لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بینکونو نه قرضونه څنګه اخستې شۍ؟


State Bank of Pakistan
State Bank of Pakistan

پاکستان کې په وړه کچه د قرضونو ورکولو بینک یا فرسټ ماېکرو فاېننس بینک نایب صدر حاجي ګل افریدي وايي د بنکونو اسان شرطونه پوره کولو سره خلک ډیر په اسانه د بینکونو قرضې ترلاسه کولی شي.

د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانګړې مرکه کې نوموړي ویلي د دوي بینک خلکو ته د کاروبارونو، زراعت، څاروو او کورونو جوړولو لپاه قرضې ورکوي.

نوموړی ویلي یو تن په یو ورځ کې دننه هم د دوي د بینک نه قرضه اخستی شي که چرې د قرضې لپاره پکار اسان شرطونه پوره کړی شي.

په دغه شرطونو کې د قرض ترلاسه کوونکي تن شناختي کارډ، دده په نوم د ګېس یا بجلۍ بل، او درې ضمانت ورکوونکي شامل دي. حاجي ګل افریدي وايي قرضه اخستونکي دري کسان پخپله هم د یوبل لپاره ضمانتیان جوړیدی شي.

د فرسټ ماېکرو فاېننس بنک دغه مشر زیاته کړې د دوي بینک تر د یو میلین (لس لاکه) روپو پورې قرضې ورکوي. ښاغلی حاجي ګل افریدي وايي بینک د قرضود نوعیت مطابق ددې د بیاواپسۍ لپاره انتظام کوي.

د پاکستان قبایلي سمیو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل د پاکستان قبایلي سیمو کې د ملک د نورو برخو په نسبت د قرضو اخستو تناسب ډېر کم دی، چې لویه وجه يې په خلکو کې د قرضو په اړه کمه پوهه او په دغه سیمو کې د بینکونو او ددې د کاروبار کموالی دی.

د هغه په وینا د دوي بینک د قبایلي سیمو په بیلابیلو برخو کې خپلې څانګې پرانستې وې خو په کال ۲۰۰۸ کې د ترهګرحملو زیاتېدو له کبله دوي په دغه سیمو کې خپل بینکونه اوتړل.

د پاکستان خیبر پوښتونخوا او قبایلي سیمو کې ډېر خلک د بینکونو نه په قرض اخستو کې اکثر د یوشمیر مسلو سره مخ کیږې. ډېر خلک ددې وجې هم دکاروبار شروع کولو، کور جوړولو او یا د کرکروندې لپاره د بینکونو نه قرض نه اخلي چې ګنې دغه قرضې په دوباره ورکول به ددوي لپاره ترټولو ګران کار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG