لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۵۱ افغانانو لومړۍ ډله یوګانډا ته ورسېدله


ای اېف پي خبري د یوګانډا د خارجه وزارت له قوله وویل یوګاڼدا ته رارسېدونکو ۵۱ افغانانو کې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي. افغانان چې په چارټر یا د کرايي په هوايي جهاز کې یوګانډا ته رسول شوي و د هوايي اډې نه د بسونو په قافله کې په اېنتبې ښار کې هوټلونو ته منتقل کړی شول
ای اېف پي خبري د یوګانډا د خارجه وزارت له قوله وویل یوګاڼدا ته رارسېدونکو ۵۱ افغانانو کې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي. افغانان چې په چارټر یا د کرايي په هوايي جهاز کې یوګانډا ته رسول شوي و د هوايي اډې نه د بسونو په قافله کې په اېنتبې ښار کې هوټلونو ته منتقل کړی شول

یو پرواز چې پکې په کابل د طالبانو د واک نه وروسته ملک نه تلوونکي افغانانو سفر کولو د شورو، چهارشبنې، په ورځ سحر وختي افریقايي هېواد یوګانډا ته ورسېدلو. د چارواکو په وېنا افغانانو ته به په یوګانډا کې په عارضي توګه پناه ورکول کېږي.

ای اېف پي خبري د یوګانډا د خارجه وزارت له قوله وویل یوګاڼدا ته رارسېدونکو ۵۱ افغانانو کې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي. افغانان چې په چارټر یا د کرايي په هوايي جهاز کې یوګانډا ته رسول شوي و د هوايي اډې نه د بسونو په قافله کې په اېنتبې ښار کې هوټلونو ته منتقل کړی شول.

د یوګانډا خارجه وزارت وویل نور افغانان به په راتلونکو ورځو کې ورسېږي.

خارجه وزارت وویل د امریکې په غوښتنه به یوګانډا د خطر سره مخامخ افغانانو او د نورو هغه کسانو په عارضي توګه کوربتوب کوي چې امریکې یا د دنیا نورو ملکونو ته په لاره یا ټرانزټ کې دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه یوګانډا ویلی ۲۰۰۰ کډوالو ته به پناه ورکوي.

د ملګرو ملتونو ترمخه یوګانډا کې دا وخت د دنیا ترټولو زیات کډوال ژوند کوي چې شمېره یې یو اشاریه پنځه مېلین ده او زیاتره د ساوت سوډان او ډېموکرېټک ريپبلک او کانګو دی.

د یوګانډا خارجه وزارت وویل خپل یو شمېر شهریان به هم د کابل نه راوباسي.

د ای اېف پي رپورټ وايي په کابل د طالبانو د واک نه وروسته په لویه شمېره کې افغانان ملک نه د وتلو کوښښونه کوي او زیاتره طالبانو د واکمنۍ دلاندې ژوند کولو نه ویرېږي.

د یوګانډا سرښار کمپالا کې افغانانو ته په پناه ورکولو امریکايي سفارت د یوګانډا په "سخاوت او مېلمستیا" شکریه ادا کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG