لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په انډونېشیا کې د تېلو په ډېپو کې اور دلاسه لږ تر لږه 17 کسان مړه شوي


د کال 2009 او د کال 2014 نه پس دا دریم ځل دی چې په جکارته کې د تېلو په دغه ډېپو اور ولګېدو. په مخکني اور کې تر 40 کورونه سوزېدلي وو خو څه جاني نقصان په کې نه و شوی
د کال 2009 او د کال 2014 نه پس دا دریم ځل دی چې په جکارته کې د تېلو په دغه ډېپو اور ولګېدو. په مخکني اور کې تر 40 کورونه سوزېدلي وو خو څه جاني نقصان په کې نه و شوی

د انډونېشیا سرښار جکارته کې د تېلو د ذخیره کولو په مرکز یا ډېپو کې جمعې په ورځ د اور لګېدو له امله لږ تر لږه 17 کسان مړه شول.

د چارواکو په وېنا په ډېپو کې اور د تنا مېرا نامې رهایشي علاقې ته خپور شو.

د اور په اړه د انډونېشیا په نشریاتي ادارو نشر شوي وډیوز کې لیدل کېږي د ګڼې ابادۍ په دغه علاقه کې په سلګونو خلک په وار خطايې کې منډې وهې او د اور وژونکي عمله په لمبو د قابو موندلو کوښښونه کوي.

چارواکو وویل اور دلاسه په مړو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او د رهایشي علاقې تر 50 پورې کسان هسپتالونو ته منتقل کړی شوي دي دي، چې ځینې پکې سخت سوزېدلي دي.

امدادي کارکونکو تر 600 پورې کسان محفوظو ځایونو ته منتقل کړي دي.

د تېلو په ډېپو کې اور د ماسخوتن اته بجې شروع شو.

د جکارته عبوري ګورنر هېرو بودي هارونتو خبریالانو ته وویل چې اور دلاسه د زخمیانو علاج خرچه به حکومت برداشت کوي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي په جکارته کې د تېلو دغه ډېپو د ملک د تېلو د څلورمې برخې د تېلو رسد یا سپلای کوي.

یو چارواکي وویل د اور د تحقیقاتو امر یې ورکړی دی.

د کال 2009 او د کال 2014 نه پس دا دریم ځل دی چې په جکارته کې د تېلو په دغه ډېپو اور ولګېدو. په مخکني اور کې تر 40 کورونه سوزېدلي وو خو څه جاني نقصان په کې نه و شوی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG