لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او عرب وسله والو جګړه ودرېدلي خو تاوتریخوالی موجود دی


د اسرایلي پوځ یو ترجمان وویل هېڅ څوک هم دا وخت نه غواړي چې تاوتریخوالی زیات شي. هغه وویل د اسرایلي پوځ به د خاموشۍ جواب په خاموشۍ ورکوي. د یوې فلسطیني وسله والې ډلې چارواکې رویټرز خبري ادارې ته وویل چې تنظیم یې امن برقرار ساتلو ته تیار دی
د اسرایلي پوځ یو ترجمان وویل هېڅ څوک هم دا وخت نه غواړي چې تاوتریخوالی زیات شي. هغه وویل د اسرایلي پوځ به د خاموشۍ جواب په خاموشۍ ورکوي. د یوې فلسطیني وسله والې ډلې چارواکې رویټرز خبري ادارې ته وویل چې تنظیم یې امن برقرار ساتلو ته تیار دی

په غزه کې او د لبنان په سرحد د اسرایلي ځواکونو او د عرب وسله والو جګړې د جمعې په ورځ ودرېدلې وې خو رپورټونه وايي تاوتریخوالی موجود و او داسې ښکاري چې یو فریق هم په ورستیو ورځو کې راپارېدلي تشدد ته دوام نه ورکول غواړي.

د جمعې په ورځ وختي په اسرایل د راکټونو د حملو په جواب کې اسرایلي ځواکونو په غزه او لبنان کې هوايي بمباري وکړه.

اسرایل په فلسطیني وسله والې ډلې حماس د راکټونو د حملې الزام ولګولو.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم په جګړه کې خاموشي وه خو دا ویره هم وه چې د اسرایل او فلسطینیانو جګړه په پراخه کچه زیاتېدلی شي.

په وېسټ بېنک کې دوه اسرایلي خوېندې په ډزو و وژل شوې او مور یې زخمي شوه. د وسله وال لټون دوام لري.

حماس د حملې ستاینه وکړه خو ذمه واري یې نه ده منلې. په الاقصا جومات کې د جمعې د لمونځ په موقع د تشدد څه پېښه و نه شوه. دوه ورځې وړاندې په الاقصا کې د اسرایلي پولیس او فلسطینیانو په جګړه کې ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي او ګرفتار کړی شوي وو.

د اسرایلي پوځ یو ترجمان وویل هېڅ څوک هم دا وخت نه غواړي چې تاوتریخوالی زیات شي. هغه وویل د اسرایلي پوځ به د خاموشۍ جواب په خاموشۍ ورکوي. د یوې فلسطیني وسله والې ډلې چارواکې رویټرز خبري ادارې ته وویل چې تنظیم یې امن برقرار ساتلو ته تیار دی.

د دې نه وړاندې د جمعې په ورځ اسرایلي پوځ وویل په غزه کې یې د حماس د وسلې د تیارولو او زمین دوز مرکزونه په هوايي بمبارۍ وويشتل.

اسرایلي پوځ وویل په جنوبي لبنان کې یې هم د جمعې په ورځ د حماس په تنصیباتو هوايي بمباري وکړه. د لبنان یو ټېلې وژن وویل چې د ساحلي ښار صور په جنبوبي برخه کې د چاودنو غږونه واورېدل شوو.

اسرایلي پوځ وویل د لبنان او غزه سره په پولو د هر ممکنه صورتحال دپاره اضافي عسکر ګمارلي دي.

اسرایل د متحده قومونو نه وغوښتل چې د حملو په سر دې د حماس او د لبنان غندنه وکړي.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د جمعې په ورځ وویل چې په اسرایل حمله کونکي په دروند قیمت ادا کوي.

که څه هم امریکا، برطانیه او متحده قومونو د اسرایل د خپلې دفاع د حق احترام کوي خو په اسرایل یې غږ کړی چې د زغم نه دې کار اخلي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې په کې د رویټرز، ای پي او ای اېف پي خبرنګاري شامله ده


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG