه زنانه وايي ٫٫ په دې ورځو کې کار ډیر وي، زمونږ دیاړي هم ډیره شي او پېسې هم ډیرې پیدا کوو.٬٬

هم په دغه کارخانه کې یو بل کارکونکی وايي په دې خوشحالیږي چې د دوي د لاسو جوړ بالونه په نړیوال کپ کې د لوبو په وخت کارول کیږي.

د سیالکوټ ښار یوې ځايي کارخانې سره کار کونکی خرم خواجه وايي په عامو حالاتو کې په دغه ښار کې د څلورو نه تر پېنځه کروړه پورې بالونه تیاریږي خو د فټبال نړیوال جام په ورځو کې بیا غوښتنه نوره هم سېوا شي او د شپږو کروړو نه سېوا بالونه تیاریږي.

د خرم خواجه تر مخه د فټبال صنعت نه هر کال پاکستان ته د ۲۰۰ نه تر ۲۵۰ ملینه ډالره امدن ترلاسه کیږی. او یواځۍ په سیالکوټ ښار کې د فټبال د صنعت سره تړلي نژدې ۶۰ کسان کار کوي چې پکې ۶۰٪ زنانه يا ښځې دي.

د سیالکوټ ښار د لوبو د سامانونو جوړولو صنعت د وخت سره سره پرمختګ یا ترقي هم کړې. او دا مهال په سیالکوټ کې د لاسو تر څنګ د مشین او تهرمل بالونه هم تیاریږي.

XS
SM
MD
LG