په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته د هندي چارواکو لومړۍ ډله طالب چارواکو خبرو دپاره کابل ته رسېدلي ده
چې د طالبانو په واکمنۍ کې د هغه بشري مرستو څارنه وکړي چې هندوستان د پخواني حکومت په مهال د افغانستان سره کړي دي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه، هندي وفد به د طالب چارواکو ترڅنګ د نړيوالو ادارو د استازو سره هم په کابل کې ليدل کتل کويږ
بلخوا د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل په ملګرو ملتونو غږ کړی چې په راتلونکې غونډه کې دې په افغانستان کې د ښځو او جينکو د حقونو ملاتړ وکړي.
د ملاله فنډ او د بخښنې نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل ترڅنګ د بشري حقونو نورو ۲۴غېر حکومتي تنظيمونو په يو پرانستې خط کې د ملګرو ملتونو نه په راتلونکې ۵۰ مه غونډه کې د افغان مېرمنو او جينکو د ملاتړ غوښتنه کړې دي.
د اېشيا د پاره د اېمنېسټي انټرنېشنل ويلي، په افغانستان کې ښځې او جينکۍ د بشري حقونو نه محرومه ساتل کېږي او د تعليم او روزګار په څېر بنيادي حقونه نه ورکړل کېږي.
دغه تنظىم وايي په افغانستان کې طالبانو په ښځو سخت بنديزونه لګولي، او په هغوي يې د پوره حجاب اغوستلو غږ کړی د دې ترڅنګ ښځو ته په افغانستان کې په آزادۍ د تګ راتګ اجازه هم نشته، او نه د خپلو حقونو د پاره غږ پورته کولی شي.
په دغه خط کې ليکل شوي دي چې طالبانو د سږ کال په ۱۷مه مۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواکه کمېشن هم ختم کړی چې په دغه هېواد کې به يې د بشري حقونو د سرغړونو څآرنه کوله او په يو شمېر زرو زياتيو به يې ګوتې وچتولې.
اېمنسټي انټرنېشنل وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شوری دې په افغانستان کې د ښځو او جينکو د حقونو خوندي کولو د پاره بېړني او قوي ګامونه واخلي.
دغه خط کې ليکل شوي چې په افغانستان کې د کال ۱۹۹۶م نه راپه دېخوا د ښځو سره د ترټولو بد زور زياتی ليدل شوی.
د بخښنې نړيوال تنظيم سره په د غه خط کې د ملاله فنډ او يو شمېر نور د بشري حقونو تنظيمونه شامل دي.
افغانستان ته د هندي چارواکو د سفر په اړه د هند د خارجه دفتر يو بيان وايي، د دغې وفد غړي به د بشري مرستو د ترسيل څارنه کوي او د هغو سيمو سفر به هم کوي چرته چې د هندوستان لخوا يو شمېر پروګرامونه او منصوبې روانې وې.
هندوستان په ورستيو کې افغانستان ته ۲۰زره ټنه غنم، ۱۳ زره ټنه دارو درمل او پينځه لکه د کرونا وېکسين استولي او وايي نورې مرستې هم په لاره دي.
هندوستان تېرکال د اګست په مياشت کې د طالبانو په واک کې د راتللو سره سمه خپل سفارتخانه بنده کړې خو تېره مياشت د هند خارجه وزارت ويلي وو په کابل کې د خپلې سفارتخانې بيا پرانستلو په اړه هېڅ معلومات نه لري.