لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین مېریاپل ښار چارچاپیره جګړه کې شدت راغلی


رپورټونه وايي په مېریاپل کې د اوسپنې یوه کارخانه د جګړې مرکز دی
رپورټونه وايي په مېریاپل کې د اوسپنې یوه کارخانه د جګړې مرکز دی

د اوکرایان جنوبي ښار مېریاپل چارچاپیره سیمو کې جګړه کې شدت راغلي او د وي او ای رپورټ وايي د اوکراین ځواکونه کوښښ کوي چې د روس محاصره ماته کړي.

بلخوا روس دړکه کړې چې د اوکراین په سر ښار کییف به د مزایلو حملې زیاتې کړي.

د اوکراین د دفاع وزارت ترجمان اولېکسنډر موټیانک وویل د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د یرغل شروع کولو وروسته روس د جمعې په ورځ په لومړي ځل په مېریاپل د حملې دپاره د اوږدې فاصلې بمبار استعمال کړل. ترجمان وویل په مېریاپل کې حالات خراب دي، جګړه دوام لري او روس په ښار د یرغل دپاره اضافي ځواکونه رابللي دي نو لا یې ښار په مکمله توګه نه دی نیولی.

روسي ځواکونو د اوکراین په شمال کې د وربېزنی او پوپسنا ښارونه نیولو دپاره هلې ځلې شروع کړي دي.

د جمعې په ورځ روسي د ځواکونو په بمبارۍ کې په خارکیف کې یوه رهاشي ودانۍ لګېدلي چې پکې اووه ملکي کسان وژل شوي دي.

د اوکراین نایب وزیراعظم اېریانا وېرشچک د جمعې په ورځ وویل د د زرګونو په شمېره کې خلک د جنګ ځپلو سیمو نه راوېستل کېږي چې پکې مېریاپل، لوهانسک او نورې سیمې شاملې دي.

په عین حال کې د امریکې یو لوړ رتبه دفاعي چارواکي ویلي د روس مسکوه نومې سمندري بېړۍ د اوکراین ځواکونو په نېپچون نومې مزایل ډوبه کړي ده. د دې تصدیق نه وړاندې روسي چارواکوي ویلي وو چې جنګي جهاز د اور لګېدول له امله ډوب شوی دی.

روس د جمعې په ورځ د یورپین یونین 18 سفارتکاران د ملک نه وویستل. د دې میاشت په شروع کې برسلز 19 روسي سفارتکارانو ته ملک نه د وتلو امر کړی و."


ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG