لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خزانې وزیر وايي چینايې بېنک پاکستان ته یو اشاریه درې بېلین ډالر قرض منظور کړی


ډار امید څرګند کړو چې د اینده هفتې پورې به د ای اېم اېف سره معاهده وشي او  د دې وروسته به پاکستان نورې غیرملکي قرضې په حاصلولو کې کامیاب شي
ډار امید څرګند کړو چې د اینده هفتې پورې به د ای اېم اېف سره معاهده وشي او  د دې وروسته به پاکستان نورې غیرملکي قرضې په حاصلولو کې کامیاب شي

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جمعې په ورځ وویل چې انډسټرېیل اېنډ کمرشل بېنک اف چاینا لمېټېډ1398 HK پاکستان ته د یو اشاریه درې بېلین ډالرو قرض منظور کړی دی چې د پاکستان د زر مبادله ذخیره په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه اسحاق ډار وویل چینايي بېنک به پاکستان ته د "رول اور" قرض دغه پېسې د 500 مېلین ډالرو په دریو قستونو کې ورکوي او لومړی قسط د پاکستان سټېټ بېنک ترلاسه کړی دی.

اسحاق ډار په ټوېټر یو پېغام کې وویل دغه پېسو سره به د پاکستان د زر مبادله ذخیره بهتره شي.

ډار وویل چینايي بېنک چې پاکستان ته کومې پېسې ورکړي په اصل کې د قرض هغه پېسې دي چې په تېرو څو میاشتو کط پاکستان بېرته ادا کړي خو چینايي بېنک یې بیا پاکستان ته ورکوي، ځکه ورته رول اور قرض وېل کېږي.

روېټرز وايي د پاکستان د زر مبادله ذخایر انتهايي کم شوي، ملک ته د پېسو سخت ضرورت دی او د نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف نه قرض اخیستلو دپاره ادارې سره یې خبرو کې لا څه پرمختګ نه دی شوی.

چین د دې نه مخکې پاکستان ته د 700 مېلین ډالرو قرض ورکړی دی چې دا ډول د پاکستان د زر مبادله ذخیره ښه شي.

د روېټرز ترمخه اسحاق ډار وویل په جون کې د موجوده مالي کال د ختمېدو پورې د بجټ په خساره د قابو موندلو دپاره پاکستان نورو پېنځو بېلین ډالرو ته ضرورت لري.

ډار امید څرګند کړو چې د اینده هفتې پورې به د ای اېم اېف سره معاهده وشي او د دې وروسته به پاکستان نورې غیرملکي قرضې په حاصلولو کې کامیاب شي.

په 2019 کې ای اېم اېف پاکستان ته د 6.5 بېلین ډالرو قرض منظوري ورکړه.

د دغه قرض د یو بېلین ډالرو قسط دپاره د ای اېم اېف او د پاکستان خبرې شوي او اسحاق ډار وویل ممکنه ده چې راتلونکي هفته پې معاهدې ته ورسېږي.

اسحاق ډار وویل ملک به د اقتصادي بحران نه ووځي. هغه دا امکار رد کړو چې پاکستان به دیوالیه شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG