لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هغه پینځه مسلې چې فېسبوک دپاره د تشویش وړ ګڼل کېږي


د فېسبوک باني مارک زکربرګ. فېسبوک نوم مېټا ته بدلېږي
د فېسبوک باني مارک زکربرګ. فېسبوک نوم مېټا ته بدلېږي

تېرې څوهفتې د فېسبوک چی نوی نوم ي میټا ورس دی، لپاره ډېرې سختې وې.

داسې څرګندونې مخې ته راتلې چې ګنې فېسبوک ته معلومه وه چې پاڼه یې په نړیواله کچه د انساني قاچاق (سمګلنګ) او په فرقه ییزه کچه د کرکې د خپرولو لپاره کارول کېږي.

د فېسبوک لپاره مشکلات هغه وخت زیات شول کله چې د کمپنۍ پخواني پراجېکټ منېجر فرانسیس هوګن د فېسبوک خفیه معلومات د خبریالانو او سرکاري ادارو سره شریک کړل.

د دغو معلوماتو وروسته په فېسبوک نیوکې کیږي چې دغه سماجي ویب پاڼه په نړۍ کې د انساني قچاق یعني انساني سمګلنګ او د مذهبي شخړو ته دوام ورکوي او داسې قسم پېښې په نړیواله کچه زیات شوي دی.

تروسه پورې د فېسبوک کمپنۍ چې وس به د میټا ورس په نوم یادیږي د خپل پخواني منېجر فرانسیس هوګن پرضد هیس ګام ندې پورته کړی.

البته فېسبوک لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي چې اداره خپل سماجي ویب پاڼه محفوظ ساتلو لپاره خپل ټول وسایل کار وي. دغه بیان کې د فېسبوک مشرمارک زکر برګ ویلي د پخواني پراجیکټ منېجر لخوا خپرو معلوماتو ته میډيا غلط رنګ ورکړی. ښاغلي زکربرګ تور لګوي چې میډیا د فېسبوک په اړه صحیح خبرونه نه ورکوي.

فرانسس هوګن د برطانيي پارلېمنټ ته بیان ورکوي
فرانسس هوګن د برطانيي پارلېمنټ ته بیان ورکوي

هغه زیاته کړې چې مثبت تنقید ته هرکلی وايي او د کمپنۍ په چارو بحث او د تحقیق ستاینه کوي ځکه چې د هغه په قول داسې تحقیق د کمپنۍ مشکلې ستونز هوارولو کې مرسته کوي.

سکیورټي اېکسچینج کمېشن

د فېسبوک په اړه د ورستیو انکشافاتو نه پس دا کمپني چې د انسټاګرام او د وټس ایف هم مالکه هم ده، په راتلونکي وخت کې د پینځو اهمو مشکلانو سره مخامخ کېدلی شي.

په دغو کې لومړی مشکل په ممکنه توګه د سیکورټي ایکسچینج کمیشن اېس اي سي هغو ي پری تحقیاقات کولې شي

ځکه چې دغه معلومات ایس اي سي ته هم ترلاسه شوي دي. او ممکنه ده چې د فېسبوک وفاقي تحقیقات شروع شي.

د فېسبوک د اشتهاراتو او د استعمالونکو صارفیو له اړخه چې کمه ګټه د دې په اړه رپورټنګ ډیر کم کیږي. خو په دی بابله ایس اي سي لا څه نه ده څرګنده کړي چې د فیس بک خلاف به دوي تحقیقات مخ په وړاندی بوزي او که نا؟ ځکه چې دا به ګرانه وي چې د سیکورټي فراډ به پری ثابت شي خو بیا هم دا تحقیقات به کمپنۍ ته نقصان ورکړي.

په فېسبوک عدم اعتماد

دویم مشکل په کمپنۍ باندی د عدم اعتماد مقدمه ده، فیس بک باندی فیډرل ټرېډ کمیشن مقدمه کړې چې د کمپنۍ مرکزي ایپلیکیشنې چې پکې انسټګرام او وټس ایپ شامل دي دوي خپله اجاره داري جوړه کړی ده. په مقدمه کې ټرېډ کمېشن غوښتنه کړې ده چې ټول فلیټ فارمز دی د یو بل نه جدا کړی شي.

قانون سازي

دریمه مسله د قانون سازي ده، د هوګن ګواهۍ نه پس په فېسبوک او انسټرګرام د قانون جوړوونکو تشویش لیدل کیږي . دوی ګڼې چې دا پلیټ فارمز د ماشومانو په ذهني صحت او په خاصه توګه په پېغلو جینکو بد اثر غورځوي.

ځینې خلک واي په سوشل ميډيا د غلطو معلوماتو نه چې څه نقصان کیږي زمه وار یې هم دا کمپنۍ دي.

د کولمبیا د قانون سکول لیکچرر رامیه کرشنن چې کوشش کوي چې قانون جوړونکي په دی خبره قایل کړی چې د سوشل میډیا کمپنیانې دي داسې قانون جوړ کړي چې خبریالانو او تحقیق کونکو ته دې د ډیټا رساي ورکړی شي.

نوموړي ويلي چې قانون جوړونکو او ریګولیټرز هم په دی اړه دلچسپي ښولې ده چې خبریالانو او تحقیق کونکو ته دې داسې ډیټا ته رسايي ورکړی شي او دا څرګنده شي چې سوشل میډیا په معاشره او جمهوریت څه قسمه اثرات لري؟

یو بل اهم چیلنج دننئ اختلافات دي. ویلي کیږي چې په فسبوک کې کارکونکي د کمپنۍ ځینو پالیسو سره اتفاق نه لري.

اشتهاري بايکاټ

تیر کال اېنټي ډیفیمیشن لیګ احتجاجاً په فیس بک خپل اشتهارات بندولو لپاره مختلفو کمپنیانو باندې زور اچولو لپاره یو مهم پیل کړی و ځکه چې فېسبوک تر دې دمه نفرت انګیز بیانونو په حقله ناکامه وو.

په دی حقله د ګروپ سي اي او جونتن ای ګرینبلاټ یو ځل بیا تیاري شروع کړی ده چې دا مهم بیا پیل کړي. هغه ویلي دي چې مارک زکر برګ خلکو له باور ورکوي چې نفرت او غلط معلومات خورولو مخنیوی کولو لپاره ګامونه اخلي خو په حقیقت کې داسی نه ده.

یادونه: د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریال باب ګارور دا رپورټ د وي او ای ډیوه دپاره خبریال سلمان یوسفزي ترجمه کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG