د بلوچستان صوبې د شيراني ضلعې مرستيال ډپټي کمېشنر وايي، د کېسې په غره/ کوه سلېمان لګېدلی اُور نن قابو شوی او مړ کړی شوی دی.
د شيراني ضلعې مرستيال کمشنر (ډي سي) اعجاز احمد جعفر نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (24 مې) ماسپښين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، اُور ډېر پرون قابو شوی او پاتې اُور نن هيلي کاپټرو او د ايران څخه راغلي جهاز او ځايي خلکو مړ کړو.
هغه زياته کړه، د اُور مړولو عمليات لا دوام لري، ځکه چې ځای په ځای اُور ليدل کيږي، او دا عمليات به تر هغې روان وي، چې څو پورې اُور په بشپړ ډول مړ کړی شوی نه وي.
دا چې اُور د کېسې غره په ځنګل کې د زڼغوزي/ چلغوزې ځنګل ته او نور څومره تاوان اړولی؟ د دې پوښتنې په ځواب کې مرستيال کمشنر وويل، دوی اول د اُورپه مکمله توګه د مړولو هڅه کوي، ټیمونه جوړ کړی شوي هغه به د تاوان اندازه مالوموي.
دا مالومه شوه چې اُور څنګه لګېدلی وو؟، اعجاز احمد جعفر وويل، دوی ته ځینې کسانو ويلي چې یو شپونکي اُور لګولی او هغه خور شوی خو زياته يې کړه دوی به د دې کره پلټنې کوي.
محمد يحيی موساخېل چې په بلوچستان صوبه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرکيلي ادارې لخوا د چلغوزې یا زڼغوزې پروژې مشري کوي، وايي اُور نن د ايران څخه راغلي جهاز د عملياتو له امله مړ شوی او هغه ګڼي چې دا وخت د 93 فيصده نه زیات مړ کړی شوی دی.
هغه هم وويل، دا چې اُور به څومره تاوان اړولی وي، دوی به يې پوره سروی کوي د هغې وروسته به وویلی شي چې څومره تاوان شوی دی.
له دې وړاندې نوموړي وي او اې ډیوه ته ويلي وو، د شيراني په غره کې په 26000 هېکټره (يو هېکټر دوه نيم اېکړه وي) باندې ځنګل دی او د دوی د سروی ترمخه په يو هېکټر کې 1500 ونې وې، د دې ځنګل څخه د کال په سر يواځې د شيراني ضلعې دوه نيم اربه روپۍ کاروبار کېدو، ګټه ترلاسه کېده، او د دې سره به يو ارب روپۍ اړونده په نورو مدنو کې لکه د لرګي، ټرانسپورټ او د مزدور په برخه کې ترلاسه کېدې.
د مرستيال کمشنر په خبره شیراني ضلعې پله په ځنګل اُور په 18 مې لګېدلی او بيا خور شوی خو ځايي خلک دعوه کوي چې دغه اُور د ډېره اسماعيل خان لخوا د کېسې غره په سلسله کې د مغل کوټ په غره کې په نهمه مې لګېدلی او بيا خور شوی وو.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د اُور نوټس اخستی او اړونده ادارو ته يې د اُور د مړولو لارښوونه کړې وه.