لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوه نور افغان رېډیو سټېشنونه د اقتصادي مشکلاتو له امله وتړل شوو



د افغانستان د خبریالانو د اتحايي نایب صدر حجت الله مجددي وايي که د مطبوعاتو مرسته ونشوه نورې مطبوعاتي ادارې به بندې شي، روزګارونه او د رای ازادي به ختمه شي. "دا به په افغانستان کې د مطبوعاتو دپاره تباهي وي."
د افغانستان د خبریالانو د اتحايي نایب صدر حجت الله مجددي وايي که د مطبوعاتو مرسته ونشوه نورې مطبوعاتي ادارې به بندې شي، روزګارونه او د رای ازادي به ختمه شي. "دا به په افغانستان کې د مطبوعاتو دپاره تباهي وي."

د اقتصادي مشکلاتو له امله په افغانستان کې دا میاشت دوه نور رېډیو سټېشنونه، په پکتیا ولایت کې پکتیا غږ او په فاریاب ولایت کې صدای مېمنه، وتړل شوو.

د وي او د رپورټ ترمخه دواړه سټېشنې په حال کې په افغانستان کې د مطبوعاتو د اقتصادي ستونزو په مهال وتړل شوې.

د پکتیا غږ مدیر ذبیح الله ایوبي وي او ای ته وویل نه خو یې د بجلۍ بل او نه یې هم د نورو اخراجاتو د پوره کولو دپاره مالي وسایل لرل.

ایوبي د تېرو 14 کلونو راهسې د پکیتا غږ رېډیو سره کار کولو، وایي طالبانو د واکمنېدو راهسې هغه او همکارانو ته یې معاشونه (تنخاګانې) نه دي ورکړی شوي. هغه وویل ترڅو یې اقتصادي مشکلات نه وي حل شوي، سټېشن به یې بند وي.

د صحافت د ازادۍ دپاره کارکوونکي نړیوالې ادارې رېپورټرز ود اوټ بارډرز او د افغانستان د خبریالانو د اتحاديي ترمخه تېر کال د اګست په میاشت په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو واخلې د تېر کال تر اخېره پورې د افغانستان د 40 فیصد نه زیاتې مطبوعاتي ادارې تړل شوي دي.

د مطبوعاتو د حقونو دپاره کارکوونکي تنظیم د نظر پوښتنې ترمخه هم په دغه وخت کې د 60 فیصد نه زیات صحافیان او د 6400 پورې د مطبوعاتي ادارو کسان بې روزګاره شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي د مطبوعاتو دپاره د طالبانو هدایت نامو او بندیزونو او مالي مشکلاتو د مطبوعاتو په برخه بد اثر کړی دی. مخکې به نړیوالو ادارو د مطبوعاتو مرسته کوله او د شخصي کمپنو او د حکومت نه به یې د اشتهارانو امدن ترلاسه کولو خو طالبانو د واکمنېدو نه پس دغه سرچینې بندې شوي دي. طالبانو مطبوعات پابند کړي چې ته چې اشتهارونه د نشر کولو نه وړاندې به دوی ته ښښي.

په عمومي توګه هم ملګر ملتونه وايي افغانستان د انساني او اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او ثقافت د اپرېل د 15 نېټې یو مکتوب چې وي او ای لیدلی مطبوعات یې پابند کړي چې هغه اشتهارونه چې سیاسي، امنیتي او سماجي اړونه لري باید د وزارت سره شریک کړی شي.

په خوست ولایت کې د سولې پېغام نومې رېډیو سټېشن باني زاهد شاه انګار وايي محلي مطبوعات د مالي مرستې نه بغیر نشي چلېدلی.

انګار وویل په ولایتونو کې د حکومتي ټي وي او رېډیو سټېشونونه علاوه نورې چېنلې په مالي توګه ځانونه نشي ساتلی او که مرسته یې ونشوه نو بندې به شي.

طالبانو د واکمنېدو نه مخکې به د زراعت، صحت، جمهوریت او په نورو برخو کې د پروګرامونو دپاره د مرستندویه ادارو او غېر حکومتي تنظیمونو مالي مرسته مطبوعاتو د امدن لویه برخه وه او کمپنو به د اشتهارونو پېسې ادا کولی.

انګار وايي د بده مرغه د امدن دغه سرچینې اوس نشته او د هغه سټېشن خپلو 22 کارمندانو د تېرو اتوو میاشتو راهسې تنخاګانې نه دي ورکړي.

صفت الله زاهدي وايي په هلمند کې د 30000 ډالرو په لګښت یې د سکون نومې رېډیو سټېشن خلاص کړو او امید یې و چې نړیواله ټولنه به د ډیر وخت پورې په افغانستان کې وي او دوی ته به اشتهارونه ورکوي او د پروګرامونو مالي مرسته به کوي خو هغه زیاتوي د دوی د توقع برعکس کار وشو. د هلمند په مرکزي لښکرګاه کې د هغه سټېشن ته په جګړه کې نقصان رسېدلی و چې په مرمت یې هغه وايي 10000 ډالر یې مصرف کړل. خو لا یې مالي مشکلات ختم نه دي. زاهدي وايي د کارکوونکو تنخاګانې، د دفتر کرایه، د انټرنېټ، بجلۍ او د خوراک بلونه د خپل جېب نه ورکوي.

هغه وايي په ولایت کې بې روزګاره شوي ځینې خبریالان دهغه سره په رضاکارانه ډول کار کوي.

زاهدي وویل طالبانو د واکمنېدو راهسې په هلمند کې څلور رېډیو او درې تلویزیون سټېشنې تړل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د اتحايي نایب صدر حجت الله مجددي وايي اقتصادي مشکلات د مطبوعاتو د بندېدو لوی وجوهات دي.

هغه وویل نظام ړنګ شو او نړیوالو تنظیمونو مالي مرسته ودروله او حکومت او شخصي کمپنۍ د اشتهارونو پېسې نه ادا کوي.

هغه وویل که د مطبوعاتو مرسته ونشوه نورې مطبوعاتي ادارې به بندې شي، روزګارونه او د رای ازادي به ختمه شي. "دا به په افغانستان کې د مطبوعاتو دپاره تباهي وي."

یادونه: دا خبر روښان نورزي د وي او ای د پرېس فریډم یا د مطبوعاتو د ازادۍ څانګې دپاره تیار کړی


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG