د سوډان سرښارخرطوم او د ام درمان اوسېدونکو ویلي که څه هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ وخت په وخت ډزې اورېدل کېدې خو د جګړې شدت کم شوی دی.
د ای پي خبري ادارې، د خرطوم او د ام درمان شهریانو د سوډان د امنیتي ځواکونو د دوو څانګو په جګړه کې د شدت د کمي خبره د درې ورځنۍ ډز بندۍ په دویمه ورځ وکړه.
ای پي د عېني شاهدینو له قوله وویل د خرطوم ګڼ شمېر اوسېدونکي د خوراک او د ضرورت نور شیان اخیستلو دپاره د کورونو نه راوتلي وو او د کریانې په دوکانونو او بېکریانو د خریدارانو قطارونه ليدل کېدل.
ځېنې خلکو ښار نه د وتلو کوښښونه کول.
د خرطوم د جنوبي برخې رهایشي مهاسېن علي ای پي ته وویل د هغې په ګاونډ کې د سکون احساس کېږي خو خلک ویره لري چې مخکې به څه کېږي.
هغې وویل د خاموشۍ باوجود په خرطوم کې د ډزو اوازونه اورېدل کېږي.
د خرطوم او د نېل دریاب نه پورې د ام درمان ښار اوسېدونکي وايي جګړه زیاتره د پوځ د مرکزي دفتر او د ريپبلېکن پېلېس یا د جمهوريې محل شا او خوا سیمو ته محدوده ده. ريپبلېکن پېلس د حکومت مرکز دی.
د سوډان د پوځ جنرل عبدالفتح البرهان او د نیم پوځي خواک رېپېډ سپورټ فورس جنرل محمد همدان ډاګلو ترمنځ جګړه کې ای پي وايي لږ تر لږه ۴۵۹ کسان وژل شوي چې وسله وال او ملکي کسان په کې شامل دي او د ۴۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي دي.
دغه شمېرې د متحده قومونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او د سوډان د صحت وزارت له قوله ورکړی شوي دي. د ډاکټرانو تنظیم ډاکټرز سېنډېکېټ چې د ملکي کسانو په تلفاتو نظر ساتي، په وژل شویو کسانو کې لږ تر لږه ۲۹۵ ملکي کسان شامل دي او ۱۷۹۰ ملکي کسان زخمیان شوي دي.
د متحده قومونو سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس وویل په سوډان کې جګړه نه یواې د سوډان مستقبل د خطر سره مخامخ کوي بلکې ټوله سیمه د مشکلاتو سره مخامخ کوي.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د سوډان په جګړه کې د ۷۲ ګنټو د ډز بندۍ اعلان وکړو. ای پي وايي ډیر خلک ویره لري چې یو وارې د غیرملکیانو انخلا چې په ورستي پړاو کې ده پوره شي، جګړه به بیا شدت ونېسي.
جنرل برهان او جنرل ډاګلو په کال ۲۰۱۹ کې د سوډان پخوانی امر عمر البشیر د اقتدار نه په لېرې کولو شهرت ترلاسه کړی دی. په ۲۰۲۱ کې دواړو جرنېلانو د موقتي جهموري حکومت خلاف بغاوت وکړو او لمېنځه يې یوړو خو د سوېلین حکومت ګمارلو په لړ کې د یو بل مخالف شوي دي. ای پي وايي پوځ او اراېس اېف د فعالانو او احتجاج کونکو د زورولو تاریخ لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي